د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۷

سراج: د دوحې په غونډه کې د افغان ښځو موضوع مطرح کوم


د دوحې ناسته کې د افغانستان د مدني ټولنې او ښځو یوه استازې محبوبه سراج
د دوحې ناسته کې د افغانستان د مدني ټولنې او ښځو یوه استازې محبوبه سراج

نن د افغانستان په اړه د دوحې د ناستې دویمه او وروستۍ ورځ ده.

تمه ده د افغانستان د مدني ټولنې او ښځو استازي د ملګرو ملتونو او د ګډونوالو هېوادونو له ځانګړیو استازیو سره وګوري.

د افغانستان د مدني ټولنې او ښځو استازې محبوبه سراج وايي د دوحې په ناسته کې به د افغان ښځو پر حقونو بحث وکړي.

اغلې سراج له دوحې ازادي راډیو ته په یوه پيغام کې وویل:

" زما دنده شخصا یا زموږ په عموم کې د افغان ښځو موضوع ده. زما لپاره دا مسله ډېره مهمه ده. ما غوښتل داسې یو ځای کې و اوسم چې بلآخره مې غږ ورسیږي او دا موضوع تعقیب شي او یو څوک د افغان ښځو پر موضوع سمه پرېکړه وکړي."

محبوبه سراج، لطف الله نجفي زاده، میترا مهران او شاه ګل رضايي د افغانستان د مدني ټولنې په استازیتوب د دوحې په ناسته کې ګډون لري.

د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې له شپږم ټولګي پورته افغان نجونې له ښوونځیو منع شوي او د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې د افغان نجونو پر مخ د پوهنتونو دروازې هم وتړل شوې.

په دې سربېره طالبانو په غیردولتي موسسو کې د ښځو کار منع کړی او په نورو ګڼو برخو کې یې محدودیتونه پرې لګولي.

د دوحې د ناستې په درشل کې د افغانستان لپاره د ناټو پخواني ملکي استازي نیکولاس کې له ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل له دې چې طالبانو په ټولنې ولکه ټینګه کړې د بدلون لپاره ډېر خوشبینه نه دی او دا هېواد د ده په خبره له بده مرغه سختې ورځې په مخ کې لري.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د دوحې د پرونۍ ناستې پر مهال
د ملګرو ملتونو سرمنشي د دوحې د پرونۍ ناستې پر مهال

د دوحې د ناستې په لومړۍ ورځ د افغانستان لپاره د بېلابېلو هېوادونو ځانګړو استازیو بحثونه درلودل او ماښام مهال د راپورونو له مخې، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش هم چې یکشنبه دوحې ته رسېدلی د دوحې غونډه په رسمي توګه پرانیستې.

طالبانو ته د دوحې په ناسته کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه، خو هغوی په دې دلیل چې ګواکې دوی د افغانستان د اصلي لوري په توګه نه و ورغوښتل شوي خپل" بې اغېزې ګډون" ګټور ونه باله.

طالبانو له اول سره د دوحې په ناسته کې د بحث وړ یوې اصلي موضوع په اړه چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکنه ده خپل مخالفت څرګند کړی وو.

د دوحې د ناستې افغان ګډونوالې محبوبې سراج وویل د تاسف ځای دی چې طالبانو په دې غونډه کې ګډون نه دی کړی.

هغې زیاته کړه:

" د اجنډا له مخې موږ تمه ده ماسپښين د ملګرو ملتونو له استازیو سره وګورو. دې غونډې ته د افغانستان د مدني ټولنې سفر له اوله همدا وو. کاش دا دلیل نه وای شوی ددې لپاره چې د افغانستان د مدني ټولنې استازي دي، د طالبانو استازیو ونه غوښتل چې په دې جلسه کې برخه واخلي. کاش له اوله داسې نه وای شوي ځکه یواځينی ځای چې موږ ځای لرو او درلود هغه له ملګرو ملتونو استازیو سره لیدنه ده همدا کسان چې د افغانستان لپاره یې د خاص استازیو په توګه رالیږلي."

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي چې په دوحه کې د طالبانو له استازي او د سیاسي دفتر له رییس سهیل شاهین سره هم جلا لیدلي په ایکس پاڼه لیکلي: د دوحې په ناسته کې باید د افغانستان لومړیتوبونه په پام کې ونیول شي او پرېکړې د ټول اړخیزو مشورو په بنا او غیرتحمیلي وي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني هم د افغانستان اړوند د څو هېوادونو له ځانګړیو استازیو او د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر سهیل شاهین سره جلا جلا لیدنې کړي دي.

د دوحې ناسته له افغانستان سره د نړۍ د تعامل د زیاتېدو پر څرنګوالي متمرکزه ده او تر څنګ به یې د دغه هېواد لپاره د یوه ځانګړي استازي ټاکنه هم د اجنډا یوه برخه وي.

راپور: صفي الله ستانکزی

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG