د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۰

شنونکي او دیپلوماتان: دوحې ناسته کې د طالبانو نه ګډون به د دوی او نړۍ اړیکې لا خرابې کړي


د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر او د ملګرو ملتونو د سرمنشي یو ځای کړل شوی تصویر
د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر او د ملګرو ملتونو د سرمنشي یو ځای کړل شوی تصویر

په داسې حال کې چې نن په قطر کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په کوربه توب د پیل شوې ناستې دویمه او وروستۍ ورځ ده، د سیاسي چارو یو شمېر افغان شنونکي او پخواني افغان ډیپلوماټان وايي په دې ناسته کې د طالبانو حکومت د نه ګډون په پرېکړې سره طالبان رامنځته شوي فرصتونه له لاسه ورکوي.

دوی وايي د دوحې د غونډې په جوړېدو سره ملګرو ملتونو او نړۍ وښوده چې لا هم افغانستان ورته لومړیتوب لري، خو د دوی باور د طالبانو نه ګډون به ستونزې زیاتې کړي.

د سیاسي چارو پوه سمیع یوسفزی وايي:

" په دې ناسته کې د طالبانو نه ګډون به خپله طالبانو ته ډېر زیان ورسوي، ځکه چې نړیوالې ټولنې غوښتل چې کرار کرار له طالبانو سره تعامل ته نږدې شي، خو د دوی د نه ګډون له امله به نړیواله ټولنه بیا مایوسه شي، او فکر به وکړي چې له طالبانو سره ښايي نورې اړیکي نیول ګټور نه وي."

یوسفزی: د طالبانو نه نرمیدل هم ښايي په دې کنفرانس کې د طالبانو پر ضد د هیوادونو ترمنځ همغږي زیاته کړي.
یوسفزی: د طالبانو نه نرمیدل هم ښايي په دې کنفرانس کې د طالبانو پر ضد د هیوادونو ترمنځ همغږي زیاته کړي.

دی وايي د ښځو د حقونو په برخه کې د طالبانو نه نرمیدل هم ښايي په دې کنفرانس کې د طالبانو پر ضد د هېوادونو ترمنځ همغږي زیاته کړي.

خو د ده په خبره، د دوحې له ناستې وروسته به هم د افغانستان مسایل نړیوالو ته مهم وي او د ښځو او بشري حقونو په برخه کې به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

د سیاسي چارو یو بل پوه اسحاق اتمر بیا د دوحې په ناسته کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له لوري د ځانګړي استازي ټاکل کېدو ته اشاره کوي چې طالبانو یې له ټاکلو سره وار له مخه مخالفت کړی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي که په دې ناسته کې د افغانستان لپاره ملګري ملتونه ځانګړی استازی وټاکي دوی به ورسره هیڅ ډول همکاري ونه کړي.

خو ښاغلي اتمر وايي په دې برخه کې د طالبانو نه همکاري به تقابل لا پسې ډېر کړي.

" زه فکر کوم که د ځانګړي استازي مسولیت اجرايي بڼه ولري دا به د طالبانو لپاره ډېره سخته وي، ځکه طالبانو له ناستې بایکاټ کړی او طبعاً د غونډې پرېکړې هم نه مني، نو په دې سره به د طالبانو او نړیوالو په ځانګړي ډول د امنیت شورا ترمنځ رامنځته شوی تقابل لاپسې ډېر او جدي شي."

د یادونې ده چې دوحې ناسته له افغانستان سره د نړۍ د تعامل د زیاتېدو پر څرنګوالي متمرکزه ده تر څنګ به یې د دغه هېواد لپاره د یوه ځانګړي استازي ټاکنه هم د اجنډا یوه برخه وي.

ملګرو ملتونو دې غونډې ته د طالبانو د حکومت استازي هم وربللي و، خو طالبانو پکې له ګډون څخه انکار وکړ .

پخواني افغان ډیپلوماټ زردشت شمس وايي د طالبانو د ادعاوو برعکس داسې ښکاري چې دې ډلې د تعامل پر ځای د تقابل سیاست ته مخه کړې ده.

شمس: د ګوښه توب سیاست نه د افغانانو په ګټه دی نه د سیمي او نړۍ
شمس: د ګوښه توب سیاست نه د افغانانو په ګټه دی نه د سیمي او نړۍ

شمس ازادي راډیو ته وویل:

" د طالبانو د ادعاوو برعکس دوی د تعامل پر ځای د تقابل سیاست ته مخه کړې او داسې ښکاري چې ورو ورو دوی خپلې تېرې واکمنۍ ته چې دوی په کې وچ سیاست پر مخ وړولو ورګرځي، او دا د ګوښه توب سیاست نه د افغانانو په ګټه دی نه د سیمي او نړۍ."

ښاغلی شمس وايي د دوحې له ناستې وروسته ښايي د نړۍ پیاوړي هیوادونه له طالبانو سره په خپل تعامل سره غور وکړي او یا هم ښايي طالبانو سره خپلې اړیکي بیخي ټیټې کچې ته راولي چې د ده په خبره دا به د افغانانو لپاره ښه خبر نه وي.

دا ناسته د ملګرو ملتونو په کوربه توب له ۲۵ تر ۲۸ هیوادونو او د افغانستان په چارو کې د سیمي د سازمانونو د ځانګړو استازو په ګډون تېره ورځ پیل شوې او نن پای ته رسیږي.

ویل شوي چې په دې ناسته کې د افغانستان د مدني ټولنې د فعالانو په استازیتوب، لطف الله نجفي زاده او د ښځو د حقونو د فعالانو په استازیتوب محبوبه سراج، میترا مهران او شاه ګل رضايي ګدون کړی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG