د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۹ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۹

د دوحې ناستې پای؛ د ملګرو ملتونو وړاندیزونه او د طالبانو دریځ


د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش په دوحه کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش په دوحه کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال

په دوحه کې د ملګروملتونو په کوربه توب دوه ورځنۍ نړیواله غونډه د طالبانو د حکومت له ګډون پرته پای ته ورسېده.

د دې غونډې د جوړولو هدف د ملګروملتونو د سرمنشي په وینا دا و، چې په نړیواله ټولنه کې د طالبانو د حکومت ګډون ته لاره اواره شي او پر افغانستان واکمن طالبان له بشري حقونو او د ښځو د زده کړو او کار له حق څخه نیولې تر سیاسي مشارکت پورې د خپلو مکلفیتونو منلو ته وهڅول شي.

طالبانو له لومړي سره په دې غونډه کې ګډون ته لېوالتیا ونه ښودله ځکه تمه یې دا وه چې ملګري ملتونه به دوی د داسې یوه حکومت په توګه غونډې ته وبولي چې حیثیت یې د اسوشیتیدپریس خبري آژانس د راپور له مخې، د رسمیت پېژندل شوي حکومت په کچه وي.

د ملګروملتونو سرمنشي پرون وویل، طالبانو په غونډه کې د ګډون لپاره داسې شرایط ایښي ووچې د منلو وړ نه وو.

انتونیو ګوتیریش له غونډې وروسته خبریالانو ته وویل، هیله من دی چې د دوحې فارمټ به دوام وکړي او د طالبانو استازي به یې په راتلونکو غونډو کې حاضر وي.

هغه زیاته کړه:

" یوه پرېکړه دا وه چې دا غونډه بیابیا تکرارېدونکی فارمټ شي څو موږ وتوانېږو چې تردې ډېر سره وګورو خو په عین حال کې په راتلونکې غونډه کې د افغانستان د واکمنو چارواکو د حضور فرصت هم برابر شي چې البته دوی دا ځل د ګډون لپاره زما بلنه ونه منله."

د دوحې په غونډه کې د نه ګډون لپاره د طالبانو د حکومت یو دلیل د افغانستان لپاره د ملګروملتو د ځانګړي استازي له ټاکنې سره مخالفت و.

د دوحې په اجنډا کې په دې اړه بحث هم شامل و. د ملګروملتونو سرمنشي وویل، په پرونۍ غونډې کې په دې برخه کې ښه پرمختګ وشو، خو هغه زیاته کړه چې دی به د دې غونډې راپور د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړي او هلته به وروستۍ پرېکړه وشي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر، سهیل شاهین
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر، سهیل شاهین

د طالبانو حکومت تراوسه د دوحې د غونډې د بحثونو او د ملګرو ملتونو د سرمنشي د څرګندونو په اړه رسما څه نه دي ویلي، خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین پرون یوځل بیا ټینګار وکړ چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو بل ځانګړی استازی د منلو وړ نه دی.

ښاغلي شاهین د جاپان له NHK خبري شبکې سره په مرکه کې وویل د دوی په نظر د م. م ځانګړی استازی ښايي د افغانستان په چارو کې د لاسوهنو هڅه وکړي. هغه پوښتنه وکړه چې ولې د ځانګړي استازي ټاکلو ته اړتیا شته او پرته له دې چې جزییات ورکړي زیاته یې کړه، داسې شکونه شته چې نوی استازی ښايي پر افغانستان ځینې پرېکړې تحمیل کړي.

د چارو شنونکی او خبریال سمیع یوسفزی وايي په پرونۍ غونډه کې د ښځو او بشري حقونو په مسئله کې د لویدیځ او د طالبانو د سیمه ایزو متحدو هېوادو د استازو ترمنځ اختلاف رامنځ ته شو.

د سیاسي چارو کارپوه، سمیع یوسفزی
د سیاسي چارو کارپوه، سمیع یوسفزی

ښاغلي یوسفزي له دوحې څخه د غونډې د بحثونو په اړه آزادۍ راډیو ته وویل:

" د دې مسایلو د حل لپاره ځینې هېوادونه د یوه ډېر سخت میکانیزم د جوړولو خبره کوي او ځینې نور له طالبانو سره نرم دریځ غواړي او وایي، له طالبانو سره دا مشکلات شته چې د مېرمنو حقونه یې تلف کړي دي خو له دې سره سره موږ اړتیا لرو چې طالبانو سره په یوه نرمه رابطه کې واوسو او طالبان داسې حد ته بونه ځو چې له ملګروملتونو او نړیوالې ټولنې سره ټولې دروازې بندې کړي ځکه په هغه صورت کې به یې اثرات د طالبانو پرځای ډېر د افغانستان پر خلکو وي."

د طالبانو حکومت وايي چې د امنیت په ګډون د یو مشروع حکومت ټول شرایط یې پوره کړي نو نړیوال باید د دوی حکومت په رسمیت وپېژني خو ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه د نجونو او ښځو پر زده کړو او کار د طالبانو بندیزونه د بشري حقونو سرغړونه بولي او وايي طالبان باید د ښځو او بشري حقونو په برخه کې د نړیوالو اندېښنو ته ځواب ووايي او بیا دې د رسمیت پېژندنې غوښتنه وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG