د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۹

ګوتریش: د دوحې غونډه فوق العاده رغنده وه، پر کلیدي مسایلو پکې هوکړې وشوې


د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوتریش
د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوتریش

د دوحې د غونډې په دوهمه ورځ د ملګرو ملتونو سرمنشي د ګډون‎کوونکو هېوادونو ترمنځ د بحث شویو مسایلو مهم ټکي روښانه کړل.

انتونیو ګوتریش رسنیو سره خبرو کې دا ناسته رغنده وبلله او زیاته‎یې کړه، د کلیدي مسایلو په اړه اجماع شته.

هغه له ترهګرۍ سره مبارزه، د ټول‌شموله حکومت جوړېدل، د بشري حقونو په ځانګړي ډول د افغان نجونو او ښځو حقونو خوندیتوب او یو سوله‌ییز او نړۍ سره مدغم افغانستان هغه ټکي یاد کړل چې له قوله یې، نړیواله ټولنه پرې توافق لري.

خو ښاغلي ګوتریش وویل، دا هغه څه دي چې لا عملي شوي نه‌دي او نړیواله ټولنه یې په اړه اندېښمنه ده.

هغه زیاته کړه:

"طالبان فکر کوي چې د نړیوالو اندېښنو ته رسېدنه د دوی مسوولیت نه‌دی او بیا غواړي چې نړۍ یې په رسمیت هم وپېژني او نړیواله ټولنه بیا فکر کوي چې د دوی اندېښنو ته هېڅ رسېده‌ګي نه‌ده شوې او په داسې حال کې دوی نه‌شي کولای د رسمیت پېژندنې لپاره تعامل وکړي."

د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپلو خبرو کې پر دې هم تاکید وکړ چې افغانستان باید د ترهګرو په خوندي ځاله بدل نه شي او دوی داسې افغانستان غواړي چې له ځان، خپلو ګاونډیانو او نړۍ سره په سوله کې وي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د دوحې په غونډه کې د طالبانو نه‌ګډون ته په اشارې وویل، په غونډه کې یې د طالبانو د ګډون لپاره د هغوی داسې لیک ترلاسه کړی و چې غوښتنې یې د نورو افغانانو د حقونو د نقض په معنا او له نړیوالو اصولو سره په تضاد کې وې.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د دې سازمان د نوي استازي د ټاکل کېدو په اړه وویل، په دې اړه همغږي نږدې شوې او یو داسې با صلاحیته پلاوی به وټاکل شي چې د طالبانو په ګډون له ټولو لوریو سره ښکېل شي.

له دوحې غونډې مخکې د ملګرو ملتونو استازو څو ځله د طالبانو بهرنیو چارو وزیر او نورو چارواکو سره ولیدل، خو په غونډه کې ګډون ته یې راضي نه کړای شول
له دوحې غونډې مخکې د ملګرو ملتونو استازو څو ځله د طالبانو بهرنیو چارو وزیر او نورو چارواکو سره ولیدل، خو په غونډه کې ګډون ته یې راضي نه کړای شول

د ملګرو ملتونو سرمنشي په افغانستان کې د راتلونکې سیاسي تګ‌لارې یا نقشې یادونه هم وکړه، خو زیاته یې کړه په دې اړه لا اوږد واټن پاتې دی.

د طالبانو حکومت تر اوسه د ملګرو ملتونو د سرمنشي د څرګندونو په اړه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو له دې وړاندې یې خپل حکومت ټول‌شموله ګڼلی او تر څنګ دا دعوه هم کړې چې د دوی په حکومت کې د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي.

د دوحې په غونډه کې د افغانستان د مدني ټولنو په استازولۍ د تلليو کسانو غونډې هم روانې دي او د راپورونو پر بنسټ، په عمومي غونډو کې د ګډون ترڅنګ دوی د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره لیدنې کړي.

خو په کابل کې د روسیې سفارت بیا نن یوه اعلامیه کې ولیکل، د دوحې په غونډه کې د دوی استازی به له هغو افغانانو سره غونډه کې ګډون ونه‎کړي چې د افغانستان د مدني ټولنې په استازولۍ دې ناستې ته ورغلي دي.

دې سفارت نن په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې دا ملکي افغانان په غیر شفاف ډول ټاکل شوي.

په ورته وخت کې د دوحې د غونډې په څنډه کې د چین استازي یو شیائویونګ رسنیو سرو خبرو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي پر څرګندونو په تأکید سره وویل، په افغانستان کې یو معتدل حکومتي نظام ته اړتیا ده.

هغه دا هم وویل چې په دې هېواد کې سولې، ثبات او بیارغونې ته رسېدل اړین دي او ترڅنګ یې د دوحې په غونډه کې د ده له قوله، یو شمېر هېوادونو د افغانستان د بانکي زېرمې د ازادۍ غوښتنه هم کړې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG