د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۷

د دوحې غونډې ته غبرګونونه؛ ځینې سیاسي جریانونو یې له پایلو ناخوښي وښوده


د پلازمېنې دوحې یوه څنډه
د پلازمېنې دوحې یوه څنډه

د افغانستان په اړه د دوحې د دوه ورځنۍ غونډې پایلو د یو شمېر سیاسي ګوندونو، د پخواني نظام د چارواکو او د مدني او د ښځو د حقونو د فعالانو غبرګونونه پارولي دي.

د افغانستان په اړه د دوحې د دوه ورځنۍ ناستې له پای ته رسېدو سره هممهاله چې د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړيو استازو په حضور کې جوړه شوې وه، ياده ناسته او پایلې يې د ځینو سیاسي ګوندونو، د پخواني نظام د چارواکو او د ښځو او مدني فعالانو غبرګونونه راپارولي دي.

د دوی په وینا، د يادې ناستې پایلې د دوی هغه هیلې او تمې پوره نه‌کړې چې د افغانستان په وضعیت کې د بدلون راوستل وو.

له‌دې ډلې د صلاح‌الدین رباني په مشرۍ د جمعیت اسلامي ګوند په‌دې ناسته کې د سیاسي ګوندونو او جریانونو نه بلنه یوه جدي تشه بللې او ويلي يې دي چې د هر اړخیزو خبرو اترو د رامنځته کولو لپاره باید د ولسواکۍ استازي حضور ولري.

دغه ګوند د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دوحې په غونډه کې د مطرح شویو مسایلو هرکلی کړی، خو زیاته کړې یې ده چې پر طالبانو یو اړخیز تمرکز او د افغانستان په اړه په راتلونکو ناستو کې د هغوی د شرایطو د منلو لپاره غیرواقعي انعطاف کولای شي په افغانستان کې د روان ناورين د حل لپاره کورنیو، سیمه‌ییزو او نړیوالو هڅو ته په جدي توګه زیان ورسوي.

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د چارو د ادارې رییس فضل محمود فضلي هم په خپله ايکس‌پاڼه کې لیکلي چې بهرنۍ دولتي او نادولتي ادارې نه‌شي کولای د افغانستان اوسنی ناورين پای ته ورسوي، ځکه د ده په وینا، دا د طالبانو حکومت دی چې افغانستان یې منزوي کړی او افغانان یې یرغمل نيولي دي.

په تېر جمهوري نظام کې د ملي امنیت پخواني رئیس او سیاسي فعال رحمت‌الله نبیل په خپله ایکس‌پاڼه کې دا غونډه د افغانستان د خلکو لپاره مهمه بللې، خو زیاته کړې يې ده چې په ياده غونډه کې د طالبانو ګډون او نه ګډون له ننګونو سره مخ شو.

د نبیل په باور، يادې غونډې ته طالبان بلل شوي وو او د هغوی ګډون د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو ملاتړ و چې دا له نورو افغان سیاسي ډلو سره د خبرو اړتیا په ډاګه کوي.

رحمت الله نبیل
رحمت الله نبیل

نبیل زیاته کړې چې طالبانو په دې غونډه کې په نه ګډون سره ستراتیژیکه تېروتنه وکړه.

طالبانو تر اوسه د دوحې د يادې ناستې د پایلو په اړه څه نه‌دي ویلي، خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهېل شاهین د دوشنبې په ورځ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بل ځانګړي استازي ټاکل د منلو وړ نه‌دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت هم د دوحې د غونډې له پیل مخکې خبر ورکړ چې د دوی د شرطونو د نه منلو له امله په‌دې غونډه کې ګډون ګټور نه ګڼي.

دا په‌داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش تېره دوشنبه ناوخته وويل چې په‌دې غونډه کې د یوه ټولګډونه حکومت د جوړولو، د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو د ټينګېدو او نړۍ سره د يو سوله‌ييز افغانستان يو ځای کېدو باندې هوکړه وشوه.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش

خو یو شمېر سیاسي او د ښځو د حقونو فعالان ادعا کوي چې د دوحې له غونډې د دوی هغه هيلې او تمې چې يې ترې درلودې، نه‌دي ترلاسه شوي.

د ښځو د حقونو فعاله او په بهر کې د افغان ښځو د نړیوالې اجماع مشره زرغونه ولي ادعا کوي چې دې غونډې مثبته نتیجه نه‌ده ورکړې.

هغه زیاتوي: "په افغانستان کې دننه د جګړې د ټولو خواو او یا هم د ټولو مخالفینو استازو، د طالبانو ضد جبهو، د بشري حقونو فعالانو، د ښځو د حقونو فعالانو او اعتراض کوونکو ګډون نه درلود. خبرې اترې هغه وخت مثبتې پایلې لرلی شي چې د جګړې ټول اړخونه او یا هم د سیاسي، ټولنیز او فرهنګي هدف ټول مخالف اړخونه په یوه بحث کې شتون ولري."

د يادې غونډې په اړه د ملي محور ګوند غړي صلاح‌الدین سعیدي ازادي راډيو ته وویل: "په ټوليز ډول دا کنفرانس پای ته ورسېد که څه هم د ملګرو ملتونو عمومي منشي ویلي چې راتلونکې غونډې به ترسره شي، خو دې غونډې د افغانانو هیلې پوره نه‌کړې."

د دوحې دوه ورځنۍ غونډه د فبرورۍ په ۱۸ او ۱۹مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د شاوخوا ۲۵ هېوادونو او د افغانستان لپاره سيمې سازمانونو د ځانګړو استازو په حضور کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې د مدني ټولنو او افغان ښځو په استازيتوب څلور تنو برخه اخيستې وه.

تر دې غونډې مخکې د بشري حقونو بېلابېلو بنسټونو، د ښځو د حقونو فعالانو او د افغانستان بېلابېلو برخو له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د افغانستان د اقتصادي وضعیت، د ښځو، بشري حقونو په تېره بیا د ښځو د زده‌کړو او کار د حق او په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت پر جوړېدو خبرې وکړي، هغه څه چې د ملګرو ملتونو سرمنشي هم ورته اشاره کړې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG