د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۸

نن په علم کې د ښځو او نجونو نړیواله ورځ ده؛ افغان نجونې څه احساس پکې لري؟


یو شمېر افغان زده کوونکې نجونې - تصویر له ارشیفه
یو شمېر افغان زده کوونکې نجونې - تصویر له ارشیفه

نن د فبرورۍ ۱۱ په علم کې د ښځو او نجونو نړیواله ورځ ده.

د ملګرو ملتونو سازمان، په یاده برخه کې د نجونو او ښځو د یوشان لاسرسي او ترویج لپاره ګټور فرصت بللی دی.

د ملګرو ملتونو د رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، که ښځې علم ته ډېره لاس رسی ولري، نو په څېړنو کې به تنوع رامنځته شي او په پایله کې به نوي لیدلوري او خلاقیت رامنځته شي.

د دغه سازمان د معلوماتو پر بنسټ، ښځې او نجونې علم او ټکنالوژۍ (( ساينس)) کې مهم رول لوبوي او دې برخه کې د هغوى ګډون بايد پياوړى شي.

ملګرو ملتونو ویلي دي چې ۳۳.۳ سلنه څېړونکي ښځې دي او د مصنوعي ځيرکتيا د پرمختګ په برخه کې له هرو پنځو مسلکي کسانو څخه یوازې یوه یې ښځه ده.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، د علومو د ملي اکاډمیو یوازې ۱۲ سلنه غړي ښځې دي.

ملګري ملتونه زياتوي که څه هم ښځینه څېړونکو ته د دوی د نارینه همکارانو په پرتله لږ څېړنيز لګښتونه کم ورکول کیږي، خو د ۲۰۱۳ کال د دسمبر په ۲۰ مه، د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې پراختیا لپاره د علم، ټېکنالوژۍ او خلاقیت په اړه یو پرېکړه لیک تصویب کړ، او دا یې په کې په ډاګه کړه چې علم او ټېکنالوژۍ ته بشپړ او برابر لاسرسی د ښځو د پیاوړتیا لپاره دوی ته په هر عمر کې اړین دی.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې ښځې او نجونې وايي، د طالبانو په واکمنۍ کې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د هر ډول تعلیم او علومو له زده کولو بې برخې دي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره افغان نجونې د ښوونځي له شپږم ټولګي د پورته زده کړو اجازه نه لري
د طالبانو له بیا واکمنیدو سره افغان نجونې د ښوونځي له شپږم ټولګي د پورته زده کړو اجازه نه لري

د دوی له ډلې مهرماه وايي، د یوولسم ټولګي زده کوونکې وه چې د طالبانو حکومت هغه او تر شپږم ټولګي پورته نورې نجونې ښوونځي ته له تلو راوګرځولې.

هغې ازادي راډيو ته وویل چې په اوسنيو حالاتو کې یې د علم ېه برخه کې خپلې هيلې زندۍ کړې دي.

مهرماه زیاتوي:

"زه چې درس نه شم ويلى څنګه به خپلو هيلو ته ورسېږم، کله چې زه پوه شوم چې زه نور درس نشم ويلی، دا په دې مانا ده چې زه نور نه شم کولی هيلې ولرم چې زه دا کار يې کولی شم، ډېر د بې وسۍ احساس مې وکړ، زه نور نه شم کولی چې هيله وکړم او هیلې مې پوره شي."

هدفمند او پاریسا دوه هغه زده کوونکي چې د طالبانو د حکومت له خوا له زده کړو راګرځول شوي ، هم ورته کیسې لري:

هدفمند وایي:

"اوس مهال وضعیت خراب دی ځکه له بده مرغه موږ له څه مودې راهیسې له زده کړو لیرې یوو، وضعیت ښه او خوندور نه دی او له بده مرغه شاوخوا یو کال کیږي چې موږ له پوهنتون څخه هم لیرې يو او دا راته ډیره خواشینونکې زړه بوږنوونکې ده."

پاریسا بیا وایي:

"له دې سره چې دوی ټولې دروازې او کاروبارونه او پوهنتونونه تړلي، ان د ښځو په جامو کې کار شته، دا د خواشینۍ وړ ده چې هیڅ ښځه په هیڅ حالت کې پوهنتونونو ته د ننوتلو اجازه نه لري."

د طالبانو د حکومت له خوا د افغان ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز د دې اندېښنې لامل شوی چې افغانستان به په نږدې راتلونکي کې په ډېرو علمي او تخصصي برخو کې د ښځینه بشري ځواک له کمښت سره مخ شي.

د کابل د طبي پوهنتون استادې ډاکټر فریدې ازادۍ راډیو ته وویل، د ښځو او نجونو له زده کړې پرته به ټولنه متحرکه نه شي.

ډاکټر فریدې زیاته کړه:

" زموږ ټولنه هغه وخت رسېږي چې په دې هېواد کې هره ښځه د لوستلو لپاره کتاب ولري او په هماغه کتاب او پوهه خپلې ټولنې ته خدمت وکړي او دا ټول کارونه له همدې ځایه پیلېږي چې موږ نجونې له مطالعې او زده کړې بې برخې نه کړو. د ښوونځي دروازې خلاصې کړو، که یوه ښځه زده کړه ونه کړي، ښکاره ده چې په راتلونکي کې یوه ښځینه ډاکټره، ښځینه ښوونکې، سوداګره او خبریاله ونه لرو."

زده کړو ته بیا ستنېدل د افغان نجونو تر ټولو مهمه غوښتنه ده
زده کړو ته بیا ستنېدل د افغان نجونو تر ټولو مهمه غوښتنه ده

د طالبانو له دویمې واکمنۍ مخکې په تېرو دوو لسیزو کې ډېرې ښځو او نجونې وتوانېدې چې د افغانستان له ښوونځیو معتبرو نړیوالو پوهنتونونو ته ولاړ شي او ښې علمي او مسلکي درجې ترلاسه کړي.

له دغو ښځو او نجونو څخه ځینې یې بیا ډېر پخوا نورو هېوادونو ته تللې دي.

د دوی له ډلې یوه شکردخت جعفري ده چې خپلې دوه اختراع ګانې یې له اروپایي ټولنې سره ثبت کړي.

نوموړې مخکې ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلی وو، د سرطانونو د وړانګو د سنجولو لپاره یې یو اله جوړه کړې چې دوهمه اختراع یې هم د لومړۍ هغې په دوام ده.

دغه شان په کور دننه هم د جمهوري نظام پر مهال افغان نجونو د ساینسي علومو په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودې.

د افغان نجونو روباټیک ټیم یې یوه ښه بېلګه ده چې په ملي او نړیوالو سیالیو کې د نړۍ د هېوادونو په منځ کې څو ځلي ښه مقامونه وګټل.

له دې سره- سره د طالبانو حکومت په افغانستان کې له سلګونه زره ښځو او نجونو څخه د زده کړې او تحصيل فرصتونه اخيستي او په کور ناستې دي.

XS
SM
MD
LG