د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۳

د افغان ښځو په اړه د ملګرو ملتونو د کار پوهانو راپور او د یو شمېر ښځینه فعالانو غبرګونونه


د طالبانو لخوا د ښځو د نیولو شېبو ته یو منسوب تصویر چې دوی رد کړی - ارشیف
د طالبانو لخوا د ښځو د نیولو شېبو ته یو منسوب تصویر چې دوی رد کړی - ارشیف

په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د کارپوهانو ډلې د طالبانو له حکومت نه د بد حجابۍ په تور د ښځو د نیولو او بندیانولو د ژر پای ته رسېدو غوښتنه کړې ، د ښځو د حقونو یو شمېر بنسټونه پر طالبانو د لا نور فشار غوښتنه کوي.

دوی وايي د طالبانو حکومت ورځ تر بلې د ښځو په وړاندې محدودیتونه پراخوي او باید نړیواله ټولنه یې په وړاندې ودریږي.

د افغانستان د ځواکمنو ښځو د شورا د رهبرۍ غړې او د ښځو د حقونو فعالې نرګس سادات ازادي راډيو ته وویل:

" اوس مهال افغان مېرمنې د طالبانو له لوري یرغمل شوې دي، په تېرو دوه کلونو کې پر ښځو هر ډول ظلمونه شوي دي او روان دي، خو نړیواله ټولنه په ځانګړي ډول ملګري ملتونه یوازې سیل کوي، یوازې په دې نه کیږي چې له طالبانو د ښځو د نیولو د لړۍ ودرول او د دوی خوشې کول وغوښتل شي، نړیواله ټولنه باید په طآلبانو فشارونه زیات کړي او په دوی دې مرستې بندې کړي."

د ښځو د مشارکت شبکه هم وايي اوس مهال ښځې په افغانستان کې تر بل هر وخت په بد وضعیت کې دي.

د دې شبکې یوې غړې ترنم سیدي ازادي راډيو ته وویل:

" دوی ډېر په اسانه د خلکو ښځې او لوڼې د سړکونو له سرونو په بېلابېلو پلمو نیسي او اختطاف کوي یې، د ښځو په وړاندې روان مسایل په یو ناروین بدل شوی او هر څه ژر باید د دې ناورین مخه ونیول شي."

طالبانو له ښځو غوښتي چې داسې چادرۍ واغوندي
طالبانو له ښځو غوښتي چې داسې چادرۍ واغوندي

د ښځو د حقونو یو شمېر نورو بنسټونو هم د ښځو وضعیت او د طالبانو له لوري د بد حجابۍ په تور د ښځو د نیولو دوام د اندېښنې وړ وباله او وې ویل چې دغه ډول مسایل به بدې پایلې ولري.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو ډلې په خپل وروستي راپور کې چې تېره ورځ خپور کړ د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې د بدحجابۍ په نوم د ښځو او نجونو نیول او بندي کول پای ته ورسوي او ژر ترژره نیول شوې ښځې خوشې کړي.

په راپور کې راغلي دي چې د تېرې جنورۍ میاشتې له پیله لسګونه ښځې او نجونې د هغه څه لپاره چې طالبان یې بې حجابي بولي په غیر قانوني ډول نیول شوي او ناوړه چلند ورسره شوی دی.

په راپور کې راغلي دي چې د بدحجابۍ په تور د ښځو او نجونو نیول لومړی ځل د کابل په لویدیځ کې چې ډېری اوسیدونکي يې شیعه هزاره ګان دي پیل شول، خو وروسته د کابل نورو سیمو او د بامیان، بغلان، بلخ، دایکنډي او کندز په څېر نورو ولایتونو ته هم وغځېدل.

مخکې یو شمیر شیعه دیني عالمانو له دې ډلې واعظ زاده بهسودي هم د روان لمریز کال د دلوې میاشتې په درېیمه نېټه د کابل په لویدیځ کې یوې غونډې ته په خبرو کې د شیعه ګانو او هزاره ګانو پر وړاندې د طالبانو په سیاستونو او په ځانګړي ډول ځینو ښارونو کې د ښځو د خپل سرو نیونو په اړه نیوکه کړې وه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد منلې چې د بد حجابۍ په نوم دوی یو شمېر ښځې او نجونې بندیانې کړې دي
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد منلې چې د بد حجابۍ په نوم دوی یو شمېر ښځې او نجونې بندیانې کړې دي

دغه شان د کابل، بامیان، او بلخ ولایتونو یو شمېر نجونو هم له ازادي راډيو سره په خبرو کې ادعا کړې وه چې طالبانو د هغه څه لپاره چې دوی یې بد حجابي بولي نیولي، شکنجه کړي بندیانې کړي او ان بېرته یې د پیسو په بدل کې خوشي کړي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دغه ښځو د ادعاوو او ملګرو ملتونو د کارپوهانو د وروستي راپور په اړه زموږ اړیکې ځواب نه کړې، خو وړاندې تر دې یې د یو شمېر نجونو او ښځو د نیولو راپورونه تایید کړي او ویلي وو چې دا نجونې او ښځې د څو ساعتونو له نیولو وروسته بېرته د کورنۍ د غړو په ضمانت خوشې شوې دي.

د یادونې ده چې د بد حجابۍ په نوم د طالبانو له لوري د ښځو نیول او بندیانول د ګڼو نړیوالو سازمانونو له لوري غندل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG