د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۱

امریکا: د دوحې غونډه کې د طالبانو نه ګډون د حیرانتیا خبره نه‌ده او دوی نورې موخې تعقيبوي


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت متیو مېلر
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت متیو مېلر

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دوحې په غونډه کې د طالبانو نه ګډون د حیرانتیا خبره نه‌ده او طالبان نورې موخې تعقيبوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوحې په غونډه کې د طالبانو نه ګډون ته په اشارې سره وايي، طالبان یوازيني افغانان نه‌دي چې د افغانستان په راتلونکي کې ونډه لري.

د دغه وزارت ویاند متیو مېلر د سه‌شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل، طالبان د دوحې په غونډه کې ځکه ګډون ونه‌کړ چې د ده په وینا دوی بېلابېلې موخې تعقیبوي.

خو هغه په ډاګه نه‌کړه چې طالبان کومې موخې تعقیبوي.

نوموړي د دوحې په ناسته کې د طالبانو د استازي د برخې نه اخيستلو او د افغانستان د مدني ټولنې له استازو سره د روسیې او ایران د استازو د په څنډه کېدو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "طالبان یوازيني افغانان نه‌دي چې د افغانستان په راتلونکې کې ونډه لري."

نوموړي دغو دواړو هېوادونو ته سپارښتنه وکړه چې نه یوازې له طالبانو سره بلکې د افغانستان له مدني ټولنې سره هم اړيکې بايد ولري.

د روسیې او ایران ځانګړو استازو د دوحې په غونډه کې د افغان ښځو د حقونو او د مدني ټولنې له پنځه استازو سره له لیدو ډډه وکړه.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دوی تر واک لاندې ملي راډیو تلوېزیون ته د متیو مېلر څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، د دوی حکومت د افغانستان استازیتوب کوي او امریکا په تېرو شلو کلونو کې د خپلې مداخلې خوند څکلی او باید خپلې تېروتنې تکرار نه کړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

متيو مېلر دا هم ویلي، امریکا بشري حقونو ته د طالبانو پر درناوي او افغانستان د ترهګرۍ پر مرکز د بدلېدو پر مخنیوي ټینګار کړی دی.

مېلر وايي: د طالبانو له‌خوا د بشري حقونو په ځانګړي توګه د نجونو او ښځو حقونو ته د درناوي په اړه اندېښنې دي.

هغه وویل: "موږ د يو څو مسئلو د په لاس راوړلو په هڅه کې يو. لومړی دا چې افغانستان د ترهګرو په ګرم مرکز بدل نه‌شي ترڅو په نورو هېوادونو هم اغېزه وکړي، دوهم د ټولګډونه او هراړخیز حکومت رامنځته کول دي چې ټول اړخونه په‌کې شتون ولري او درېیم د طالبانو له‌خوا د بشري حقونو په ځانګړي توګه د نجونو او ښځو حقونو ته د درناوي په اړه اندېښنې دي."

دغه راز د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافېرې کرن ډیکر هم د دوحې د غونډې د پای ته رسېدو په تړاو په خپله ایکس‌پاڼه کې لیکلي چې د افغانستان له خلکو او مدني ټولنې سره د امریکا متحده‌ایالاتو ژمنې پیاوړې دي او هغه د خپل هېواد د راتلونکي په اړه د افغانانو د لا زیاتو نظرونو اورېدو ته سترګې په لار ده.

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافېره کرن ډیکر
د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافېره کرن ډیکر

دا په‌داسې حال کې ده چې یو شمېر سیاسي کارپوهان او پخواني ډیپلوماتان په‌دې باور دي چې د دوحې په غونډه کې د طالبانو نه ګډون به له نړۍ او امریکا سره د دوی پر اړیکو ناوړه اغېز وکړي.

په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیرې او سياسي فعالې شکریه بارکزۍ ازادي راډیو ته وویل، په هغه غونډه کې چې د بېلابېلو هېوادونو د استازو په‌ ګډون جوړه شوې وه، د طالبانو نه ګډون به د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو سره د دوی اړيکې خرابې کړي.

په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره او سياسي فعاله شکریه بارکزۍ
په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره او سياسي فعاله شکریه بارکزۍ

هغه وایي: "دا بايد هېر نه‌کړو هغه ګټې چې طالبان یې تعقیبوي او هغه اړیکې چې طالبان یې جوړول غواړي د افغانانو او افغانستان په ګټه نه‌دي. او دا اړیکې د طالبانو ګټې ټينګولی شي، موږ باید د افغانستان د ګټو، په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د حضور او د طالبانو د ګټو تر منځ په توپیر پوه شو."

د سیاسي چارو کارپوه محمد اسحاق اتمر له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "دا چې طالبان د سيمې په کچه رقابتونو کې شامل شوي دي او هڅه کوي چې له سیمه‌ییزو او نړیوالو رقابتونو ګټه پورته کړي، زه فکر کوم چې دا په لنډ مهال کې د دوی په ګټه دی، خو په اوږدمهال کې د افغانستان په ګټه نه‌دی."

دا په‌داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت تر اوسه د هېڅ هېواد له‌خوا په رسمیت نه‌دی پېژندل شوی او نړیوالې ټولنې تل د طالبانو له‌خوا د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو حقونو ته په درناوي ټینګار کړی چې طالبان یې تل د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د پر ځای کولو ادعا لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG