د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۰

ګوټېرېش: د افغان ښځو پر زده‌کړو او کار لګول شوی ظالمانه محدودیت باید لغوه شي


د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش

د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، په افغانستان کې د نجونو او ښځو په زده‌کړو او کار لګول شوی ظالمانه محدودیت باید لغوه شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش وايي، په افغانستان کې د نجونو او ښځو په زده‌‌کړو او کار باید لګول شوي "ظالمانه" محدودیتونه له‌منځه یوړل شي.

انټونیو ګوټېرېش د افغانستان په اړه د دوحې له ناستې یوه ورځ وروسته په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، افغان نجونې او ښځې باید وکولای شي چې د ژوند په ټولو چارو کې په بشپړ او معناداره توګه په ټولګي کې له چوکۍ تر هغه مېزه چې پرېکړه‌‌کوونکي وي، ګډون وکړي.

د طالبانو حکومت که څه هم چې له شپږم ټولګي پورته تر پوهنتونه د نجونو په زده‌‌‌کړو بندیز لګولی او د دولتي ادارو په ګډون یې په ټولو غیر دولتي ادارو کې له کار هم منع کړي، خو له دې ټولو سره سره ادعا کوي چې د اسلام په چوکاټ کې یې ښځو ته حقونه ورکړي دي.

ارشیف: په کابل کې د نجونو د یوه ښوونځي څنډه. طالبانو په بیا ځلي واکمنېدو سره له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ د ښوونیزو ادارو دروازې وتړلې.
ارشیف: په کابل کې د نجونو د یوه ښوونځي څنډه. طالبانو په بیا ځلي واکمنېدو سره له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ د ښوونیزو ادارو دروازې وتړلې.

د ملګرو ملتونو سرمنشي چې د یکشنبې او دوشنبې په ورځ د افغانستان په اړه په دوحه کې د یوې غونډې کوربه و په خپله ایکس‌پاڼه دا هم لیکلي چې افغانستان د امنیت د ټینګښت، د فساد د کمولو او پر کوکنارو د بندیز په برخو کې ښه پرمختګ کړی، خو وايي ډېر نور کارونه پاتې دي چې باید و یې کړي.

هغه زیاته کړې، نړیواله ټولنه باید خپلو هڅو ته دوام ورکړي؛ څو دا خبره یقیني کړي چې د ټولو افغانانو حقوق او اړتیاوې پر افغانستان د واکمنو طالبانو د لومړیتوبونو اصلي محور وي.

په ورته وخت کې یو شمېر افغان نجونې او ښځې د طالبانو د رژیم پر وړاندې پر دوی د محدودیتونو او بندیزونو د مخنیوي له امله د عملي اقداماتو په نه کولو د نیوکې ترڅنګ وايي، اړینه ده چې د دې ستونزو د حل لپاره عملي کار وشي.

کبرا وايي: زموږ د افغان ښځو ستونزو ته باید په یو ډول رسېده‌ګي وشي.

د پروان اوسېدونکې کبرا ازادي راډیو ته وویل: "له هرې لارې چې کېږي هغه د فشار وي او که د تحریماتو د وضع کېدو له لارې، باید جدي اقدام وشي او زموږ د افغان ښځو ستونزو ته په یو ډول رسېده‌ګي وشي."

د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپلو ننیو څرګندونو په افغانستان کې بې‌وزلۍ ته هم اشاره کړې او زیاتوي، ډېر افغانان د خوړو ډوډۍ ته اړ دي او تعلیم، روغتیايي امکاناتو او کار ته لاس‌رسی نه‌لري.

ګوټېرېش یادونه کوي چې سږکال به هم د افغانستان له نیمایي زیات وګړي بشري مرستو ته اړ وي په داسې حال کې چې دې هېواد ته د مرستو له پلانونو سره تراوسه یوازې څه کم درې سلنه بسپنه اعلان شوې.

په ورته وخت کې په کابل کې یوه بې‌سرپرسته مېرمن زهرا وايي، بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

هغي وویل: "خدای شاهد دی چې هېڅ نه‌لرو، همدا اوس د سون او خوراکي توکي نه‌لرو. مقصد یو ډول ژوند کوو. مرستې ته اړتیا لرو. مېړه مې ناروغ دی او کار روزګار مو ډېر خراب دی."

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا په خپل وروستي راپور کې ویلي، په ۲۰۲۴ کال کې به د افغانستان له نیمايي زیات وګړي، یعنې ۲۴ میلیونه نفوس بشري مرستو ته اړ وي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG