د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۹ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۷

د او‌آی‌سي غونډې؛ بخیت: د افغانستان وضعیت د دې سازمان په راتلونکو کاري لومړیتوبونو کې دی


د اسلامي همکاریو د سازمان د غړیو هېوادونو بیرغونه
د اسلامي همکاریو د سازمان د غړیو هېوادونو بیرغونه

د اسلامي همکاریو سازمان یا 'او آی سي' وايي، په پلان کې ده چې په ګامبیا کې د دې سازمان په راتلونکي سرمشریزه او په کامرون کې د دې سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په شورا کې د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې اترې وشي.

دې سازمان د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي طارق بخیت له قوله یوه اعلامیه کې لیکلي چې هغه پرون د دوحې غونډې ګډونوالو ته ویلي، د افغانستان وضعیت د دې سازمان په راتلونکي کاري لومړیتوبونو کې دی.

اعلامیه کې زیاته شوې، بخیت پرون د دوحې د غونډې پر مهال د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان په ژمنتیا د ټینګار ترڅنګ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د وروستي پرېکړه‌لیک په عملي کېدو او په افغانستان واکمنو چارواکو سره د رغنده خبرو ملاتړ کړی دی.

د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان بېړنۍ غونډه د تېر کال په جنورۍ کې د سعودي عربستان په غوښتنه وشوه.

هغه مهال په غونډه کې په افغانستان کې بشري وضعیت، د طالبانو له‌خوا د نجونو او ښځو په‌زده‌کړو او کار بندیز په څېر مسایل د ګډون‌کوونکو له‌خوا څېړل شوي وو او د طالبانو دا پرېکړې یې د شریعت خلاف بللې وې.

خو طالبانو بیا دا مسایل د افغانستان کورني موضوعات بللي وو.

له دې غونډې وروسته، د اسلامي همکاریو سازمان پلاوي څو ځله افغانستان ته راغلل او له طالبانو یې په نجونو او ښځو د بندیزونو د لېرې کېدو غوښتنه وکړه، خو تر ننه یې دا غوښتنې نه‌‌دي منل شوي.

ترڅنګ یې د طالبانو مشر ملاهبت‌الله د اسلامي همکاریو سازمان له پلاوي سره لیدنه هم رد کړې وه.

د طالبانو مشر ملاهبت‌الله ته منسوب تصویر
د طالبانو مشر ملاهبت‌الله ته منسوب تصویر

د اسلامي همکاریو سازمان داسې مهال د افغانستان وضعیت ته د خپلو راتلونکو غونډو د اجنډا په سر کې ځای ورکوي چې پرون په دوحه کې د دې هېواد په اړه دوه ورځنۍ غونډه هم پای ته ورسېده.

خو یو شمېر افغانان بیا وايي، نور د خبرو پر ځای د عملي ګامونو پورته کېدو او یوې حل‌لارې ته د رسېدو په تمه دي.

د کندهار اوسېدونکې پروانه وایي: "دا غوښتنه ده چې د خویندو ښوونځي او پوهنتونونه خلاص شي څو دوی خپل زده‌کړو ته دوام ورکړي. دویم د شکنجې او په خلکو د ظلم او تېري مخنیوی په‌کار دی. ترڅنګ یې باید هغه کسان چې دا کارونه کوي، دوی مشخص شي او سزا ورکړل شي."

د اسلامي همکاریو سازمان په ۲۰۲۲ کې، پاکستان کې د افغانستان په اړه غونډه کړې وه
د اسلامي همکاریو سازمان په ۲۰۲۲ کې، پاکستان کې د افغانستان په اړه غونډه کړې وه

د افغانستان د معترضو ښځو د غورځنګ یوې غړې ازادي راډیو ته یو پیغام کې بیا د خپل نوم د نه ښودو په شرط ویلي: "له نړیوالې ټولنې زموږ غوښتنه دا ده چې د دېرش میلیونه وګړو په برخلیک معامله و نه کړي. د افغان ښځو مشروع غوښتنې او د هغوی اعتراضاتو دې ملاتړ وشي او د داخلي او نړیوالو مذاکراتو برخه دې وګرځي."

افغانستان داسې‌‌مهال د نړیوالو غونډو د اجنډا په سر کې دی چې د طالبانو اوسنی رژیم بیا تر ډېره په دې غونډو کې مطرح شوي مسایل کورني موضوعات بولي او ترڅنګ یې د وضعیت د بدلون لپاره د عملي ګامونو په نه پورته کولو هم تورن دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG