د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۶

سیاسي جریانونونه: د کړکېچ حل کې د طالبانو په رول یو اړخیز ټینګار خنډونه رامنځته کوي


ارشیف: په افغانستان کې د معترضو مېرمنو د یوې اعتراضیه غونډې انځور
ارشیف: په افغانستان کې د معترضو مېرمنو د یوې اعتراضیه غونډې انځور

د افغانستان په اړه د دوحې وروستۍ ناستې ته په غبرګون کې د طالبانو یو شمېر مخالف سیاسي جریانونه او د ښځو د حقونو سازمانونه وايي چې د افغانستان د کړکېچ په حل کې د طالبانو په رول یو اړخیز ټینګار به خنډونه رامنځته کړي.

د ملي مقاومت په نوم شورا، وحدت اسلامي ګوند، د ازادۍ جبهې او د افغان ښځو د یو شمېر اعتراضي خوځښتونو په ګډون دغو سیاسي جریانونو د پنجشنبې په ورځ په خپله دوهمه ګډه اعلامیه کې وویل چې د دوحې په غونډه کې داسې کومه نتیجه نه ده ترلاسه شوې چې له مخې یې د تېرې نیمې پېړۍ ناورین د حل لارو رېښو ته رسېدنه په کې وي.

د دغو سیاسي جریانونو په اعلامیه کې چې د دوحې غونډې ته نه دي بلل شوي، ویل شوي چې د افغانستان اساسي مسئله د خپلواکۍ د حق او د افغانستان د خلکو د بشري حقونو بیرته راګرځول دي چې له افغانستان څخه غصب شوي دي.

د دوی په وینا، دا ډله تروریستي ده او ترڅو چې دې مسئلې ته پام نه وي شوی، د وضعیت د بېرته ټینګولو لپاره هر ډول هڅې د افغانانو له زیان او نړیوالې ټولنې ته د زیاتو لګښتونو پرته بله ګټه نه لري.

په اعلامیه کې وړاندې راغلي چې د ناورین حل ټولو ښکېلو اړخونو سره په رغنده تعامل کې دی.

خو یو شمېر سیاسي خوځښتونه او د ښځو له حقونو څخه د دفاع بنسټونه چې وايي، د دغې ګډې اعلامیې غړي دي هم د دوحې ناستې پایلې ناکامې ګڼي.

فیضي وايي: د دوحې غونډه به هغه وخت بریالۍ وه چې د طالبانو په ګډون د جګړې ښکېلې خواوې د ازادۍ لپاره معتهده جبهه او د افغانستان د ازادۍ جبهه د یو بل پر وړاندې او د ځینو ډلو او سیاسي ګوندونو ځانګړو استازي هلته حضور درلود.

د افغانستان د ملي هدایت ګوند ویاند داوود فیضي ازادي راډیو ته وویل: "زه دا غونډه او پایلې یې د ملګرو ملتونو لپاره یوه لویه ناکامي ګڼم، دا به هغه وخت بریالۍ وه چې د طالبانو په ګډون د جګړې ښکېلې خواوې د ازادۍ لپاره معتهده جبهه او د افغانستان د ازادۍ جبهه د یو بل پر وړاندې او د ځینو ډلو او سیاسي ګوندونو ځانګړو استازي هلته حضور درلود چې یو ګټوره نتیجه ترلاسه شوې وه، هغه کسان چې بلنه ورکړل شوې وه، د افغانستان د خلکو تر منځ یې کوم ځانګړی ځای نه درلود چې د اوسنیو شرایطو لپاره اغېزمن تمام شوي وو او اساسي بدلونونه یې رامنځته کړي وو."

د شنبه هاى ارغواني غورځنګ مشرې مریم معروف آرین هم د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل: "په ځلونو د ملګرو ملتونو له خوا د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره د ځانګړي استازي ټاکل یوه ناکامه او ناسمه لاره وه، نو ټول مخالف ګوندونه او خوځښتونو، افغان ولس او افغان سیاستوالو لپاره اړینه ده چې د افغانستان هغوی چې ځپل ځان حکومت بولې یوې هوکړې ته ورسېږي. موږ باور لرو چې د دې حکومت بدیل، په افغانستان کې یو مشروع دیموکراتیک او غیر متمرکز حکومت دی."

ازادي راډیو وغوښتل څو د دغو سیاسي جریانونو د دوهمې اعلامیې په اړه د طالبانو د حکومت نظر هم واخلي، خو ویاند يې ذبیح الله مجاهد په دې اړه پوښتنو ته ځواب ورنه کړ.

خو تر دې وړاندې طالبانو تل ادعا کړې چې د دوی حکومت ټولشموله دی، د ټولو خلکو په ځانګړې توګه د ښځو حقونه په کې خوندي دي او د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي.

تر دې وړاندې دغو سیاسي جریانونو چې شمېر یې ۱۷ بنسټونو ته رسېږي په خپله لومړۍ اعلامیه کې د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انټونیو ګوټېرېش څخه غوښتي وو چې د دوحې په ناسته کې د افغانستان ټولو ښکېلو سیاسي اړخونو ته په برخې ورکولو سره د یوې هر اړخیزې ملي پروسې له لارې د افغانستان د اوسني حالت د بدلون او د ناورین د حل لپاره د یو قانوني حکومت جوړولو ته زمینه برابره کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش

د افغانستان په اړه د دوحې غونډه د فبرورۍ په ۱۸مه او ۱۹مه د ملګرو ملتونو په کوربه توب جوړه شوې وه چې د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړيو استازو، نړیوالو سازمانونو او بنسټونو په ګډون جوړه شوې وه، خو د طالبانو حکومت په کې له ګډون څخه ډډه وکړه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG