د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۳

دوجاریک: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د نوي استازي پر ټاکلو کار روان دی


د ملګرو ملتونو بیرغ
د ملګرو ملتونو بیرغ

ملګري ملتونه وايي، د افغانستان لپاره د دې سازمان د نوي ټاکل کېدونکي ځانګړي استازي د ټاکنې په اړه لا هم کار روان دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک پرون په نیویارک د یوې خبري غونډې پر مهال بې له دې چې په دې اړه ډېر جزییات ورکړي، د یوې خبریالې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو په برخه کې کوم پرمختګ شوی او که نه؛ وویل: "نه، دا بهیر لا روان دی. که په دې برخه کې لږ څه نوي د شریکېدو په اړه وي، هیله‌مند یم چې تاسې به یې شریک کړم."

د ملګرو ملتونو د سازمان ویاند سټیفن دوجاریک
د ملګرو ملتونو د سازمان ویاند سټیفن دوجاریک

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه، خو د دوی حکومت په ځلونو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي ځانګړي استازي له ټاکلو سره مخالفت کړی او ویلي یې دي، د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو او په دې هېواد کې د یوناما په شتون کې د بل استازي ټاکل کېدو ته اړتیا نه‌شته.

په فبروري میاشت کې په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په غونډه کې هم په دې اړه بحثونه وشول، چېرې چې د راپورونو پر بنسټ؛ ایران و چین په دې اړه خپله هوکړه د طالبانو پرېکړې پورې وتړله او په کابل کې د روسیې سفارت هم ورته خبره وکړه.

له هغې غونډې وروسته، په مارچ میاشت کې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د افغانستان لپاره د نوي استازي د ټاکل کېدو په اړه بحثونه هم بې‌پایلې و، خو د امنیت شورا نوې رییسې وروستیو کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په ټاکل کېدو ټینګار کړی دی.

د طالبانو حکومت سره د تعامل د څرنګوالي په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ۲۷۲۱ پرېکړه‌لیک چې د ۲۰۲۳ کال په ډسمبر کې د روسیې او چین د ممتنع رایو پرته په ۱۳ موافقو رایو تصویب شو، په کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکل کېدو وړاندیز شوی.

بل‌خوا د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان په دې ا‌ند دي چې په امنیت شورا کې له دې موضوع سره د چین او ورسیې مخالفت د دې لامل شوی چې تر اوسه دا استازی و نه ټاکل شي.

له دوی یو ویس ناصري ازادي راډیو ته وویل: "له بده مرغه روسیې و چین د ۲۷۲۱ پرېکړه‌لیک د عملي کېدو مخه نیولې او د دې لپاره چې د افغانستان لپاره یو ځانګړی استازی ټاکل کېږي، دوی یې د خپلو لاملونو او سیاسي علایقو پر بنسټ مخه نیولې. له همدې امله د اوس لپاره دا مسله ځنډېدلې او تر هغه چې په امنیت شورا کې یوه بشپړه اجماع نه‌وي، د ځانګړي استازي ټاکل کېدو موضوع د چین و روسیې د ویټو له رایې سره مخامخېږي چې نه شي عملي کېدای."

خو د سیاسي چارو بل شنونکی طارق فرهادی بیا وايي، شاید روسیه و چین هم له دې موضوع سره هوکړه وکړي، خو د ده له قوله؛ اړینه ده طالبان د افغانستان د ګټو په خاطر ځانګړی استازی ومني.

طارق فرهادي
طارق فرهادي

هغه وویل: "شاید طالبان له هغه څه سره چې ملګري ملتونه یې وړاندیز کوي موافق نه‌وي، خو دا چې د سرپرست حکومت په چوکۍ ناست دي، شاید خپلې خبرې ملګرو ملتونو ته وکړي، مګر د ځانګړي استازي نه منل په حقیقت کې د افغانستان د خلکو نه منل دي. د افغانستان ملت باید ملګرو ملتونو سره خپلې اړیکو ته دوام ورکړي."

له دې وړاندې د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهانو ویلي وو، دا چې د دې استازې دنده له سیاسي لوریو، مدني ټولنو، نجونو و ښځو او د سیمې و نړۍ هېوادونو او ملګرو ملتونو سره د افغانستان اړیکې همغږي کول دي، له همدې امله طالبان حاضر نه دي چې دا ځانګړی استازی ومني، ځکه د دوی له قوله؛ طالبان سیاسي مشارکت او د قدرت وېش ته چمتو نه‌دي.

طالبان داسې مهال چې ادعا کوي حکومت یې ټول ګډونه دی، خو په ټوله کابینه کې یې یوه ښځه نه‌شته او ترڅنګ په ټولو لوړو بستونو ګمارل شوي او د کابینې غړي د دوی د ډلې خپل کسان دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG