د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۷

کاناډا د طالبانو حکومت ته د افغانستان د سفارت سپارلو غوښتنه رد کړې


د کاناډا بیرغ
د کاناډا بیرغ

د کاناډا حکومت د طالبانو هغه غوښتنه رد کړې چې ګنې په دې هېواد کې د افغانستان سفارت دوی ته وسپاري.

د کاناډا حکومت هغه غوښتنه رد کړې چې طالبانو ترې د افغانستان په سفارت کې د خپلو یو استازي د ټاکلو په اړه کړې وه.

نېشنل پوسټ او اتاوا سټیزن رسنیو د دوشنبې په ورځ د کاناډا د نړیوالو چارو ویاند جیسون کونګ له قوله خبر ورکړی چې د جسټن ټروډو په مشرۍ د کاناډا حکومت په دې اړه ان د طالبانو هغه لیک ته ځواب هم نه‌دی ورکړی چې په ۲۰۲۲ کال کې یې تر لاسه کړی و.

دواړو رسنیو د کاناډا د یوه بل چارواکي مریلین ګوورمونت له قوله هم لیکلي چې د کاناډا حکومت طالبانو د افغانستان د قانوني دولت په توګه په رسمیت نه پېژني او هیڅکله به دا کار و نه کړي.

هغه زیاته کړې، کاناډا به هیڅ هغه استازی چې د طالبانو له‌خوا ګمارل کېږي ونه مني او ترڅنګ به یې طالبانو سره رسمي اړیکې هم جوړې نه‌کړي.

دې رسنیو په کاناډا کې د افغانستان په سفارت کې د یوه چارواکي له قوله چې نوم یې نه‌دی یاد شوی لیکلي، د ۲۰۲۱ کال له اګسټ وروسته دوی د طالبانو له حکومت سره هیڅ ډول اړیکې نه‌دي لرلي.

د سفارت دې چارواکي زیاته کړې، دوی له طالبانو مالي مرسته نه غوښتې او نه یې هم تر لاسه کړې ده او له همدې امله مجبور شوي چې د سفارت کارکوونکي را کم کړي.

د ویلو ده چې په کاناډا کې د افغانستان سفارت د جمهوري نظام پر مهال د ګمارل شویو ډیپلوماټانو له‌خوا اداره کېږي.

داسې مهال چې د طالبانو له بیا واکمنۍ نږدې دوه نیم کاله کېږي، خو د نړۍ هیڅ هېواد یې رژیم په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

د نړۍ نږدې ټولو هېوادونو په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو د حقونو رعایت، د ټول‌شموله حکومت جوړول او له ترهګرۍ سره بې‌توپیره مبارزه د طالبانو د رسمیت پېژندنې لپاره د شرایطو په توګه مطرح کړي دي.

خو د طالبانو حکومت بیا بر عکس وايي، د رسمیت پېژندنې لپاره یې ټول شرایط پوره کړي دي.

خو له دې ټولو سره سره، د ایران، پاکستان، روسیې، چین او یو شمېر نورو هېوادونو د طالبانو استازي د ډیپلوماټانو په توګه منلي دي، خو دا یې هم ویلي چې دا کار د دوی د اوسني رژیم د رسمیت پېژندنې په معنا نه‌دی.

بل‌خوا د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي، یو شمېر هېوادونو له طالبانو سره د خپلو ګټو او سلیقوي پرېکړو پر بنسټ د دوی استازي منلي، خو کاناډا چې دې ډول مسایلو ته اړتیا نه‌لري؛ په دې برخه کې نړیوال اصول عملي کوي.

اسحاقزی وايي: تر هغه چې طالبان نړیوال معیارونه ونه مني، روښانه ده چې سفارتونه نه ورکول کېږي.

د سیاسي چارو شنونکی عنایت‌الله اسحاقزی وايي: "یو شمېر هېوادونه د خپلو ګټو لپاره حاضر شوي، داسې مهال چې طالبان په رسمیت نه پېژني دوی سره یې په غیر مستقیم ډول ډیپلوماټیکې اړیکې جوړې کړي مګر تر هغه چې طالبان نړیوال معیارونه ونه مني، روښانه ده چې سفارتونه نه ورکول کېږي."

پخوانی ډیپلوماټ عزیز معارج بیا وايي، که طالبان غواړي له دې هېوادونو سره ډیپلوماټیکې اړیکې ولري باید د نړۍ غوښتنې ومني.

هغه وویل: "تر هغه چې طالبان په رسمیت ونه پېژني، امکان نه‌لري چې ورسره ډیپلوماټیکې اړیکې جوړې کړي او که طالبان غواړي چې اړیکې جوړې کړي، باید د نړیوالو شرایط ومني. هغه شرایط چې د افغانانو مشروع غوښتنې هم دي، لکه بشري حقوق باید مراعت کړي، د نجونو د زده‌کړو او کار مانع نه‌شي او همدا ډول یو معیاري حکومت جوړ کړي. هغه مهال بیا نړۍ کېدای شي داسې یو سیسټم جوړ کړي چې دوی ومني."

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه، خو وړاندې یې ویلي؛ دوی له ټولې نړۍ سره تعامل او ډیپلوماټیکې اړیکې غواړي.

خو تېره اوونۍ د دوحې په غونډه کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش وویل، نړیواله ټولنه په دې اند ده چې طالبانو د دوی د غوښتنو د عملي کېدو لپاره هیڅ ګام نه‌دی پورته کړی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG