د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۹

امنیت شورا په افغانستان کې د یوناما د فعالیت غځولو په اړه غونډه کوي


ارشیف
ارشیف

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر یا یوناما د فعاليت غځولو په اړه غونډه وکړي.

دا په‌داسې حال کې ده چې، په افغانستان کې د یوناما ماموریت پای ته رسېدو ته یوازې څلور ورځې پاتې دي او دغه ماموریت به د مارچ په ۱۷ پای ته ورسېږي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پنځلسو غړو د دې شورا د مارچ د شپږمې په غونډه کې د یوناما د ماموریت د غځولو ملاتړ کړی و.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ مشر نصیر احمد فایق هم له ځینو افغان رسنیو سره په خبرو کې د یوناما د ماموریت د غځولو ملاتړ کړی دی.

په‌همدې حال کې یو شمېر سیاسي کارپوهانو او پخواني ډیپلوماټانو له ازادي راډیو سره په خبرو کې وويل، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د یوناما فعالیتونه له محدودیتونو سره مخ دي، ځکه چې د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندل شوی او د همدې لپاره د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د پروګرامونو په وړاندې خنډونه جوړوي.

د دغو کارپوهانو په باور، له‌دې محدودیتونو سره سره د یوناما د ماموریت د غځولو امکان ډېر دی.

پخواني ډیپلومات او د سیاسي چارو کارپوه غوث جانباز ازادي راډیو ته وویل: "د دې دفتر هغه کومې اړيکې چې دي د طالبانو د حاکميت په دوام کې به په همدې ډول پاتې شي. له‌ بده‌مرغه په نږدې راتلونکي کې کوم ښه‌‌والی زه په‌کې نه‌وينم. څو چې طالبان خپل داخلي او نړيوال مشروعيت ترلاسه نه‌کړي، يوازې هغه وخت به يوناما دفتر خپل موثريت هم زيات کړي او هغه مهال به يوناما دفتر په ښه توګه د داسې چارو لکه د ښځو ازادي او د بشر د ازادي او حقوقو د څار ښه امکانات ولري."

په ناروې کې د پخواني جمهوري نظام سفیرې شکریه بارکزۍ د یوناما پر کار په نيوکې کولو سره وايي، په اوسنیو شرایطو کې چې ټاکل شوې د افغانستان بل ځانګړی استازی وټاکل شي، د یوناما د کار دوام به په ځانګړې توګه اغېزمن نه‌کړي.

په ناروې کې د پخواني جمهوري نظام سفیرې شکریه بارکزۍ
په ناروې کې د پخواني جمهوري نظام سفیرې شکریه بارکزۍ

هغې وویل: "يوناما هغه دفتر دی چې له بده‌مرغه اوسنيو شرايطو کې له طالبانو سره اړيکه لري او د هغوی تر سيوري لاندې خپل ماموريت مخته وړي، د هغوی له غوښتنو او کړنو سره سم دوی خپل ځانونه عياروي. سربېره پر دې دننه ملل متحد کې ځينې نور سازمانونه يې دي چې دوی هم د يوناما له کړنو څخه په ډېره کچه باندې خوشاله نه‌دي او د دوی ارزونې متفاوتي دي. زه فکر کوم چې د خپل سياسي قدرت لپاره يوناما يو واقعي انځور چې له افغانستانه يې بايد ورکړي، ور نه‌کړ."

د سیاسي چارو کارپوه محمد اسحق اتمر هم ادعا کوي چې په افغانستان کې د یوناما ماموریت سیاسي ارزښت نه‌لري او راپورونه یې د واکمن نظام تر اغېز لاندې دي.

د سیاسي چارو کارپوه محمد اسحق اتمر
د سیاسي چارو کارپوه محمد اسحق اتمر

اتمر وویل: "عموماً د يوناما ماموريت د بشري حقونو په منځته راويستلو سره په وېش کې او دغه راز د حکومتي بنسټونو او مدني ټولنو په تقويه کې د دوی ماموريت محدود دی. زه فکر کوم چې د يوناما ماموريت همېشه د واکمن رژيم تر تاثير لاندې دی او په ټولو راپورونو کې دا تر سترګو کېږي."

د یوناما د فعالیتونو په اړه دا نيوکې په‌داسې حال کې کېږي چې دغه سازمان وخت په وخت د طالبانو له‌خوا د بشري حقونو د سرغړونو په اړه راپورونه خپروي او تل یې د طالبانو حکومت د افغانانو د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو په نقضولو تورن کړی دی.

خو د طالبانو حکومت له‌دې مخکې ادعا کړې وه چې په افغانستان کې د یوناما فعالیتونه د امریکا له سیاستونو اغېزمن دي او دا ماموریت باید په خپلو پرېکړو کې خپلواک وي.

یوناما په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي ده چې، د ۲۰۰۱ کال د بن له کنفرانس وروسته او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۴۰۱ ګڼه پرېکړه‌لیک پر بنسټ د غړو د رايو له‌مخې د ۲۰۰۲ کال د مارچ په ۲۸ مه په فعالیت پیل وکړ چې فعاليت يې هر کال د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړو د رایو پر بنسټ غځول کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG