د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۷

پر غوښتنلیکونو یې بیا کتنه؛ برېتانیا ممکن ځینو مخکینیو افغان سرتېرو ته پناه ورکړي


یو شمېر پخواني افغان ځواکونه - ارشیف
یو شمېر پخواني افغان ځواکونه - ارشیف

ځینې بریټانیوي رسنیو راپور ورکړی چې تمه ده انګلستان د جمهوري نظام پر مهال د هغو سلګونو مخکنیو افغان سرتېرو د پناه اخیستنې غوښتنلیکونه له سره و ارزوي چې له دوی سره یې دنده‌ مخ‌ته وړې او احتمال شته چې له دوی یو شمېرو ته یې پناه ورکړي.

میل انلاین ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ یوه راپور کې لیکلي، د بریټانیا د حکومت له‌خوا د دې سرتېرو د پناه اخستو د غوښتن‌لیکونو د ارزیابۍ په کړنلارې د نیوکو له امله، تمه ده چې د دې ۴۰۰ سرتېرو غوښتن‌لیکونه له سره و ارزول شي.

په راپور کې زیاته شوې، دا ارزونه د اینډیپنډنټ، لایت هاوس ریپوټرز او سکای نیوز د راپورونو له خپرولو وروسته کېږي.

د دې رسنیو په راپورونو چې څلور میاشتې وړاندې خپاره شوي وو، مستنده شوې وه چې هغه افغان سرتېري چې اوږه په اوږه یې له بریټانیوي عسکرو سره کار کړی، وروسته تر دې چې انګلستان یې مرسته و نه کړه، څه ډول د طالبانو له‌خوا شکنجه او یا هم وژل شوي دي.

د برېتانیا بیرغ
د برېتانیا بیرغ

په راپور کې دا هم راغلي چې ۲۰۰ افغان سرتېري چې پاکستان ته تللي وو او بریټانیا و نه توانېده چې د دوی لپاره خوندي ژوند برابر کړي، د پاکستان له‌خوا بېرته افغانستان ته شړل شوي او اوس د طالبانو له ګواښ سره مخ دي.

راپور کې یادونه شوې چې واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسېدو وروسته لږ تر لږه د "ترپلیز" په نوم سرتېرو ۶ غړي د طالبانو له‌خوا وژل شوي دي.

خو د طالبانو حکومت بیا تل دا ډول راپورونه رد کړي دي.

د بریټانیا انډیپیډنټ ورځپاڼې هم راپور ورکړی چې ډېر شمېر هغه افغان سرتېري چې له افغانانو سره د بریټانیا مرستې او د دوی د بیا مېشتنېدنې پروګرام "ار اپ" ته یې غوښتن‌‌لیک سپارلی و، رد شوي او یا هم له یوه کال زیات کېږي چې خپل برخلیک معلومېدو ته په تمه دي.

په ورته وخت کې یو مخکنی افغان سرتېری چې له بریټانیوي عسکرو سره په افغانستان کې دنده مخ‌ته وړې او اوس په ایران ژوند کې کوي او نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې یاد شي وايي، د ده غوښتن‌لیک رد شوی و او اوس یې په اړه نوي معلومات نه‌لري.

هغه زیاتوي:

"له بده مرغه باید ووایم چې د دوو کلونو په تېرېدو سره یې د دې او هغې په بهانې کولو سره له موږ ډېرې پوښتنې وکړې. هرې پوښتنې یې هم یو میاشت او دوه میاشت وخت ونیوه، څو بله پوښتنه وکړي. لنډه دا چې موده وړاندې مې د بریټانیا د حکومت له‌خوا ایمیل تر لاسه کړی چې موږ نه‌شو کولای، څو تاسې انتقال کړو. "

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره یو زیات شمېر افغان دفاعي او امنیتي ځواکونه ګاونډیو هېوادونو ته په تګ اړ شوي چې هلته بې برخلیکه او ګڼو ستونزو سره مخ ګڼل کیږي
د طالبانو له بیا واکمنیدو سره یو زیات شمېر افغان دفاعي او امنیتي ځواکونه ګاونډیو هېوادونو ته په تګ اړ شوي چې هلته بې برخلیکه او ګڼو ستونزو سره مخ ګڼل کیږي

بل‌خوا د افغانستان د ځانګړو ځواکونو پخوانی قوماندان جنرال فرید احمدي وايي، ټول مخکني افغان ځواکونه په ځانګړي ډول هغوی چې له بهرنیو سرتېرو سره کار کړی، له خطر سره مخ دي او باید جدي پام ورته وشي.

احمدي ازادي راډیو ته وویل:

"تېرو دوو کلونو کې سلګونه مخکني افغان سرتېري شکنجه شوي، تر څار لاندې دي او یا هم وژل شوي دي او یا د طالبانو په زندان کې دي. په ځانګړي ډول ځانګړي ځواکونه چې شمېر یې ۳۸ زرو ته رسېده او نېغ په نېغه یې له بریټانیي او امریکايي عسکرو سره عملیات کول. دوی او کورنۍ یې تر څار لاندې دي."

که څه هم طالبانو واک ته له رسېدو وروسته عمومي بښنه اعلان کړه، خو بېلابېلو بنسټونو په ځانګړي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت شپږ میاشتې وړاندې اعلان وکړ چې د مخکنیو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او د مخکني حکومت د کارکوونکو په اړه یې د بشري حقونو د نقض له ۸۰۰ زیاتې قضیې ثبت کړي چې په دوی ۲۱۸ د غیر قانوني وژنو دي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا د یوناما دا راپور رد کړی او ویلي یې و، دوی د خپل مشر فرمان عملي کېدو ته ژمن دي.

خو له دې وړاندې د مخکني افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو کورنیو ازادي راډ‌یو سره خبرو کې ویلي، د کورنۍ غړي یې د طالبانو له‌خوا وژل شوي، زنداني شوي او یا هم ورسره تاوتریخوالی شوی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG