د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۷

روزا اوتونبایوا: د افغانستان د بشري حقونو او ښځو وضعیت د اندېښنې وړ دی


روزا اوتونبایوا نماینده ویژه سرمنشی سازمان ملل متحد برای افغانستان
روزا اوتونبایوا نماینده ویژه سرمنشی سازمان ملل متحد برای افغانستان

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونباییوا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته وویل چې په افغانستان کې بشري وضعیت، د بشري حقونو؛ په تېره د ښځو او نجونو وضعیت د اندېښنې وړ دی او ښځې په ټولنه کې څنګ ته شوې دي.

نوموړې زیاته کړه:

" یوناما د مدني، فرهنګي، اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو حقونو په شمول چې ترې سرغړونې شوي، د افغانستان د وګړو د بشري حقونو د ملاتړلپاره پراخه څارنه کوي. دوی د ښځو او نجونو په وړاندې پالیسۍ او ځپونکي اقدامات، په عام محضرکې د اعدام د سزا په شمول تاوتریخوالی، د یوه ټولشموله حکومت نشتوالی او د لږکیو څنډې ته کول مستند کوي."

مېرمن اوتونبایوا همدارنګه وویل، د افغانستان امنیتي وضعیت ښه شوی خو زیاته یې کړه چې امنیت د دې هېواد د نفوس د نیمایي برخې د لوړې بیې په پرېکولو سره لاس ته راغلی دی.

هغې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د یوه ځانګړي استازي د ګومارني هم ملاتړ وکړ او ویې ویل چې د یوه استازي له لورې ارزونې کولای شي د افغانستان حقایق منعکس کړي.

نصیر احمد فایق سرپرست نمایندگی دایمی افغانستان در سازمان ملل متحد
نصیر احمد فایق سرپرست نمایندگی دایمی افغانستان در سازمان ملل متحد

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په بېګانۍ غونډه کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي چې چوکۍ یې تراوسه د پخواني جمهوري نظام له چارواکي، نصیراحمد فایق سره ده، هم د افغانستان لپاره د یوه ځانګړي استازي ټاکل مهم وبلل اوزیاته یې کړه.

" دغه استازی به د یوې پیاوړې اجماع له لارې له افغانستان سره د یوې اغېزمنې نړیوالې ښکېلتیا په رامنځته کېدو کې مهم رول ولوبوي او د ټولو اړونده ښکېلو لورو په ملاتړ به د بین الافغاني ډیالوګ پیلیدو ته زمینه برابره کړي ترڅو د یوه با ثباته، سوکاله او ټول شموله افغانستان هدف ته رسیدل خوندي او یقیني شي."

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ټولو، پنځو دایمي او لسو موقتي غړیو په افغانستان کې د یوناما د ماموریت د دوام ملاتړ وکړ، خو د دې شورا یو شمېر غړیو دې هېواد ته د ملګرو ملتونو د یوه ځانګړې استازي د ټاکلو په اړه ځینې ملاحظات درلودل.

د امنیت شورا ټولو غړیوپه افغانستان کې د نجونو او ښځو د زده کړې، کار او د نورو ټولنیزو فعالیتو د حق ملاتړ وکړ او له طالبانو یې وغوښتل چې پر دوې لګول شوي محدودیتونه لېرې کړي.

د طالبانو د حکومت چارواکو تراوسه د امنیت شورا د تېرې ورځې د غونډې او د ګډونوالو د څرګندونو په اړه یې غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې مخکې یې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د یوه ځانګړي استازي له ګومارلو سره په کلکه مخالفت څرګند کړی او ویلي یې دي چې د یوناما په موجودیت کې د دغسې یوه ځانګړي استازي ګومارنې ته اړتیا نشته او که وټاکل شي نو دوی به ورسره هیڅ ډول همکاري ونه کړي.

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ څه باندې دوه کاله تېریږي، خو د نړۍ هیڅ یوه هېواد یې تراوسه سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د سیمې یو شمېر هېوادونو کابل ته ډیپلوماتان استولي او هم یې د طالبانو استازي منلي دي.

نړیوالو تل له طالبانو سره د تعامل د پراخیدو لپاره د بشري حقونو؛ په تېره بیا د ښځو او نجونو د حقونو پر درناوي او د یوه ټول شموله حکومت په رامنځته کولو ټینګار کړی، خو طالبانو چې دغو غوښتنو ته یې پام نه دی کړی استدلال کوي چې د شریعت په چوکاټ کې یې د ښځو ټول حقونه خوندي کړي او حکومت یې هم ټول شموله دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG