د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۷

طالبانو ته اشاره؛ د ملګرو ملتونو کارپوهان:جنسیتي اپارتاید دې د بشريت ضد جنایت وپېژندل شي


د طالبانو لخوا د ښځو بندیانولو ته منسوب یو تصویر، خو طالبانو رد کړی
د طالبانو لخوا د ښځو بندیانولو ته منسوب یو تصویر، خو طالبانو رد کړی

د ملګرو ملتونو کارپوهانو یوې ډلې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له‌خوا د نجونو او ښځو پر ضد د دوی کړنې ظالمانه بللي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتنه کړې چې د "جنسیت پر بنسټ تبعیض یا اپارتاید" دې د بشريت ضد جنایت وپېژندل شي.

دې پنځو کارپوهانو په یوه ګډه اعلامیه کې چې پرون د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا خپره کړې لیکلي، د طالبانو حکومت په نړیوالو حقوقو کې د جنسیتي اپارتاید پېژندنه اړینه کړې، ځکه د دوی له قوله؛ دا وضعیت به نړیوالې ټولنې ته لار هواره کړي چې د افغان نجونو او ښځو پر حقونو د طالبانو حملې لا ښې وپېژني او ورته رسېدنه وکړي.

په دې اعلامیه د ملګرو ملتونو د کارپوهانو له قوله خبرداری ورکړل شوی چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر ضد د طالبانو فرمانونو، سیاست او کړنو د "تبعیض، ظلم او تسلط " په شکل اداري بڼه غوره کړې چې د جنسیتي اپارتاید سره معادل عمل دی.

د نجونو او ښځو خلاف د طالبانو کړنې او بندیزونه په پرله پسې ډول له مخالفتونو سره مخ شوي دي
د نجونو او ښځو خلاف د طالبانو کړنې او بندیزونه په پرله پسې ډول له مخالفتونو سره مخ شوي دي

د طالبانو حکومت تر اوسه د ملګرو ملتونو د کارپوهانو د دې څرګندونو په اړه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو له دې وړاندې یې په افغان نجونو او ښځو له محدودیتونو او بندیزونو لګولو سره سره ادعا کړې چې په افغانستان کې د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي.

د ملګرو ملتونو کارپوهان بیا وايي:

"د دولتونو قوانین، پالېسۍ او عمل چې ښځې د سختې نابرابرۍ او د جبر شرایطو سره مخ کوي؛ د جنسیتي اپارتایډ نظام اصلي بڼه ښیي."

د ملګرو ملتونو کارپوهانو دا هم لیکلي چې: "جنیستي اپارتایډ یوازې یو نظریاتي امکان یا قانوني جوړښت نه‌دی، بلکې په ټوله نړۍ کې د میلیونونه نجونو او ښځو لپاره یو حقیقي ګواښ او ژوندی حقیقت دی، یو داسې حقیقت چې اوس مهال په نړیوال قانون کې په څرګنده توګه نه‌دی تایید شوی."

د ملګرو ملتونو په اعلامیه کې دا هم لیکل شوي چې دا پېژندنه لا له ډېر وخت راهیسې د ځنډ ښکار ده.

په ورته وخت کې یو شمېر افغان نجونې او ښځې هم پر دوی د لګېدلو بندیزونو او محدویتونو له امله په افغانستان کې د جنسیتي اپارتاید د رسمیت پېژندنې غوښتونکي دي.

د کابل یوه اوسېدونکي چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته وویل:

"ښځې تر فشار لاندې دي، ښوونځي ته او پارک ته نه شي تللای، د تحصیل اجازه نه‌لري، که له کوره هم بهر وځي په بېلابېلو نومونو نیول کېږي یا هم ځورول کېږي چې ته حجاب نه‌لري. هغوی چې نیول شوي هم حجاب یې مراعت کړی و. هیله لرم چې جنسیتي اپارتاید په افغانستان په رسمیت وپېژندل شي. "

دا ښځینه فعاله منیژه صدیقي اوس هم د طالبانو په زندان کې ده
دا ښځینه فعاله منیژه صدیقي اوس هم د طالبانو په زندان کې ده

د کابل یوې بلې اوسېدونکې هم د خپل نوم نه‌ښودو په شرط ازادي راډیو ته وویل، په افغانستان کې له نجونو او ښځو سره ښکاره جنسیتي تبعیض روان دی او نور باید دا حالت پای ومومي.

" له دې زیات دې ناورین نه رامنځ‌ته کوي، له دې زیات دې د ښځو پر وړاندې د تبعیض بیرغ نه پورته کوي، له دې زیات دې د ښځو له ژوند سره لوبې نه کوي او له دې خپل‌سرو کړنو دې لاس واخلي. "

واک ته د طالبانو د بیا ځلي رسېدو وروسته، دوی د نجونو او ښځو په زده‌کړو و تحصیل، کار، ټولنیز او سیاسي مشارکت پراخ بندیزونه او محدودیتونه لګولي چې په نړیواله کچه یې هم پراخ غبرګونونه راپورته کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG