د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

بینېټ: طالبان دې په یوه او بل نامه د ښځو او نجونو د نیولو لړۍ ودروي


د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور کوونکی ریچارډ بینېټ
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور کوونکی ریچارډ بینېټ

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ له طالبانو غوښتنه وکړه چې په یوه او بل نامه د ښځو او نجونو د نیولو لړۍ ودروي.

هغه وايي، له هغو کسانو سره دې حساب کتاب وشي چې په یوه او بل نامه د ښځو او نجونو په خپلسرو نیونو کې لاس لري.

بینېټ تېره شپه د ایکس شبکې یا پخواني ټویټر په یوه بحث کې د څرګندونو پر مهال له طالبانو وغوښتل چې د 'بدحجابۍ' او اعتراض په نوم د ښځو او نجونو د نیولو لړۍ ودروي.

نوموړي زیاته کړه: "موږ له طالبانو غواړو چې ټولې خپلسري نیونې کمې کړي چې له مخې یې د جامو د سخت کوډ یا بدحجابۍ له کبله نجونې او ښځې په نښه کېږي او طالبان دې د ښځو پر وړاندې د تبعیض له منځه وړلو کنوانسیون په ګډون د افغانستان د بشري حقونو نړیوال مکلفیتونه رعایت کړي. موږ ته معلومه شوې چې 'د کابل' په دشت برچي کې د ښځو د خپلسرو نیونو د عملیاتو پیلېدلو تر ډېره هلته ځايي هزاره وګړي اغېزمن کړي، خو دغه عملیات د کابل نورو سیمو او نورو ولایتونو ته هم وغځول شول."

ارشیف: په کابل کې له معترضو ښځو سره د طالب وسله والو د چلند یو انځور
ارشیف: په کابل کې له معترضو ښځو سره د طالب وسله والو د چلند یو انځور

د بینېټ په وینا، د جنورۍ میاشتې له لومړیو د معترضو او هغو ښځو خپلسري نیول زیات شوي چې اصلاً یې په اعتراضونو کې برخه نه درلوده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په لومړیو کې تایید کړې وه چې ځینې ښځې بدحجابۍ ته د خلکو د هڅونې په تور نیول شوي چې له توصیو وروسته خوشې شوې دي.

مجاهد تېره اوونۍ بیا رسنیو ته وویل چې تر اوسه هېڅ کومه ښځه د بدحجابۍ په تور له دوی سره توقیف نه ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد

څو نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې پر ښځو او نجونو د طالبانو دغه تازه فشارونه په نورو ولایتونو لکه بامیان، بغلان، بلخ، دایکندي او کندوز کې هم پراخ شوي دي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي په پروني بحث کې وویل چې د فبرورۍ میاشتې پر ۲۹مه به پر افغانستان بل راپور خپور شي چې په ټوله کې به په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ارزول شوی وي چې د نجونو او ښځو اوسنی وضعیت به هم په کې څېړل شوی وي.

بینېټ له طالبانو غوښتنه وکړه چې د بشري حقونو هغه کنوانسیون ته درناوی وکړي چې افغانستان هم لاسلیک کړی دی.

د ملګرو ملتونو په وینا، افغانستان په ۱۹۴۶م کې د ملګرو ملتونو غړیتوب ترلاسه او د ملګرو ملتونو د منشور په لاسلیکولو سره یې بشري حقونو ته درناوی او له جنسیت، ژبې، مذهب او توپیر پرته یې ټولو ته د اساسي ازادیو د ودې په برخه کې رامنځته شوي اصول ومنل.

افغانستان د بشري حقونو په برخه کې له نهو اساسي تړونونو ۷ هغه لاسلیک کړي چې د ښځو په وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون هم په کې شامل دی.

افغانستان په ۱۹۸۹ میلادي کې د اګست پر ۱۴مه د هر ډول نژادي تبعیض د منع کولو کنوانسیون لاسلیک کړی او د ۲۰۰۳ کال په مارچ میاشت کې له دغه کنوانسیون سره رسماً يوځای شوی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG