د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۱

لاس انجلس ټایمز: اوبو له لسیزو د افغانستان او ایران تر منځ مخالفتونه پيدا کړي


ځینې نړیوالې ورځپاڼې
ځینې نړیوالې ورځپاڼې
  • بزنس انسایډر

بزنس انسایډر خپرونې لیکلي چې د طالبانو ډلې په افغانستان کې یو امریکایی یرغمل نیولی دی.

د راپورونو په اساس یرغمل شوی ۵۷ کلن مارک فریرکس دی چې د امریکا د حکومت یو قراردادي و.

د بزنس انسایډر په مقاله کې راغلي که څه هم د دې یرغمل نیونې مسوولیت هیڅ کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی، یوه امریکايي مقام نیوزویک ته ویلي چې حقاني شبکې دا کس نیولی.

د خپرونې په لیکنه امریکايي پوځیان هڅه کوي چې دا امریکایی وګړی چې د جنوري له دېرشمې یرغمل نیول شوی خوشې کړي.

ویل کیږي چې مارک فریرکس په خوست ولایت کې د افغانستان او پاکستان پولې ته نږدې د اورپکو لاس ته لویدلی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند چې نوم یې نه دی اخیستل شوی بزنس انسایډر ته ویلي چې په بهر کې د امریکایي اتباعو ژوند د دغه وزارت لپاره ډېر زیات مهمه دی.

بزنس انسایډر په دې مقاله کې د طالبانو د دریو مشرانو د خوشې کېدو په بدل کې د امریکايي کوین کینګ او د استرالیایي تیموتي ویکس تبادلې ته هم اشاره کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپيو هغه وخت ویلي و چې هېواد یې د بیګناه خلکو یرغمل نیونه غندي.

پمپيو د بندیانو له تبادلې هرکلی کړی و.

  • لاس انجلس ټایمز

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې په دې موضوع یوه مقاله لیکلې چې اوبو له څو لسیزو د افغانستان او ایران تر منځ مخالفتونه پيدا کړي.

د ورځپاڼې په لیکنه په داسې حال کې چې افغانستان د کمال خان د بند د بشپړولو لپاره هڅه کوي د اوبو پر سر مخالفت لا پسې زیاتېږي.

ورځپاڼه لیکي تمه ده چې د کمال خان د بند له لارې په نیمروز ولایت کې یو لک او پنځه اویا زره هکتاره ځمکه خړوبه او اته میګاواټه برېښنا برابره شي.

لاس انجلس ټایمز لیکلي ایران په هغو سیندونو چې له افغانستانه ورځي څه باندې دېرش بندونه جوړ کړي.

د ورځپاڼې په لیکنه افغان چارواکو تور پورې کړی چې ایران هڅه کوي په یو ډول ځینو خلکو ته رشوت ورکړي څو د کمال خان د برېښنا بند پروژه وځنډېږي.

لاس انجلس ټایمز لیکي په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د طالبانو یوه قومندان ادعا وکړه چې ایران ورته څه باندې پنځوس زره ډالره منلي و که دا بند په بمونو والوزوي.

د نیمروز والي سیدولي سلطان په حواله په لاس انجلس ټایمز کې راغلي چې ایران په دغه ولایت کې زیات استخباراتي فعالیتونه کوي او ایراني چارواکي د کمال خان د بند په اړه اندېښمن دي.

XS
SM
MD
LG