د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۵

افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډه؛ د بشري حقونو څار بنسټ یې پر څرنګوالي نیوکه وکړه


د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په مشرۍ د دې سازمان د یوې غوندې انځور
د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په مشرۍ د دې سازمان د یوې غوندې انځور

د بشري حقونو د څار سازمان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې پر څرنګوالي چې نن به د تړلو دروازو تر شا ترسره شي، نیوکه کړې ده.

په‌داسې حال کې چې د امريکا په وخت د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه د تړلو دروازو ترشا ځانګړې غونډه کوي، د بشري حقونو د څار اداره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر غړو هېوادونو نیوکه کوي او وايي چې باید د افغانستان په اړه د تړلو دروازو تر شا د غونډو جوړول ودروي.

د ياد سازمان د ښځو د څانګې مرستیالې هیدر بار ازادي راډیو ته وویل، افغانان په ځانګړې توګه ښځې او نجونې چې د طالبانو له بندیزونو او محدوديتونو سره مخامخ دي، حق لري ترڅو پوه شي چې په‌دې اړه څه بحث او پرېکړه کېږي.

هغې وويل، دوى د افغانستان په اړه د تړلو دروازو تر شاه د بېلابېلو ناستو شاهدان دي او په دوحه کې په تېره غونډه کې د مدني ټولنې لږ شمېر استازو شتون درلود او د ښځو پر مسايلو هم تمرکز نه و شوی.

خو د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش د دوحې د غونډې په پای کې اعلان وکړ چې د دې غونډې د ګډونوالو له‌خوا یو له مهمو مسئلو څخه چې توافق پرې وشو، په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو ټينګښت و.

هیدر بار د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۳۲۵ پرېکړه‌لیک ته په اشارې سره چې په‌کې د سولې او امنیت په تړاو غونډو کې د ښځو او نجونو پر حضور ټینګار شوی، وايي چې د دغه پرېکړه‌لیک له‌مخې افغان مېرمنې او نجونې حق لري چې په دا ډول غونډو کې برخه واخلي او یا يې له مسايلو خبرې شي.

د بشري حقونو د څار بنسټ د ښځو د څانګې مرستیاله هیدر بار
د بشري حقونو د څار بنسټ د ښځو د څانګې مرستیاله هیدر بار

هغې زیاته کړه: "دا ډېره مهمه ده چې د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان په اړه بحث وشي، دې ته په پام سره چې اوس‌مهال افغانستان هېر شوی دی. خو د تړلو دروازو تر شا د هغې ترسره کول د منلو وړ نه‌دي، په داسې حال کې چې دا د افغان نجونو او ښځو حق دی چې د دې غونډې په اړه چې د دوی د راتلونکي په اړه ده پوه شي، یا د هغې برخه وي مګر دا تل په پام کې نه نیول کېږي."

دا غونډه په‌داسې حال کې جوړېږي چې د بشري حقونو یو شمېر فعالان په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو وضعیت اندېښمن کړي دي.

د دوی له ډلې نجیبې سنجر ازادي راډيو ته وویل: "له بده‌مرغه په افغانستان کې بشري حقونه په ډېر وحشتناک ډول تر پښو لاندې کېږي، طالبانو په سیستماتیک ډول افغانان، نجونې او ښځې له هر ډول ازادۍ بې‌برخې کړي دي."

نصيبه، چې له زده‌کړو د بې‌برخې شويو نجونو له ډلې ده، ازادي راډيو ته يې وويل، د افغانستان د مسايلو په تړاو له غونډو څخه د دوی هيله دا ده چې په افغانستان او په ځانګړې توګه د ښځو لپاره وضعيت بدل شي.

هغه وايي: "موږ ډېر ناهيلي يو، د نړۍ او هغو کسانو له‌خوا چې باید زموږ ملاتړ وکړي، خو نه يي کوي، تر اوسه کومې غونډې چې ترسره شوې، زموږ په ګټه یې څه نه‌دي کړي او موږ هیڅ غبرګون نه‌دی ليدلی، فقط غواړم ترڅو لږه زمينه برابره شي، ترڅو نړۍ په‌دې اړه خبرې وکړي چې څنګه موږ بېرته خپلو زده‌کړو او تحصيل ته راستنې شو."

د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې به د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټېرېش د افغانستان د وضعیت او د افغانستان په اړه د دوحې د غونډې د وړاندیزونو په اړه چې تېره اوونۍ د د بېلابېلو هېوادونو د افغانستان په اړه د سيمې د سازمانونو د ځانګړو استازو په شتون کې جوړه شوې وه، راپور وړاندې کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG