د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۴

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه د تړلو دروازو تر شا غونډه لري


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډو تالار
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډو تالار

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د تړلو دروازو تر شا د افغانستان په اړه یوه ځانګړې غونډه دایروي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند فرحان حق تېر ماښام ازادي راډيو ته په یوه استولي پیغام کې د نن ورځې غونډه مهمه وبلله او ویې ویل:

"د امنیت شورا لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو په ګډون په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کار ملاتړ خورا مهم دی."

تمه ده چې په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو او په دوحه کې د تېرې اوونۍ د غونډې په اړه خپل راپور او وړاندیزونه وړاندې کړي.

طالبانو تر دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له ټاکلو سره مخالفت ښودلی او ویلي یې دي چې دا مهال د دغه ډول اقدام اړتیا نشته.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د فبروري په ۱۸ او ۱۹ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي پر ټاکل کېدو بحثونه وشول، خو د ځینو مخالفتونو سره مخ شول.

د روانې فبرورۍ میاشتې په اتلسمه او نولسمه د قطر په پلازمېنې دوحه کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېریش د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه و
د روانې فبرورۍ میاشتې په اتلسمه او نولسمه د قطر په پلازمېنې دوحه کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېریش د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه و

د دوحې د غونډې په پای کې انتونیو ګوتېریش ویلي وو چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی به نه یواځې د همغږي رول مخته وړي؛ بلکې له طالب واکمنو سره به له نږدې د ټولې نړۍ په استازولۍ بحثونه کوي.

د راپورونو له مخې چین، روسیه او ایران د هغو هېوادونو له ډلې وو چې د دغه استازي له ټاکلو سره یې موافقه نه ده کړې.

فریدون سینیرلي اغلو تر دې مخکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي په توګه کار کړی دی. نوموړي د افغانستان د وضعیت په څارنې سره خپل وړاندیزونه د ملګرو ملتونو له امنیت شورا سره شریک کړل.

له څه باندې دوه نیمو کلونو وروسته هېڅ هېواد د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو ځینې هېوادونه د افغانستان له اوسنیو واکمنانو سره اړیکې لري. په دې کچه چې دوی خپل ډیپلوماتان کابل ته ولېږل او د طالبانو استازي یې ومنل.

د امريکا، برېتانيا، اروپايي ټولنې او يو شمېر نورو هېوادونو په ګډون لوېديځ هېوادونه له طالبانو څخه ځانګړې غوښتنې لري چې ښځو او نجونو ته د کار، زده کړې او ټولنيزو فعاليتونو د حق په ګډون بشري حقونه ورکړي، له ترهګرۍ سره مبارزه او د ټول شموله حکومت شرایط ومني.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي ځانګړي استازي ګمارل د امنیت شورا د نننۍ غونډې اصلي هدف دی، خو طالبانو یې مخکې هم مخالفت کړی و
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي ځانګړي استازي ګمارل د امنیت شورا د نننۍ غونډې اصلي هدف دی، خو طالبانو یې مخکې هم مخالفت کړی و

طالبان وايي، ښځو او نجونو ته يې د شريعت پر اساس حقوق ورکړي، له ترهګرۍ سره مبارزه کوي او حکومت يې ټول شموله دی.

خو د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه کارپوهان په دې باور دي چې دا استازی به د طالبانو د سرغړونو په اړه راپورونه جوړوي نو ځکه طالبان د نوموړي له ټاکل کېدو سره موافق نه دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG