د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۱

​​​​​​​د طالبانو پر ضد د 'جنسیتي اپارټایډ' تر سرلیک لاندې د دوسیې پرانیستلو هرکلی وشو


ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو پر وړاندې د طالب وسله والو د چلند یو انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو پر وړاندې د طالب وسله والو د چلند یو انځور

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ راپور د دوی پر وړاندې تبلیغاتي بللی، د معترضو مېرمنو یو شمېر خوځښتونو دا راپور ستایلی دی.

د افغانستان د مقتدرو ښځو او شنبه های ارغواني خوځښتونو د اعلاميو په خپرولو د طالبانو پر ضد په نړیوالې محکمې کې 'په افغانستان کې جنسیتي اپارټایډ' تر سرلیک لاندې د دوسیې پرانیستلو په اړه د بینېټ د غوښتنې هرکلی کړی دی.

ریچارډ بینېټ په افغانستان کې د بشري حقونو د روان وضعیت په اړه د ياد سازمان د شورا په ٥٥مه غونډه کې د خپل راپور په وړاندې کولو سره وویل چې د طالبانو پر ضد باید د جرمونو په نړیواله محکمه کې دوسیه جوړه شي.

د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ
د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ

د شنبه های ارغواني خوځښت نن د شنبې په ورځ د دې اعلامیې په خپرولو ویلي چې د بینېټ راپور د افغانستان د واقعیتونو بیانونکی دی.

آروین وايي: نړیواله ټولنه، ملګري ملتونه او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دې په رښتینې ډول د افغان مېرمنو تر څنګ ودرېږي.

د ياد خوځښت مسوولې مریم معروف آروین ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "هیله لرو دغه موارد چې ښاغلي بینېټ مطرح کړي، يواځې غوښتنه پاتې نه شي. نړیواله ټولنه، ملګري ملتونه او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دې په رښتینې ډول د افغان مېرمنو تر څنګ ودرېږي او مرسته وکړي چې طالبان د بشریت ضد جنایتونو په ځانګړي توګه د افغان مېرمنو پر وړاندې د جنسیتي اپارټایډ له امله له قانوني لارې محکمې ته راوړل شي."

هممهاله د افغانستان د مقتدرو ښځو خوځښت هم د جمعې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي، د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي دا غوښتنه د "افغان ولس او په ځانګړې توګه د معترضو مېرمنو د مقاومت، قربانیو او سرښندنو پایله ده."

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د یادو خوځښتونو د څرګندونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

خو نوموړي تېره ورځ د بینېټ د راپور په غبرګون ادعا کړې وه چې د پخوا پرتله ټول افغانان، ښځې او نارینه فزیکي، مالي او روحي مصوونیت لري، څوک د چا په حق تجاوز نه‌شي کولای، هر وګړی د خپل شرعي حق خاوند دی او په امن کې ژوند کوي.

نوموړی دا راپور بیا هم د طالبانو د حکومت پر وړاندې د پروپاګند هڅه بللې وه.

په ورته وخت کې یو شمېر معترضو مېرمنو د مارچ اتمې د ښځو نړیوالې ورځې په درشل کې د معترضې مېرمنې منیژې صدیقي د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

د عدالت او ازادۍ لپاره د افغانستان د ښځو خوځښت مسوولې شمایل توانا ازادي راډيو سره په خبرو کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د منیژې صدیقي د خوشې کېدو لپاره دې هڅې وکړي.

توانا وویل: "د بشري حقونو بنسټونه، د نړۍ مېرمنې او هغه هېوادونه چې بشري حقونو ته ارزښت ورکوي، د ښځو نړیوالې ورځې په پام کې نیولو سره، د افغانستان مېرمنو ته دې توجه وکړي او د دې مېرمنو په ځانګړې توګه د منیژې صدیقي خوشې کېدو لپاره دې هڅه وکړي."

د افغانستان د خودجوشه خوځښت غړې منیژه صدیقي د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر په ۹مه د طالبانو لخوا ونیول شوه او د یاد خوځښت د معلوماتو له مخې په یونیم کال بند محکومه شوې ده.

که څه هم د منیژې صدیقي کورنۍ او د یاد خوځښت مسوولانو ازادي راډيو سره په خبرو کې ونه ویل چې مېرمن صدیقي په کوم جرم په بند محکومه شوې، خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد څه موده وړاندې طلوع‌نیوز خصوصي رسنۍ سره د خبرو پر مهال ویلي وو چې منیژه صدیقي او د زده کړو د برخې دوه نارینه فعالان، د اسنادو او شواهدو پر بنسټ د غیرشرعي او قانوني کړنو په تور نیول شوي دي.

هغه ادعا چې د منیژې صدیقي معترضو همکارانو رد کړې او ویلي یې دي هغه یواځې د خپل حق لپاره د مبارزې په تور نیول شوې.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG