د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۰

طالبانو په کابل کې د 'کاج' کتابتون تړلی


د کاج کتابتون چې د طالبانو په کنټرول کې د ښاروالۍ له لوري تړل شوی دی.
د کاج کتابتون چې د طالبانو په کنټرول کې د ښاروالۍ له لوري تړل شوی دی.

د طالبانو حکومت د کابل په لوېدیځ کې د کاج کتابتون تړلی دی.

په ټولنيزو شبکو کې د دغه کتابتون د مهر او لاک تصویرونه دا ښيي چې دغه کتابتون د روان کال د مرغومي میاشتې په ٢٦مه د کابل ښاروالۍ له مقرراتو څخه د سرغړونې له امله تړل شوى دی.

کاج کتابتون د کابل ښار په لوېدیځ کې د کاج پر ښوونیز مرکز د ځانمرګي برید د قربانیانو په یاد او د مطالعې فرهنګ د ودې په موخه جوړ شوى و.

د دغه کتابتون یوه غړي د ده د نه پېژندنې په شرط ازادي راډيو ته وویل چې د ياد کتابتون چارې تر دې وړاندې هم څو ځلې د طالبانو حکومت د استخباراتو او امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارو له خوا له خنډونو سره مخ شوې وې.

په همدې حال کې د کاج ښوونیز مرکز زده کوونکو او د دې کتابتون غړو، شکریې او زینب د طالبانو حکومت له خوا د دغه کتابتون د تړلو په غبرګون کې ازادي راډيو ته خپل نظرونه شریک کړي دي.

شکریې وویل: "ډېرې زده کوونکې هلته د مطالعې لپاره تلل ترڅو د خپلو شهید ملګرو لارې ته دوام ورکړي، خو له بده مرغه طالبانو دغه کتابتون د ټولو زده کوونکو پر مخ وتاړه چې زه یې د یوې دوام ورکوونکې په توګه ډېره خپه شوم، ځکه دا کتابتون په ډېرو هڅو جوړ شو."

په کابل کې د تړل شوي کاج کتابتون یوه څنډه
په کابل کې د تړل شوي کاج کتابتون یوه څنډه

زینب وايي: "د دې کتابتونونو تړل کيداى شي څېړنې، زده کړې او کلتوري سرچینو ته د لاسرسي د کمولو لامل شي چې د ټولنې د پرمختګ لپاره اړین دي، دا ګام کېدای شي معلوماتو ته د لاسرسي او د ټولنې لپاره تعلیمي فرصتونو ته د لاسرسي د محدودیت لامل شي، کوم چې ټولنیز او اقتصادي زیان لري دا ډېره خواشينونکې ده چې یو ارزښتناکه سرچینه لکه کتابتون د سیاسي دلایلو یا نورو لاملونو له امله وتړل شي."

دا کتابتون د کابل په لوېدیځ کې د کاج پر ښوونیز مرکز تر خونړي برید ۴۱ ورځې وروسته پرانیستل شو.

ویل کېږي چې دغه کتابتون شاوخوا پنځه زره ټوکه کتابونه درلودل چې په مياشتنې ډول يې زر ټوکه پورې لوستل شوي دي.

په کابل کې د طالبانو حکومت د ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزي ونه غوښتل چې په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب کړي.

پر کاج ښوونیز مرکز د ۱۴۰۱ کال د تلې په اتمه د ځانمرګي برید له کبله ۵۳ زده کوونکي وژل شوي وو او ۱۱۰ نور ټپیان وو. برید د ازمایښتي کانکور ازموینې پر مهال شوی و.
پر کاج ښوونیز مرکز د ۱۴۰۱ کال د تلې په اتمه د ځانمرګي برید له کبله ۵۳ زده کوونکي وژل شوي وو او ۱۱۰ نور ټپیان وو. برید د ازمایښتي کانکور ازموینې پر مهال شوی و.

خو تر اوسه دا څرګنده نه ده چې د طالبانو حکومت به دغه کتابتون ته د بیا فعالیت اجازه ورکړي او که نه.

د کابل په لوېديځ کې د کاج پر ښوونيز مرکز د ۱۴۰۱ کال د تلې په ۸مه هغه مهال ځانمرګى بريد وشو چې د دغه مرکز زده کوونکي د کانکور د ازموینې د ورکولو په حال کې وو.

هغه مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما ویلي وو چې په دغه برید کې ۵۳ تنه وژل شوي او ۱۱۰ نور ټپیان شوي دي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG