د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۴

د مېنانو نړیواله ورځ او د کابل د « ګل فروشۍ» بې شوره شوې کوڅه


۲۰۲۲ کال( د طالبانو د بیا واکمنۍ پیل) او د مېنانو ورځ
۲۰۲۲ کال( د طالبانو د بیا واکمنۍ پیل) او د مېنانو ورځ

د فبرورۍ ۱۴مه، د مېنانو نړيواله ورځ؛ هغه ورځ چې د نړۍ په يو شمېر هېوادونو کې يې خلک په ځانګړي ډول نجونې او هلکان نمانځي، يو بل ته ګلان او ډالۍ ورکوي او د مينې اظهار کوي.

دا ورځ معمولاً د مېنانو د ورځې د کارت، د ګلانو ګېډۍ، چاکلیټو، ټليفوني پیغامونو او نورو بېلابېلو ډاليو په ورکولو نمانځل کیږي.

خو افغانستان کې د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته داسې ښکاري چې دا ورځ د کابل د نوي ښار په پېژندل شوې «ګل‌پلورنې کوڅه» کې چې مخکې به په‌کې دې ورځې لپاره چمتوالی کېده، نن د فبرورۍ په ۱۴مه د همدې ورځې د نمانځلو په پلمه جوړې نه تر سترګو کېږي.

د ګل‌پلورنې کوڅه به هر کال د فبرورۍ په ۱۴مه، په سرو ګلونو او نورو ډول ډول ګلانو ښکلې کېده، خو اوس‌مهال د طالبانو په واکمنۍ کې د بېلابېلو نورو بنديزونو ترڅنګ ویل کېږي چې کوژده شوې او واده شوې جوړې هم د طالبانو له وېرې دا ورځ نه نمانځي.

يو شمېر جوړو ازادي راډيو سره خبرو کې وويل، تېرو کلونو کې به دوی رستورانتونو او د ګلونو پلورنځيو ته تلل او دا ورځ به يې له خپلو کوژده شويو او واده شويو جوړو سره يو ځای تېروله.

د کابل يوه اوسېدونکې چې واده شوې او ويې نه‌غوښتل راپور کې يې نوم ياد شي، ازادي راډيو ته يې وويل:

" د مخکېني حکومت پر مهال به د والينټاين په ورځ ځوانانو کې يو شور و، خوشالي به وه، دا ورځ به يې نمانځله، ولې اوس چې کوم حکومت دی، والينټاين ورځ باندې بنديز دی، هيڅ جوړه نه‌شي کولی دا ورځ ونمانځي، خوشالي وکړي، دې حکومت له خلکو د دوی ټول حقونه اخيستي."

له ارشیفه په کابل کې د مېنانو د ورځې یو تصویر
له ارشیفه په کابل کې د مېنانو د ورځې یو تصویر

د کابل يوه بله اوسېدونکې سويتا چې تازه کوژده شوې ده وايي، هيله يې درلوده چې د همدې ورځې په تړاو خپل کوژدن ته په ډالۍ ورکولو دا ورځ ونمانځي، خو ويې ويل چې د طالبانو د بنديزونو له امله يې زړه ښه نه‌کړ او هيله يې، همداسې هيله پاتې شوه.

سویتا زیاتوي:

" له بده‌مرغه د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته پر خلکو د نورو محدوديتونو ترڅنګ د مینانو د ورځې په نمانځلو هم سخت بنديز ولګېد، چې دا يو بې ځای بنديز و او د دې لامل شو چې خلک د مينې د ورځې له نمانځلو بې‌برخې شي."

بل پلو په کابل کې يو ګل‌ پلورونکی چې د موضوع د حساسيت له امله يې ونه‌غوښتل راپور کې يې نوم ياد شي وايي، د طالبانو د بياځلي واکمنۍ په لومړي کال هم دا ورځ خلکو ونمانځله او له دوی يې ګلان او تحفې وړلې، خو وايي سږ کال دا ورځ د نورو ورځو په څېر عادي ده.

سرچینه زیاتوي:

" مخکې به په‌دې ورځو مېنانو له موږ ګلان او تحفې اخيستې او يو بل ته به يې ډالۍ کولې، خو له بده‌مرغه د طالبانو د حکومت په راتګ راسره دا ورځ پيکه شوې، اوس څوک دا ورځ بيخي نه نمانځي او که يې نمانځي هم يوازې په مجازي نړۍ کې، فېس بوک کې يو بل ته مبارکي ورکوي."

دا چې د طالبانو حکومت د ويلنټاين ورځ نمانځلو ته اجازه ورکوي که نه، وموغوښتل په‌دې اړه د دوی د چارواکو نظر ولرو، خو وياند يې ذبيح‌الله مجاهد د دې راپور تر خپرېدو د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

نوموړي تر دې مخکې ازادي راډيو ته ويلي وو، د مېنانو ورځ په افغانۍ کلتور او ټولنه کې ځای نه‌لري.

طالبانو د مېنانو ورځې پر نمانځلو بندیز لګولی
طالبانو د مېنانو ورځې پر نمانځلو بندیز لګولی

افغانستان کې د فبرورۍ ۱۴مه، يا د مېنانو ورځ داسې مهال رارسيږي چې د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته د دوی حکومت پر ښځو او نجونو د زده‌کړو، تحصيل او نورو بنديزونو ترڅنګ، تفريحي پارکونو او د ساتېرۍ ځايونو ته پر ورتګ بنديز لګولی چې له امله ډېری نجونې او ښځې له کورونو نه وځي.

د دوی په خبره، د مېنانو د ورځې نمانځل ورته بيخي ناشونې ښکاري.

د مېنانو د ورځې مخینه

سره له دې چې د دې ورځې کره تاریخ نه دی معلوم او هغه څه چې په دې اړه ویل کېږي یوې افسانې ته ورته دي، خو د تاریخي راویتونو له مخې سلګونه کاله وړاندې په لرغوني روم کې، د هغه وخت واکمن کلاډیوس پوهېده چې مجرد ځوانان د واده شوي نارینه وو په پرتله ښه جنګیالي کېدلای شي.

نوموړي په همدې خاطر د خپلو عسکرو واده منع اعلان کړ، خو په هغه وخت کې د ولنټاین په نوم یو کشیشي ژوند کاوه چې د واکمن له دې نظر سره مخالف و.

ولنټاین په پټه د خپلو سرتېرو ودونه د هغوي په خوښه مېرمنو سره کول چې د وخت په تېرېدو سره امپراتور د ولنټاین له دې کاره خبر شو او نوموړی یې زنداني کړ.

د مېنانو نننۍ ورځ په ترکمنستان کې - د یوه کنسرټ څنډه
د مېنانو نننۍ ورځ په ترکمنستان کې - د یوه کنسرټ څنډه

ولنټاین بیا د قانون څخه د سرغړونې له امله په مرګ محکوم شو.

په تاریخي روایتونو کې راغلي چې ولنټاین په زندان کې د یوه زنداني له لور سره مینه وکړه او په کومه ورځ چې دوی غوښتل د هغه د اعدام حکم صادر کړي، هغه نجلۍ ته د خدای په امانۍ په توګه یو لیک ولیکه او د دې لیک په پای کې لیکل شوي وه، چې ستا 'ولنټاین'.

ویل کېږي چې له هغه وخت راهیسې خلک د ولنټاین د قربانۍ په پار د نوموړي د ښخولو ورځ د "ولنټاین ورځ" په نوم نمانځي.

XS
SM
MD
LG