د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۰:۵۴

هغه ځوان چې په مینه کې یې سترګې وبایللې


باقي وايي، بې‌سترګو ژوند کولای شي، خو بې‌مینې ژوند به ورته ګران وي.
باقي وايي، بې‌سترګو ژوند کولای شي، خو بې‌مینې ژوند به ورته ګران وي.

د لورالايي د اوسېدونکي، عبدالباقي د ژوند کیسه زړه بوږنوونکې ده.

هغه وايي چې په ۲۰۱۸م کال کې یې وروڼو او پلار په پړو وتاړه او دواړه سترګې یې وروایستلې.

عبدالباقي ویلي چې په خپله سیمه کې پر یوه نجلۍ مین و، کوژده‌یې ورسره کړې وه او واده ته منتظر و.

هغه ویلي چې د دواړو کورنیو د کوژدې تر هوکړې موافقه درلوده، خو یوه ورځ وروسته‌یې پلار ورڅخه وغوښتل چې خپله کوژده لغوه کړي.

له ړندېدو مخکې د عبدالباقي تصویر
له ړندېدو مخکې د عبدالباقي تصویر

عبدالباقي د جنورۍ پر ۱۹مه ازادي راډیو ته وویل: "د ۲۰۱۸م کال د مې پنځمه نېټه وه چې زه، زما پلار او څلور وروڼه د کور په خونه کې کېناستو، پلار مې له وروڼو وپوښتل چې د عبدالباقي چې کومه نجلۍ خوښه ده، نو تاسو غواړئ چې کوژده‌يې ورسره وشي او که نه؟ هغوی وویل چې نجلۍ یې نه‌ده خوښه."

عبدالباقي ۲۶ کلن دی او د بلوچستان په لورالايي (بوري) کې زېږېدلی دی.

هغه وویل کله چې یې مخالفت وکړ، پلار او وروڼو يې داسې کار وکړ چې ښايي ډېر انسانان‌یې له فکر کولو، ووېرېږي.

ړوند شوی عبدالباقي په روغتون کې د درملنې پر مهال
ړوند شوی عبدالباقي په روغتون کې د درملنې پر مهال

عبدالباقي زیاتوي: "په پړو تر تړلو وروسته مې وروڼه راباندې کېناستل، يو ورور مې سر ونيولو او پلار مې د خوړو د کاشوغې په لاستي سترګه له بېخه راواېستله. ما چغه کړه چې خدای، رسول ته وګورئ، دا دوهمه مه راڅخه باسئ، خو هغه راڅخه واېستله. کله چې مې پلار سترګې اېستلې، نو زما يو طالب ورور به د 'الله اکبر، الله اکبر' ذکر کاوه. زما له سترګو وينې روانې وې، خو هغه وخت‌يې درد کم وو."

د بلوچستان پولیسو په دې جرم د هغه پلار او دواړه وروڼه نیولي ول، خو تر اته میاشتې توقیف وروسته، له عبدالباقي سره د روغې پر اساس خوشې شول.

عبدالباقي له خبریال جمال تره‌کي سره اوسي.
عبدالباقي له خبریال جمال تره‌کي سره اوسي.

خبریال جمال تره‌کی د عبدالباقي پالنه او ساتنه کوي.

جمال تره‌کي ازادي راډیو ته وویل چې د عبدالباقي پلار ورسره منلې وه چې خپل زوی ته به جلا کور ورکوي، له هغې نجلۍ سره به واده ورته کوي او هره مياشت به ۳۰ زره روپۍ ورکوي، خو پلار یې په یوه وعده هم وفا نه‌ده کړې.

د عبدالباقي ژوند اوس بې‌سترګو دی، خو وايي لا هم د مینې په لټه دی.
د عبدالباقي ژوند اوس بې‌سترګو دی، خو وايي لا هم د مینې په لټه دی.

عبدالباقي وايي چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې هغې نجلۍ چې دی یې په خاطر ړوند شو، دوه میاشتې وشوې چې ټیلیفون ته‌یې ځواب نه‌ورکوي.

XS
SM
MD
LG