د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۸

طالبانو د ریچارډ بینېټ وروستی راپور د دوی پر ضد تبلیغاتي هڅه وبلله


ارشیف: په کابل کې د یو شمېر ښځو پر وړاندې وسله وال طالب ولاړ دی.
ارشیف: په کابل کې د یو شمېر ښځو پر وړاندې وسله وال طالب ولاړ دی.

د طالبانو حکومت د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ریچارډ بینېټ راپور د دوی پر ضد یوه تبلیغاتي هڅه بللې، خو د بشري حقونو د څار سازمان دا راپور د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت لپاره مهم بولي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د بشري حقونو د روان وضعیت په اړه د ملګروملتونو د ځانګړي راپورتر ریجار بینېټ وروستی راپور د بشري حقونو ډلو ستایلی، طالبانو دا راپور د خپل حکومت پر ضد تبلیغاتي هڅه بللې ده.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پرون پر خپله ایکس‌پاڼه پرته له دې چې د نجونو پر تعلیم او کار د محدودیتونو په اړه د بینېټ د راپور جزییاتو ته اشاره وکړي، د اوسني او پخواني وضعیت د مقایسې په هدف لیکلي چې د پخوا پرتله ټول افغانان، ښځې او نارینه فزیکي، مالي او روحي مصوونیت لري، څوک د چا په حق تجاوز نه‌شي کولای، هر وګړی د خپل شرعي حق خاوند دی او په امن کې ژوند کوي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

نوموړی زیاتوي چې د بینېټ راپور بیاهم د طالبانو د اسلامي امارت پر وړاندې د پروپاګند هڅه ده.

خو د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر پرون د بشري حقونو شورا ته د خپل راپور له وړاندې کولو وروسته یوې خبري غونډې ته د څرګندونو پرمهال د افغانستان د بشري حقونو په تېره د ښځو وضعیت د اندېښنې وړ وباله او ویې ویل، په ننني افغانستان کې له شپږم ټولګي د لوړو ټولګیو زده کوونکې نجونې له تعلیمه بې برخې دي او له ټولنیز ژوند څخه څنډې ته شوې دي.

د بینېټ په وینا، دې وضعیت په افغانستان کې د جنسیت په اساس د تعقیب اړوندې اندېښنې رامنځته کړي او حتی د جنسیتي اپارټایډ بحثونه یې پارولي دي.

هغه له نړیوالو وغوښتل چې په افغانستان کې د بشري حقونو په وضعیت کې د پام وړ بدلون د طالبانو له حکومت سره د اړیکو د عادي کولو شرط وګرځوي.

د بشري حقونو د څار د سازمان د ښځو د برخې مرستیالې هید ربار تېره شپه له ازادي راډیو سره په خبرو کې د بینېټ د وینا دا برخه مهمه وبلله.

د بشري حقونو د څار د سازمان د ښځو د برخې مرستیاله هید ربار
د بشري حقونو د څار د سازمان د ښځو د برخې مرستیاله هید ربار

بار وویل: "د افغانستان په اړه د نړیوال غبرګون په مسئله کې ښاغلي بینېټ یوه مهم وینا لرله. هغه دا چې ده وویل له افغانانو څخه یې تل دا خبره په ډاګه اورېدلې ده چې له طالبانو سره د لا ژور تعامل د ټینګولو او د اړیکو د عادي کولو له هر اقدام مخکې باید په افغانستان کې د بشري حقونو په تېره د نجونو او ښځو د حقونو په برخه کې پرمختګ مخکینی شرط وي."

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر دا هم وویل چې ملګرو ملتونو د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې په عام محضر کې اعدامونه او خلکو ته په ډله‌ییز ډول د سزا ورکولو موارد مستند کړي دي.

هغه زیاته کړه چې خلک له تشدد څخه وېرېږي، خو د زورزیاتي عاملان بېغمه ګرځي.

بینېټ ټینګار وکړ چې د دې وضعیت له عاملانو سره باید حساب کتاب وشي.

د نجونو او ښځو پر زده کړو او کار د طالبانو محدودیتونه او د بشري حقونو نورې سرغړونې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغانستان په یوه مهمه او دوامداره لانجه بدله شوې.

دا لانجه په تېرو څه باندې دوه نیمو کلونو کې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ بلل کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG