د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۹

د طالبانو لخوا اعدامونو ته اندېښنې؛ " ظالمانه او غیر انساني دي "


په غزني کې خلک د طالبانو د یوه علني اعدام د نندارې پر مهال
په غزني کې خلک د طالبانو د یوه علني اعدام د نندارې پر مهال

د ملګروملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ تیره اونۍ په افغانستان کې په عام محضرکې د درېیو تنو اعدامول بوږنونکي بللي او د هر ډول نورو اعدامونو د سمدستي درولو غوښتنه یې کړې.

د دې کمېشنرۍ ویاند جرمي لاورینس Jeremy Laurence وویل:

" موږ تېره اونۍ په علني ډول د افغانستان په درېیو ورزشي سټډیومونو کې د درېیو تنو اعدامیدو وېرولي یوو. دغه اعدامونه په غزني او شبرغان ښارونو کې د سرپرست حکومت د محکمو او نور چارواکو او هم د عامو خلکو په حضور کې ترسره شول. د راپورونو له مخې، محکوم شوي کسان څوځلې په ډزو ویشتل شوي دي."

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د غونډو تالار
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د غونډو تالار

ښاغلي لاورینس پرون چهارشنبې په یوه بیان کې وویل چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پرافغانستان له واکمنیدو راهیسې پنځه تنه د خپل عدلي سیستم د پرېکړو او د خپل مشر ملاهبت الله اخوندزاده له تایید وروسته په عام محضرکې اعدام کړي دي.

په بیان کې په عام محضرکې اعدامونه، ظالمانه، غیرانساني او د سپکاوي چلند یا مجازاتو یوه بڼه ښودل شوې او ویل شوي چې دا ډول اعدامونه خپلسري بڼه لري او هغه د ژوند له حق څخه چې د مدني اوسیاسي حقونو د نړیوال میثاق له مخې خوندي شوی او افغانستان یې هم یوغړی دی، په ټکر کې دي او باید سمدستي ودرول شي.

په بیان کې دغه راز ویل شوي چې طالبانو په عام محضرکې د فزیکي مجازاتو تطبیق ته هم دوام ورکوي.

ویل شوي، په لغمان کې د فبرورۍ په ۲۵ یو ۱۲ هلک او یو سړی چې په اخلاقي جرم تورن شوي و د چارواکو او خلکو په حضورکې په دورو ووهل شول.

په همدې ورځ په بلخ کې یوه ښځه او یوسړی له کوره د تیښتې او د زنا په تور په عام محضرکې هریو ۳۵، ۳۵ درې ووهل شول.

د بشري حقونو د کمېشنرۍ په وینا، فزیکي جزا هم ظالمانه، غیرانساني یا د سپکاوی مجازاتو یوه بڼه ده چې د بشري حقونو د نړیوال قانون له مخې منع اعلان شوې.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنري وایي، په دې اړه ژورو اندېښنو ته په پام د طالبانو له چارواکو غواړي چې نور اعدامونه سمدستي ودروي او هم د اعدامونو سزا وځنډوي.

دا کمېشنري زیاتوي، طالبان دې د حقوقي دعوو؛ په تېره په جنایي جرمونو د تورنو کسانو لپاره د مدافع وکیل په ګډون د یوې عادلانه پروسې مسله یقيني کړي.

په شبرغان کې د وروستي اعدام په اړه د طالبانو د حکومت سترې محکمې په یوه اعلامیه کې وویل چې د نظر محمد په نوم پر یوه تورن کس چې دوه کاله وړاندې یې یو تن د چړې په وسیله وژلی و، د شبرغان ښار په ورزشي لوبغالي کې د شریعت له مخې د قصاص حکم چې درې ګونو محکموپرې د قتل جرم ثابت کړی و، عملي شو.

د حقوقي او مذهبي چارو د پوهانو په وینا، د اعدام سزا د اسلامي شریعت له اصولو ده، خو عملي کول یې د دوی په خبره ډیردقت او خاصو شرایطو ته اړتیا لري.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارډ بېنېټ
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارډ بېنېټ

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ د طالبانو له خوا پر اعدامونو ژوره اندېښنه داسې مهال څرګندوني چې ټاکل شوې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارډ بېنېټ نن په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل نوی راپور د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ۵۵ مې غونډې ته وړاندې کړي.

هغه په دې راپورکې ویلي، له کله چې طالبان پرافغانستان واکمن شوي، په دې هېواد کې د بشري حقونو وضعیت لا خراب شوی.

ښاغلي بېنېټ ویلي، طالبان د افغانانو د اساسي بشري حقونو؛ په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو د حقونو په خوندیتوب کې پاتې راغلي.

پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنیدو څه باندې دوه نیم کاله تیریږي، خو تر اوسه یې حکومت د نړۍ هیڅ یوه هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

له بشري حقونو؛ په تېره د نجونو او ښځو د زده کړې او کار څخه د طالبانو جدي سرغړونې د دوی د حکومت د په رسمیت پېژندلو پر وړاندې یو عمده خنډ بلل کیږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG