د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۲

ملګرو ملتونو د طالبانو له‌خوا په عام محضر کې اعدامونه بوږنوونکي وبلل


د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک

ملګرو ملتونو د طالبانو د حکومت له‌خوا په عام محضر کې اعدامونه بوږنوونکي بللي دي.

د طالبانو د حکومت له‌خوا د اعدام د سزا د تطبیق په اړه د غبرګونونو په دوام، د دوشنبې په ورځ ملګرو ملتونو د طالبانو د حکومت له‌خوا د قتل په تور د یوه کس له اعدام څو ساعته وروسته، په عام محضر کې د اعدام سزا بوږنوونکي وبلل.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک په‌دې اړه په یوه خبري غونډه کې وویل: "داسې ښکاري؛ ما هڅه کړې چې همدا کلمې وکاروم، خو په عامه توګه اعدام خورا ناوړه کړنه ده او موږ به د اعدام د سزا د ورکولو پر وړاندې همېشه ولاړ يوو."

د طالبانو حکومت د دوشنبې په ورځ د جوزجان په شبرغان ښار کې د لسګونو خلکو په حضور کې یو تن په يوه ورزشي لوبغالي کې د قتل په تور اعدام کړ.

د طالبانو د حکومت د سترې محکمې په اعلامیه کې راغلي چې د اعدام شوي کس نوم نظر محمد دی چې اصلي د فاریاب ولایت اوسېدونکی او اوس يې جوزجان ولايت کې استوګنه درلوده.

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، وروسته له هغه چې د افغانستان په اړه د دوحې د تېرې اوونۍ په غونډه او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دوشنبې ورځې په ناسته کې د طالبانو هیلې پوره نه شوې، د طالبانو حکومت هڅه کوي چې د څو تنو په اعدامولو سره خپل کورنی او نړیوال قدرت وښيي.

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي، د طالبانو حکومت هڅه کوي چې په افغانستان کې دننه د دغو کسانو د اعدام په سزا د اسلامي نظام پر حاکمیت ټینګار وکړي.

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي
د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي

نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "پخپله د طالبانو په منځ کې داسې کسان هم شته چې دا پوښتنې راپورته کوي چې که داسې وشي نو افغانستان به نړيوالې انزوا ته لاړ شي که نه؟ يعنې په خپله د طالبانو په منځ کې بېلابېل جریانونه راڅرګند شول، د دې لپاره چې دغه جریانونه له منځه يوسي، په حقیقت کې طالبانو همغه بنسټپالنې ته مخه کړه."

د سیاسي چارو بل کارپوه صلاح‌الدین سعیدي ازادي راډیو ته وویل: "له يوې خوا داخلي قوه لري او هغه سرتېري چې د طالبانو ترمنځ شتون لري او د سختدريځ دي په‌دې باور دي چې دا حکومت یو اسلامي حکومت دی او اسلامي قوانین او مقررات پلي کوي او په‌دې توګه له هېچا سره معامله نه‌کوي، خو له بلې خو د طالبانو د حکومت له‌خوا نړۍ ته دا ښودل دي چې موږ هر څه وايو په پلي کولو کې يې جدي يوو."

دا د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې چې طالبانو د دويم ځل لپاره پر افغانستان واک پيدا کړ، پنځم اعدام دی چې د طالبانو له لوري ترسره کېږي.

یوازې په تېرو پنځو ورځو کې دا دریم کس دی چې د طالبانو د حکومت له‌خوا اعدامېږي.

تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما او د بخښنې نړیوال سازمان هم د طالبانو د حکومت له‌خوا د اعدام د سزا د عملي کېدو په اړه غبرګون ښودلی و او هغه یې غندلی و.

په عام محضر کې په دورو وهل یو له هغو نورو مواردو دي چې طالبانو په افغانستان کې د خپلې واکمنۍ له بیا پیلېدو وروسته پلي کړي دي.

طالبانو د خپلې لومړۍ واکمنۍ پر مهال هم پر خلکو ورته سزاګانې کارولې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG