د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۱

فریدون فکوري د اعدام له حکم سره مخ دی؛ روشنیا سازمان یې د خوشې کېدو غوښتنه کړې


په هرات ولايت کې د افغان فلم ادارې او د تياتر پخوانى مدیر فريدون فکوري شاوخوا دوه مياشتې مخکې د طالبانو د استخباراتو له خوا په یاد ولايت کې ونيول شو.
په هرات ولايت کې د افغان فلم ادارې او د تياتر پخوانى مدیر فريدون فکوري شاوخوا دوه مياشتې مخکې د طالبانو د استخباراتو له خوا په یاد ولايت کې ونيول شو.

د همجنس خوښوونکو یا 'ایل جي بي ټي کیو' د حقونو د ملاتړ سازمان روشنیا وايي، په هرات ولایت کې د افغان فلم ادارې پخوانی مدیر فریدون فکوري ته د طالبانو حکومت د پوځي محکمې د پرېکړې په اړه اندېښمن دی.

'ایل جي بي ټي کیو' د حقونو د ملاتړ سازمان، روشنیا وايي، د هغې حکم په اړه اندېښنه لري چې د دغه سازمان په وینا، د طالبانو حکومت پوځي محکمه به یې په هرات کې د تياتر او سينما یو مخکښ فریدون فکوري ته ورکړي.

په هرات ولايت کې د افغان فلم ادارې او د تياتر پخوانى مدیر فريدون فکوري شاوخوا دوه مياشتې مخکې د طالبانو د استخباراتو له خوا په یاد ولايت کې ونيول شو.

د روشنیا سازمان د معلوماتو پر بنسټ، چې مرکزي دفتر یې په امریکا کې دی، فریدون فکوري د "پیوند ۳۴" بنسټ، چې په افغانستان کې د همجنس خوښوونکو د حقونو د ملاتړ لومړنی بنسټ و، مسوول او د دې سازمان یو همکار و.

دغه سازمان وايي چې د دغې قضیې څارنوال د طالبانو حکومت له محکمې څخه د فریدون فکوري د اعدام، لاس او پښې پرې کولو یا جلاوطنۍ غوښتنه کړې ده.

د روشنیا سازمان مشر نعمت سادات په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "زمونږ غوښتنه ده چې لطفاً فردین فرخاري ته جزا مه ورکوئ. دا له هغه لږکیو څخه دی چې د افغانستان په تاریخ کې تر ټولو ډېر ظلم پرې شوی، هغه داسې کس دی چې خپل بشري حقونو څخه یې په داسې یو فضا او چاپېريال کې دفاع کړې چې حد اقل ژوند وشي کړی یا له افغانستانه بهر ولاړ شي."

دغه سازمان دغه شان زیاته کړه چې فریدون فکوري په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې د همجنس خوښوونکو د اعتراضونو مشري هم په غاړه درلوده.

په ورته وخت کې د فریدون فکوري یو شمېر خپلوانو هم ازادي راډیو ته تایید کړه چې نوموړی درې اوونۍ وړاندې د طالبانو حکومت د پوځي محکمې له خوا محاکمه شوی و، خو د دوی په ټکو د ځینو دلایلو له امله دغه حکم لا نه دی اعلان شوی.

یو له دوی څخه د خپل هویت د نه افشا کېدو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې فکوري په زندان کې په بد وضعیت کې دی او تل شکنجه کېږي.

هغه زیاته کړه: "ښاغلی فکوري او په لسګونه نور چې په زندان کې دي او مونږ ترې خبر نه یوو، ټول شکنجه کېږي، ځکه چې هغوی انساني کار کړی او غوښتل يې چې ښځه، مور، خور یې زده کړې وکړي او یو دوه جنسیته خپل حقونه تر لاسه کړي. زمونږ اندېښنې ډېرې دي ځکه په دغو دوو مياشتو کې فکوري صیب جزا ویني او خدای مه کړه که دا بله جزا وویني یا حبس ورکړل شي دا ټولو ته د اندېښنې وړ خبره ده، ځکه محکمه شوی، خو محکمې تر اوسه حکم نه دی صادر کړی."

فریدون فکوري، د روان کال په اکټوبر میاشت کې د طالبانو له خوا له نیول کېدو مخکې، په هرات ولایت کې د افغان فلم مدير و او پخوا یې په یاد ولایت کې د تیاتر د مدير په توګه هم کار کړی دی.

د روشنیا سازمان په وینا، فکوري له ۵۰ ورځو څخه د طالبانو په بند کې دی.

په هرات ولایت کې د طالبانو حکومت د والي ویاند نثار احمد الیاس، د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس احمدالله متقي، د طالبانو د استخباراتو د ادارې ویاند خلیل همراز او د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دې راپور تر خپرېدو پورې په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

تر دې مخکې د فریدون فکوري خپلوانو، ازادي راډيو ته ویلي وو چې نوموړی د افغان نجونو د زده کړې د حق غوښتلو په تور نیول شوی دی،

خو دا لا څرګنده نه ده چې د طالبانو حکومت محکمه به د فریدون فکوري د برخلیک په اړه څه پرېکړه وکړي.

XS
SM
MD
LG