د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۸

سپینه ماڼۍ: دوحې تړون طالبان پیاوړي او زموږ افغان متحدان کمزوري کړل


د دوحې تړون د لاسلیک مراسم - ارشیف
د دوحې تړون د لاسلیک مراسم - ارشیف

په داسې حال کې چې نن د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د هوکړې څلور کاله پوره شول؛ متحده ایالتونه وايي، دې تړون په افغان حکومت کې د دوی شریکان کمزوري او طالبان پیاوړي کړل.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارن ژان پییر تېره ورځ په واشنګټن کې یوې خبرې غونډې ته وویل چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دوحې له هوکړې سرغړونه کړې، خو متحده ایالتونه هڅه کوي چې طالبان د دوحې د تړون ژمنې عملي کړي.

"دې تړون طالبان پیاوړي او په افغان حکومت کې زموږ شریکان کمزوري کړل او د دې لامل شو چې د ولسمشر بایډن له لوړې څو میاشتې وروسته خپل سرتېري وباسو، لکه څنګه چې پوهېږئ د هغه څه لپاره چې وروسته پېښ شول کومه روښانه لار او څرګند پلان موجود نه و."

د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر، جوبایډن
د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر، جوبایډن

نوموړې وویل چې د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت په وخت په دوه زره شلم کال کې دا تړون لاسلیک شوی و چې د جمهور رییس جو بایډن حکومت له یوه ترسره شوي عمل سره مخامخ و او د تړون له عملي کولو پرته بله لاره نه وه پاتې.

د دوحې هوکړه د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په نهه ویشتمه نېټه د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو د هغه وخت د سیاسي دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر له خوا لاسلیک شوه.

د دغې د هوکړې له مخې، باید دافغان دولت او طالبانو تر منځ د بین الافغاني خبرو په ترڅ کې د افغانستان پر راتلونکې پرېکړه شوې وای.

خو نه یوازې خبرو پایله ورنکړه؛ بلکې جګړه لاپسې تېزه شوه او بلاخره د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵ مه طالبانو د بیا ځل لپاره پر کابل ولکه ټینګه کړه.

یو شمېر ولسي افغانان وايي د دوحې هوکړې نه یوازې سیاسي بدلون راوست؛ بلکې د دوی په ژوند کې د ګڼو منفي بدلونونو لامل شو.

یو شمېر افغانان د دغه هېواد د اقتصادي او بشري ناورین یو اصلي دلیل له دوحې تړون وروسته راغلي بدلونونه ګڼي
یو شمېر افغانان د دغه هېواد د اقتصادي او بشري ناورین یو اصلي دلیل له دوحې تړون وروسته راغلي بدلونونه ګڼي

دوی وايي، له دې هوکړې وروسته په افغانستان کې بې کاري، بې وزلي، کډوالي او فقر زیات شو او لا هم افغانان له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د پلازمینې کابل دوه اوسېدونکو سمیع الله او نعمان ازادي راډيو ته وویل:

" د دوحی تړون د خلکو په ژوند ډېر منفي اغېز وکړو، ځکه له امله یې یو جوړ نظام له منځه لاړو او له امله یې د خلکو کاروبارونه ختم شول، فقر ورسره زیات شول او یو زیات شمېر خلک له وطنه تېښتې ته اړ شول."

یو بل کس وایي:

"په اقتصادي اړخ کې یې د خلکو په ژوند ډېرې بد اغېزې وکړې، یو زیات شمېر کسان چې په تېر نظام کې یې دندې درلودې بې دندو شول او زیاتره یې له هېواده وتلو ته اړ شول."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د سپینې ماڼې د ویاندې د تازه څرګندونو په اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې، خو د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي راډيو ټلویزیون نن د دوحې تړون د څلورمې کلیزې په مناسبت د ښاغلي مجاهد یو غږیز پیغام خپور کړی چې نوموړي په کې متحده ایالتونه د دوحې له هوکړې په سرغړونې تورن کړي دي.

ذبیح الله مجاهد ویلي، امریکا ژمنه کړې وه چې له افغانستان سره به یې تعامل عادي او د افغانستان د پرمختګ مخنیوی به نه کوي؛ خو په خبره یې دا ژمنې نه دي عملي شوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ادعا کړې چې د دوحې تړون متحدو ایالتونو نقض کړی
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ادعا کړې چې د دوحې تړون متحدو ایالتونو نقض کړی

نوموړي زیاته کړې، د امریکا تور لیستونه هم شته، بندیزونه پر ځای پاتې، د افغانستان بانک پانګه کنګل ده او د رسمیت پېژندلو مخه هم نیول شوې ده.

ذبیح الله مجاهد ادعا کړې چې طالبانو د دوحې هوکړه عملي کړې او په تېرو دوه نیمو کلونو کې د طالبانو له خوا د هیڅ هېواد پر ضد ګواښ نه دی پېښ شوی.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې بېلابېلو ترهګرو ډلو د موجودیت راپورونه ورکول شوي او د پاکستان په ګډون د سیمې یو شمېر هېوادونو وخت ناوخت ادعا کړې چې دغه ډلې د دوی امنیت ته ګواښ دی.

د دې ترڅنګ ملګرو ملتونو راپور ورکړی چې په افغانستان کې القاعده شبکه فعاله ده او طالبان ورسره نږدې اړیکې لري، خو طالبانو دا راپورونه رد کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG