د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۱

د دوحې تړون څلورمه کلیزه؛ د چارو شنونکي: مهمې برخې یې لا هم نه دي عملي شوي


د دوحې تړون د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ په ۲۹مه د امریکايي او طالب استازي زلمي خلیلزاد او ملابرادر ترمنځ لاسلیک شو.
د دوحې تړون د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ په ۲۹مه د امریکايي او طالب استازي زلمي خلیلزاد او ملابرادر ترمنځ لاسلیک شو.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون څلور کلن شو، خو د چارو شنونکي وایي، مهمې برخې یې لا هم نه دي عملي شوي.

د دوحې په یوه مجلل پنځه ستوریز هوټل الشیراتون کې د چکچکو دغه غږ وروسته تر هغه د غونډې پر فضا خپور شو چې طالب او امریکایي ډيپلوماتانو افغانستان ته د سولې راوستلو په نوم تړون باندې لاسلیکونه وکړل.

دغه تړون چې د دوحې د تړون په نوم سره مشهور دی، د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په نهه ویشتمه نېټه د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو د هغه وخت د سیاسي دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر له خوا لاسلیک شو.

برادر هماغه مهال دغه تړون د افغانستان لپاره تاریخي یاد کړ او د عملي کېدو ټټر یې وواهه.

هغه ویلي: "د افغانستان اسلامي امارت او امریکا ترمنځ کامیاب مذاکرات او توافق د افغانستان د مجاهد ولس او نړۍ په ګټه یو مثبت اقدام دی. د افغانستان اسلامي امارت د توافقنامې عملي کولو ته ژمن دی."

دغه موافقه د امریکایي او طالب مرکچیانو د لږ تر لږه ۱۱ پړاوه مذاکرو وروسته ترلاسه شوه.

د مذاکرو دغه پړاو د ۲۰۱۸ کال په اکټوبر کې په دوحه کې پیل شو او د دوحې تړون ته تر رسېدو شاوخوا ۱۶ میاشتې یې دوام وکړ.

د امریکا او طالبانو د دوحې په هوکړه کې مهمې برخې او ژمنې څه وې؟

د دوحې تړون څلور عمده برخې درلودې او د ټولو په سر کې یې د طالبانو هغه ضمانت و چې وې ویل، د افغانستان له خاورې به د متحده ایالتونو د امنیت په ضد کار نه اخیستل کېږي.

دوهمه برخه یې له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالوېش ته ځانګړې شوې وه او درېیمه برخه یې داوه چې طالبان به د هغه مهال له جمهوري حکومت سره بین الافغاني خبرې پيلوي.

د تړون څلورمه برخه دا وه چې بین الافغاني خبرو کې به پر دایمي اوربند خبرې کېږي.

د دوحې د تړون څلور واړه برخې داسې طرحه شوې وې چې د یوې عملي کېدل به بل پړاو ته لاره پرانیسته.

د تړون یو مهم ټکی دا و چې په کې راغلي: "د طالبانو اسلامي امارت چې په طالبانو معروف دي، د متحدو ایالتونو له خوا د یوه دولت په توګه نه پېژندل کېږي."

خو د همدې تړون له لاسلیکه یو نیم کال وروسته هر څه بدل شول او طالبانو د دوIم ځل لپاره پر افغانستان ولکه ټینګه کړه.

د ډېرو په باور همدا د دوحې تړون له افغانستان څخه د امریکايي او ناټو ځواکونو د بشپړ وتلو، د جمهوري نظام د کمزوري کېدو او په افغانستان کې د طالبانو د بیا ځلې واکمنېدو لامل شو.

طالبانو ولې په زور حکومت ونیوه?

د واشنګټن په ملي دفاعي پوهنتون کې استاد او د چارو شنونکی علي احمد جلالي وایي، همدې د دوحې تړون طالبانو ته مشروعیت ورکړ او واک ته یې ورسول.

جلالي ازادي راډیو ته وویل، طالبانو له پخواني افغان حکومت سره د واک شراکت ته لیوالتیا نه درلوده، نو ځکه یې د زور له لارې قدرت ونیوه.

د واشنګټن په ملي دفاعي پوهنتون کې استاد او د چارو شنونکی علي احمد جلالي
د واشنګټن په ملي دفاعي پوهنتون کې استاد او د چارو شنونکی علي احمد جلالي

هغه زیاته کړه: "د دوحې تړون یو تړون دی چې نیمګړی پاته شو. اغاز لري او انجام نه لري. په حقیقت کې دغه تړون طالبانو ته د واک ته رسېدو لاره هواره کړه. طالبانو ته یې مشروعیت ورکړ. ځینو هېوادونو چې ولیدل چې طالبان ممکن قدرت ته راشي یا د قدرت یوه برخه شي، نو روابط یې ورسره ټینګ کړل او مرستې یې ورسره وکړلې. ایران دا کار وکړ، چین دا کار وکړ او روسیې دا کار وکړ او پاکستان خو هسې هم د دوی حامي و او مرستې یې ورسره وکړلې."

د دوحې له تړونه لا څو اوونۍ تېرې نه وې چې طالبانو او متحده ایالتونو یو بل د تړون د مادو په نقض تورن کړل.

د چارو کتونکی عبیدالله برهاني دواړه لوري، یعنې متحده ایالتونه او طالبان د تړون په نه عملي کېدو کې ګرم بولي.

هغه وویل: "عین وخت کې هغه څه چې طالبانو عهد کړی دی چې منطقې لپاره به ګواښ نه اوسېږي. که څه هم دوی تل ډاډ ورکوي، خو د نړیوالو او ګاونډیو هېوادونو اندېښنې لا پر ځای دي. مختلفو وختونو کې دغه اندېښنې راپورته کېږي او د طالبانو حکومت سره شریکېږي. ملامتیا په دواړو طرفونو دی. که دوی غوښتلی چې دا تړون عملي کړي، باید هرو درېیو څلورو میاشتو کې دوی غونډې کړی وای او هغه نقطې چې عملي شوي نه دي، بحث یې کړی وی چې څنګه یې عملي کړي."

په افغانستان کې د نړیوالو ترهګرو په ځانګړې توګه القاعده او داعش حضور هغه مسئله ده چې خپله امریکایي چارواکي یې هم په اړه اندېښمن دي.

که څه هم د طالبانو یوه ژمنه دا وه چې دوی به له نړیوالو ترهګرو ډلو سره اړیکه نه پالي، خو د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافېره کرن ډیکر وایي، طالبانو د دوی دغه اندیښنې نه دي رفع کړي.

میرمن ډیکر په تېره تلې میاشته کې ازادي راډیو ته په یوې ځانګړې مرکه کې، د دې پوښتنې په ځواب کې چې طالبانو د دوحې تړون څومره عملي کړی، وویل: " دا ښه پوښتنه ده، خو فکر کوم ښه به وي چې ووایم، هغوی د دوحې د هوکړې د عملي کولو په حال کې دي. دا داسې هوکړه نه ده چې ختمه شوي وي. د تروریزم په وړاندې د مبارزې د ژمنو د عملي کولو یوه ټولګه ده چې په ورځني ډول باید عملي شي ترڅو پورې چې هغوی القاعده ته پنا ورکړې وي او داعش په افغانستان کې وي، هلته د ترهګرۍ ګواښ په خپل ځای دی. مونږ له هغو تمه لرو چې دې موضوع ته ژمن وي. ځکه دا داسې اړتیا ده چې دوام لري او پای ته نه ده رسیدلې."

دا چې د دوحې له تړونه څلور کاله وروسته په همدې اړه د طالبانو د حکومت نظر څه دی، اوس یې د ویاندویانو په نظر اخیستلو بریالي نه شو، خو وړاندې یې ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته ویلي وو: "د افغانستان اسلامي امارت ژمنه کړې وه چې د افغانستان له خاورې به د امریکا او د متحدینو پر ضد یې کار نه اخيستل کېږي چې تر اوسه نه ده کارول شوې. د افغانستان اسلامي امارت د دوحې تړون ته تر اخره ژمن پاتې دی، خو د دې تړون ځینې ټکي د امریکا لخوا پلي نه شول، دوی ژمنې عملي نه کړې چې دا بې باوري رامنځته کوي."

امریکایي چارواکو نه یوازې دا چې افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر موجودیت اندېښنه ښودلې، بلکې د ګواښ د دفعې کولو لپاره یې عملي اقدام هم کړی دی.

دې برخه کې په کابل کې د القاعده ډلې د مشر ایمن الظواهري په نښه کول د امریکا د عملي اقدام د بېلګې په توګه یادولی شو.

د القاعده مشر ایمن الظواهري د ۲۰۲۲ کال په جولای کې د کابل په شېرپور سیمه کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې برید کې ووژل شو.

طالبانو هغه مهال ویلي وو چې دوی د هغه له مرګه خبر نه دي او د څېړنو د پیل خبر یې ورکړ چې تر اوسه د دې څېړنو پایلې رسنیزې نه شوې.

د القاعده مشر ایمن الظواهري د ۲۰۲۲ کال په جولای کې د کابل په شېرپور سیمه کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې برید کې ووژل شو.
د القاعده مشر ایمن الظواهري د ۲۰۲۲ کال په جولای کې د کابل په شېرپور سیمه کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې برید کې ووژل شو.

تازه هم د ملګرو ملتونو امنیت شورا وویل چې القاعده په افغانستان کې ۸ روزنیز کمپونه جوړ کړي دي.

د امنیت شورا د راپور له مخې د القاعده شبکې اوسنی مشر سیف العدل دی چې ایران کې مېشت دی او د همدې سیف العدل کسان په افغانستان کې د القاعده د لوړپوړي غړي عبدالرحمان الغامدي له کسانو سره تګ راتګ کوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د امنیت شورا راپور رد کړ او وې ویل، د القاعده اړوند کوم کس افغانستان کې نشته.

طالبانو تر دې وړاندې هم تل ورته ډاډ ورکړی، خو افغانستان کې د ټي ټي پي یا تحریک طالبان پاکستان او داعش وسله والو شتون هغه مسئله ده چې د افغانستان ګاونډيان په ځانګړې توګه پاکستان، ایران، تاجکستان او ازبکستان یې اندېښمن کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG