د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۳

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو یوه ځانګړي استازي ګومارنې ته اړتیا شته؟


د ملګرو ملتونو بیرغ
د ملګرو ملتونو بیرغ

د طالبانود حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د دې وزارت سرپرست امیرخان متقي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو سره په کتنه کې یو وار بیا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له‌خوا د یوه ځانګړي استازي له ټاکل کېدو سره مخالفت څرګند کړ.

د دې وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر کې ویلي چې په دې کتنه چې پرون دوشنبې په کابل کې ترسره شوه، متقي د افغانستان په اړه د سینیرلي اوغلو د وروستۍ خپلواکې ارزونې د مثبتو ټکو هرکلی وکړاو ټینګار یې وکړ چې د افغانستان اوسني وضعیت او په دې هېواد کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یوناما حضور ته په پام د بل اضافي ځانګړي استازي ګومارنې ته کوم موجه دلیل او اړتیا نه لیدل کېږي.

نوریاس نوري د سیاسي چارو له شنونکي شفیق همدرد سره د مرکې په پیل کې دا پوښتنه کړې چې د طالبانو د حکومت دغه دلیل څومره منطقي دی او ایا د افغانستان اوسنیو شرایطو ته په پام د دغسې یوه ځانګړي استازي د ګومارنې ته اړتیا شته؟

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:40 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG