د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۳

د طالبانو د مشر وروستیو څرګندونو پراخ غبرګونونه پارولي


د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده
د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده

د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخندزاده وروستیو څرګندونو پراخ غبرګونونه پارولي دي.

د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخندزاده وروستۍ څرګندونې چې په‌کې د ډیموکراسۍ او لويدېځ سره د هغه سخت مخالفت او په عام محضر کې د ښځو د سنګسارولو او د وهلو د سزا پر عملي کېدو ټینګار شوی، پراخ غبرګونونه يې راپارولي دي.

له‌دې ډلې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د طالبانو د مشر څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، د افغانستان د خلکو پر برخليک د دوی له خوښې پرته پرېکړه کول، په اسلام کې د منلو نه‌دي.

نوموړي د یکشنبې په ورځ په خپله ایکس‌پاڼه کې زیاته کړې چې له دوو لسیزو راهیسې د طالبانو په ګډون په سلګونو زره بې‌ګناه افغانان چې مغزونه یې وینځل شوي وو، د همدې شعار لاندې ووژل شول او هېواد کنډواله شو.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق

فايق زياته کړې چې په دې موده کې په مليونونو خلک قرباني، معلول او کډوالۍ ته اړ شول او افغانستان په ژور بحران کې ډوب شو.

دغه شان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل هم په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې د افغانستان خلک په ځمکه کې د طالبانو د الهي نمایندګۍ او د هغوی د رهبرۍ له ادعاوو ښه خبر دي.

هغه زیاته کړې چې د طالبانو د "افراطي ایډیالوژۍ" د بدلېدوو لپاره هيڅ هیله نه‌شته.

د افغانستان په تېر جمهوري نظام کې د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل
د افغانستان په تېر جمهوري نظام کې د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل

په اروپا کې د افغانستان لپاره د سولې د کمېټې د ښځو چارو د څانګې مشره او د بشري حقونو فعاله رودابه فروتن وايي، د طالبانو د مشر وروستۍ خبرې د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره هيلو ته د پای ټکی دی.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل: "له طالبانو سره خبرې او ناستې بې ګټې دي، ځکه هغوی نه‌غواړي چې خپل فکر او چلند بدل کړي، دا د دې ښکاروندويي کوي چې دوی تعامل، خبرو اترو او ټول‌ګډونه حکومت، ډیموکراسۍ او یوې عصري ټولنې ته د رسېدو لپاره هیڅ تيار نه‌دي، له همدې امله موږ له نړیوالې ټولنې او لوېدیځ څخه هیله لرو چې په‌دې برخه کې جدي اقدام وکړي."

ملا هبت‌الله اخندزاده ته منسوب په یوه غږیز فایل کې چې د یکشنبې په ورځ د طالبانو د حکومت تر واک لاندې د ملي راډيو تلوېزيون او ځینو طالب چارواکو په ټولنيزو رسنيړ خپور شو، هغه په‌کې پر ځمکه ځان د خدای استازی بولي او وايي، هغه ښځې چې د نامشروع اړیکو په لرلو وپېژندل شي، په عام محضر کې د سنګسار او د دُرو وهلو سزا به پرې تطبيق شي.

هغه دغه شان د ډیموکراسۍ له ارزښتونو سره سخت مخالفت وکړ او ویې ویل چې دوی شل کاله له لویدیځ سره جګړه کړې او شل کاله نور هم جګړې ته چمتو دي.

خو د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې ملي راډیو او تلوېزیون او ځینو طالب چارواکو نن له خپلو ايکس‌پاڼو د طالبانو مشر ته منسوب دغه غږیز کليپ ليرې کړی دی.

تر دې مخکې هم د طالبانو مشر هبت‌الله اخندزاده ته منسوب غږیزو پیغامونو او په تېرو دوه نیمو کلونو کې د هغه په اعلاميو کې په افغانستان کې د شرعي احکامو پر پلي کېدو ټینګار شوی دی.

د طالبانو حکومت تل ادعا کوي چې په افغانستان کې د شرعي حدودو د پلي کولو په ګډون خپلې ټولې چارې له اسلامي شریعت سره سمې ترسره کوي.

خو یو شمېر افغانانو تر دې مخکې اندېښنه ښودلې وه چې د اسلامي شریعت په اړه د طالبانو نظر ډېر عام او په ورته وخت کې سخت دی او په دې باور دي چې د دا ډول څرګندونو تازه کېدل به سختدريځي نوره هم ډېره کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG