د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۸

د طالبانو مشر: پر ښځو به د سنګسار او درو وهلو سزا پلې شي


ارشیف: د طالبانو له لوري په غزني کې د اعدامولو له صحنې یو انځور
ارشیف: د طالبانو له لوري په غزني کې د اعدامولو له صحنې یو انځور

د طالبانو مشر ویلي چې پر ښځو به د سنګسار او درو وهلو سزا پلې شي.

د طالبانو حکومت مشر هبت الله اخوندزاده په یوه غږیز کلیپ کې چې هغه ته منسوب شوی، وايي چې پر ښځو به په عام محضر کې د سنګسار او درو وهلو سزا پلې کوي.

د نوموړي دا کلیپ د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې ملي راډیو نن د وري پنځمه پر خپل ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر خپور کړی، خو د ثبت د کره وخت او ځای په اړه یې څه نه دي ویل شوي.

د طالبانو حکومت مشر هبت الله اخوندزاده ته منسوب انځور
د طالبانو حکومت مشر هبت الله اخوندزاده ته منسوب انځور

د طالبانو حکومت مشر هبت الله اخوندزاده په دې کلپ کې لوېدیځ ته په خطاب سره وايي: "ته (غرب) به دا وايې چې دا د ښځو د حقونو تر پښو لاندې کول دي چې ته یې په ډبره ولې. سبا به موږ د زنا حد تطبیقوو، په عام محضر کې به ښځې په ډبرو ولو، سبا به موږ د الله حدود نافذوو په عام محضر کې په درو به وهل کوو، دا ټول ستا د دیموکراسۍ خلاف دي، پر دې هر یو به ستا مقابله روانه وي."

نوموړی په دې کلیپ کې، چې د طالبانو یو شمېر چارواکو بیا پرون د وري په څلورمه په خپلو ټولنیزو پاڼو خپور کړی، لوېدیځ ته په خطاب کې دا هم وايي: " شل کاله مو درسره جګړه کړې او شل کاله نور به هم درسره جګړه کوو، دا په دې ځای کې نه خلاصېږي. "

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې له بیا واکمنېدو وروسته څو ځله په عام محضر کې د ښځو په ګډون یو شمېر خلک، چې د دوی په خبره بېلابېل جرمونه یې ترسره کړي او په ټکو یې محاکمو یې پرې پرېکړه کړې په درو وهلي او د دې تر څنګ د قصاص حکم یې هم پلی کړی دي.

خو د دوی دا اقدامات له نړیوالو غبرګونونو سره مل وه.

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په خپل راپور کې چې د فبرورۍ په میاشت خپور شوی و د طالبانو حکومت له لوري په عام محضر کې مجازات له بشري حقونو څخه د سرغړونې په توګه یاد کړي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټونیو ګوټېرېش
د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټونیو ګوټېرېش

د طالبانو حکومت بیا تل له خپلو پریکړو دفاع کړې او ادعا کوي چې په دې کار سره شرعي حدود پلي کوي.

په ورته وخت کې د ښځو او د بشري حقونو فعالانې ادعا کوي چې په عام محضر کې پر ښځو د دې ډول سزا ګانو پلي کول له بشریت، اسلام او کلتور سره په ټکر کې دي.

د ښځو او د بشري حقونو فعاله شکریه بارکزۍ وايي: "په دودیز او کلتوري ډول په افغانستان کې زه فکر نه کوم چې افغان مېرمنو ته سزا ورکول بد او رد ویل، د درناوۍ نښه وي او یا هم نورو ته د عبرت درس یوه برخه. زه فکر کوم دا د ښځو پر وړاندې د جهل او نا پوهي څخه د کار اخیستلو سیاست تداوم دی."

د ښځو او د بشري حقونو فعاله شکریه بارکزۍ
د ښځو او د بشري حقونو فعاله شکریه بارکزۍ

په افغانستان کې واک ته له رسېدو وروسته د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته له تلو منع کړې او بيا يې پوهنتونونه د دوی پر مخ وتړل.

طالبانو دغه شان په افغانستان کې ښځې په یو ډېری دولتي او ټولو نادولتي ادارو کې له کار کولو وګرځولې، ښځینه حمامونو، لوبغالو او تفریحي ځایونو ته یې له تلو منع کړې او له محرم پرته لرې واټن سفر یې هم پرې بند کړ.

سره له دې چې یو شمېر نړیوالو سازمانونو، ملګري ملتونو او هېوادونو د طالبانو له حکومت څخه د دې بندیزونو د لرې کولو غوښتنه کړې، خو د طالبانو حکومت وايي چې دوی د اسلامي شرعیت په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته ژمن دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG