د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۰

کندهار او کابل پېښو ته غبرګونونه؛ امریکايي چارواکو بې‌ رحمه او وحشیانه وبلل


پرون د کندهار په ښار کې د انتحاري حملې له کبله چې د نوي کابل بانک مخې ته وشوه لسګونه کسان مړه او ټپیان شول.
پرون د کندهار په ښار کې د انتحاري حملې له کبله چې د نوي کابل بانک مخې ته وشوه لسګونه کسان مړه او ټپیان شول.

د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي په کندهار او کابل کې د پرونيو بریدونو په غندلو سره دا "بې رحمه ترهګریز" بریدونه بللي دي.

ټوماس وېست په کندهار او کابل کې د وري د دوهمې نېټې د پنجشنبې د ورځې بریدونه غندلي دي.

نوموړي په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي: "متحده ایالتونه په کندهار او کابل کې ننني بې رحمه ترهګریز بریدونه غندي، کوم چې د روژې په مبارکه میاشت کې یې بې ګناه وګړي ووژل."

د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالتونو شارژدافېرې کرن ډیکر هم په خپله ایکس پاڼه دا بریدونه غندلي او لیکلي: "دوی د ترور ټول اعمال، که هغه د کابل په دشت برچي کې کېږي یا د کندهار د نوي کابل بانک مخ ته، غندي او وحشیانه یې بولي."

د کندهار په برید کې چې د وري په دوهمه د سهار په اته نیمو بجو وشو د ځايي سرچینو په حواله تر ۲۱ پورې کسان وژل شوي او ۵۱ نور ټپیان شوي دي، خو په کندهار کې د طالبانو امنیه قومندانۍ وژلي شوي ۳ او ټپیان ۱۲ تنه ښودلي دي.

سرچینې: د کندهار په نننۍ ځان وژونکې حمله کې ۱۹ کسان مړه او ۱۸ ټپیان دي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:21 0:00

کابل ښاریانو بیا په همدې ورځ د دغه ښار په څلورمه ناحیه کې هم د یوې نسبتاً زورورې چاودنې خبر ورکړ، خو طالبانو د دې پېښې او د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.

د کندهار ولایت په لومړۍ ناحیه کې د نوي کابل بانک ودانۍ مخې ته د برید مسوولیت د اسلامي دولت ډلې یا داعش منلی دی.

د داعش خبري اژانس اعماق د وري په دوهمه نېټه د شپې ناوخته د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: "دا برید پر طالب ملېشو چې د خپل عاید د ترلاسه کولو لپاره بانک کې سره راټول شوي وو، ترسره شو."

دا برید د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت هم غندلی او په خپله ایکس‌پاڼه یې لیکلي: "سعودي عربستان یوځل بیا دغه ترهګریز عمل په کلکه ردوي او د هر ډول تاوتریخوالي، افراطیت او ترهګرۍ پر وړاندې د افغانانو ترڅنګ ولاړ دی."

هممهاله د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ړنګ شوي جمهوري نظام د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکترعبدالله عبدالله هم په کندهار ولایت کې پرونۍ برید غندلی او یو جنایت او د ټولو قوانینو او اصولو خلاف عمل یې بللی دی.

د یادونې ده، د اسلامي دولت ډلې یا داعش په داسې حال کې په کندهار کې د پروني برید مسوولیت منلی چې د طالبانو حکومت په وار وار ادعا کړې چې دا ډله یې په افغانستان کې ځپلې ده.

د امنیتي چارو پوه اخترمحمد راسخ په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "د داعش پروني برید دا وښوده چې دوی په افغانستان کې نفوس لري او کولای شي د افغانستان په ناامنیو او د طالبانو پر وړاندې د بمي او چریکي بریدونو په عملي کولو کې برلاسي دي او طالبان د چریکي او بمي بریدونو په مخنیوي کې څنګه چې لازمه ده، بریالي نه دي."

د یادونې ده چې مخکې تر دې هم په پلازمېنه کابل او یو شمېر ولایتونو کې داعش وسله‌والې ډلې د یو شمېر بریدونو مسوولیت منلی دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د مرستیال په ګډون یو شمېر هېوادونو په افغانستان کې د داعش د او نورو ترهګرو ډلو فعالیت او سیمې او نړۍ ته یې د خطر په اړه خبرداری ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو مرستیال او له ترهګرۍ سره د ملګرو ملتونو د مبارزې د برخې مشر په سلواغې میاشت کې نړیوالې سولې او امنیت ته د ترهګرۍ ګواښ په نوم جوړې شوې غونډه ته ویلي وو، په افغانستان کې د داعش د بیا راپورته کېدو خطر لا پر ځای دی.

XS
SM
MD
LG