د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۵

افغانستان له‌خوا د سیمي ثبات ته احتمالي ګواښ په تړاو د روسیې اندېښنه؛ د چارو پوهان دا اندېښنې پرځای بولي


ارشیف: په کابل کې د داعش پر ضد د وسله‌والو طالبانو د عملیاتو یو انځور
ارشیف: په کابل کې د داعش پر ضد د وسله‌والو طالبانو د عملیاتو یو انځور

وروسته له هغې چې روسیې د افغانستان له‌خوا د سیمې ثبات ته د احتمالي ګواښ په اړه اندېښنه څرګنده کړه، د امنیتي چارو یو شمېر افغان کارپوهان دا اندېښنې پرځای بولي.

کارپوهان وايي ، لرې نه ده چې په افغانستان کې امنیتي بې ثباتي سیمې ته هم خپره شي.

بختیار وايي: که تر یوه کاله وضعیت همداسې دوام وکړي امنیتي بې ثباتۍ او ننګونې به رامنځته شي او ټول ګواښونه له افغانستانه رامنځته کېږي.

د امنیتي چارو پوه سعود بختیار ازادي راډیو ته وویل: "که تر یوه کاله وضعیت همداسې دوام وکړي امنیتي بې ثباتۍ او ننګونې به رامنځته شي او ټول ګواښونه له افغانستانه رامنځته کېږي او په افغانستان کې پیاوړي کېږي او په سیمه او تر سیمې هاخوا به امنیتي بې ثباتۍ رامنځته کړي."

بل امنیتي کارپوه اختر راسخ د دې خبرې په تایید سره ازادي راډیو ته وویل: "روسان د داعش خراسان او د تاجکستان د جهادي ډلو څخه ډېر خوف لري چې هغوی به دې سیمې ته دننه کېږي او ناامنه کوي به یې نو د دې ناامنۍ له ادرسه دی چې روسان غواړي له افغانستان سره د تاجکستان او ازبکستان د کرښې، امنیتي چارې په دقیق ډول وڅاري او د نظامي قوت له ادرسه یې په دفاع کې وساتي."

د روان زېږدیز کال د مارچ په ۲۲مه مسکو ته نږدې د کنسرت په یو تالار برید کې لږترلږه ۱۴۴ کسان ووژل شول چې مسوولیت یې داعش ډلې ومانه.

د ټاس خبري اژانس د خبر له مخې د روسیې د دفاع وزیر اندري بیلوسوف ویلي، په منځنۍ اسیا کې د افغانستان وضعیت لا هم د بې ثباتۍ اصلي سرچینه ده.

په خبر کې راغلي، نوموړي د مې په ٣١مه د قزاقستان په الماتا ښار کې د ګډ امنیتي تړون سازمان یا "سي‌ایس‌ټي‌او" (CSTO) د دفاع وزیرانو شورا په غونډه کې وویل، په افغانستان کې وضعیت د سیمه‌ییز ثبات د تامین لپاره د تاجکستان سره د پولې د ټینګولو او د نورو اقداماتو اړتیا په نښه کوي.

اندري بیلوسوف زیاته کړې چې یو شمیر افراطي ډلې په افغانستان کې ځای پر ځای شوي چې په ګاونډیو هېوادونو کې د خپلو افکارو د پراخولو په هڅه کې دي او له دې هېواده بهر د ډلو او ترهګرۍ د خپریدو خطر مخ په ډېرېدو دی.

دې سره هممهاله د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت پخواني مشر احمد ضیا سراج د مې په ۳۰مه د تروریزم پر وړاندې د مبارزې مرکز یا "سي‌ټي‌سي" سره په یوې مرکه کې ویلي، القاعده اوس په دې حالت کې ده چې افغانستان د خپل قوماندې او کنټرول مرکز وګرځوي او القاعده او نورې ډلې اوس په افغانستان کې د ودې امکان لري.

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت پخوانی مشر احمد ضیا سراج
د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت پخوانی مشر احمد ضیا سراج

ازادي راډیو وغوښتل د دغو څرګندونو په اړه د طالبانو حکومت نظر هم ولري، خو ویاند یې ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه پوښتنې ځواب نه کړې، خو د طالبانو حکومت بېلابېلو چارواکو تر دې مخکې تل ټینګاړ کړی چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي او دغه شان په دغه هېواد کې د ترهګرو ډلو فعالیت یې هم رد کړی دی.

افغانستان او تاجکستان ۱۳۵۰ کیلو متره ګډه پوله لري او تر دې مخکې د تاجکستاني چارواکو په ګډون د افغانستان یو شمېر ګاونډیو او د سیمې هېوادونو هم څو ځله د افغانستان له خاورې دوی ته د احتمالي ورپېښو ګواښونو په تړاو اندېښنه ښودلې ده.

د یادونې ده چې روسیې چارواکي په دې وروستیو کې د افغانستان په اړه متناقضې څرګندونې لري.

د مې په ۲۸مه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل، مسکو باید د افغانستان لیدلوری په پام کې ولري او ورسره اړیکې جوړې کړي.

له دې یوه ورځ مخکې بیا د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف طالبان په افغانستان کې اصلي ځواک وبلل او ویې ویل، مسکو ښايي طالبان د هغو ډلو له نوملړه وباسي چې بندیزونه یې پرې لګولي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG