د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۹

سپینه ماڼۍ: د روسیې لخوا د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل به " ناوړه پيغام " وي


د سپینۍ ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند، جان کربي
د سپینۍ ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند، جان کربي

وروسته له هغې چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او د افغانستان لپاره د دې هیواد ځانګړي استازي ضمېر کابلوف د "ترهګرو " ډلو له لېسته د طالبانو د احتمالي ایستلو خبره کړې، د سپینۍ ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند وايي که روسیه دا اقدام کوي دا به نورو هېوادونو ته " ناوړه " پیغام وي.

جان کربي پرون د مۍ په ۲۸ امریکا کې خبریالانو ته په یو خبري کنفرانس کې وویل:

" طالبانو تر اوسه پر هېڅ یوې هغې ژمنې عمل نه دی کړی چې ویلي یې وو د واک تر لاسه کولو وروسته به یې ترسره کړي، موږ هیڅ دریځ نه لرو او نه به یې ولرو چې طالبان د افغانستان د رسمي حکومت په توګه په رسمیت وپېژنو، د روسیې په اړه موږ په دې باور یو چې دا به نورو (هېوادونو) ته ناوړه پیغام ورکړي، زه نه غواړم په دې اړه یوې فرضي موضوع ته ولاړ شم خو دا یو ناوړه اقدام دی. "

جان کربي د افغان مېرمنو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د حکومت د رویې ، د افغانستان اقتصادي چارو تنظیم او له افغان ولس سره د دوی د حکومت د چلند په اړه وویل چې دا د طالبانو له ژمنو سره په ټکر کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د یکشنبې په ورځ د مۍ په ۲۶ مه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له تور لیسته د طالبانو د ایستلو هیله څرګنده کړې وه.

لاوروف طالبان په افغانستان کې "اصلي ځواک " بللی او ویلي یې دي چې دا ممکنه ده مسکو طالبان د هغو ډلو له لیست څخه وباسي چې بندیزونه یې پرې لګولي دي.

د روسیې ټاس خبري اژانس د دوشنبې په ورځ د مې په ۲۷ مه د افغانستان لپاره د روسیې ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له قولي لیکلي وو چې د "ترهګرو " له نوملړه د طالبانو د حکومت ایستلو پرته د رسمیت پېژندلو په اړه به له وړاندې اقدام وي.

پوتین: مسکو باید د افغانستان لیدلوری په پام کې ولري او اړیکې ورسره جوړې کړي.
پوتین: مسکو باید د افغانستان لیدلوری په پام کې ولري او اړیکې ورسره جوړې کړي.

د یادونې ده چې پرون سه شنبه د مې په ۲۸ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم د یوې قانوني مرجع په توګه د طالبانو د رسمیت پېژندلو او د "ترهګرو ډلو " له لیسته د هغوی د ایستلو په اړه ویلي چې مسکو باید د افغانستان لیدلوری په پام کې ولري او اړیکې ورسره جوړې کړي.

د روسي چارواکو دغو څرګندونو په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ضد د ازادۍ جبهې چې وخت ناوخت په افغانستان پر طالبانو د حملو ادعاوو کوي، هم غبرګون راپارولی دی.

دغې جبهې د سه شنبې په ورځ د مۍ په ۲۸ مه په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د طالبانو احتمالي په رسمیت پېژندنه او هر ډول امتیازات په سیمه او نړۍ کې خطرناکې امنیتي پایلې ولري.

د افغانستان د ازادۍ جبهه: د طالبانو په رسمیت پېژندل به خطرناکې امنیتي پایلې ولري
د افغانستان د ازادۍ جبهه: د طالبانو په رسمیت پېژندل به خطرناکې امنیتي پایلې ولري

د طالبانو حکومت تر اوسه د روسي چارواکو د څرګندونو په اړه رسماً څه نه دي ویلي او نه یې په دې اړه تر اوسه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب کړې.

خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو رئیس ذاکر جلالي د دې موضوع په اړه په خپله ایکس پاڼه د سه شنبې په ورځ لیکلي: "دا امارت سره د اړيکو د پراختيا په اړه د روسيې د ترټولو لوړې کچې څرګندونې دي چې د هغه هېواد اطمینان او د اړيکو پراختيا سياسي عزم ښيي، دا د امارت په تړاو د روسيې په سياسي درک کې د پام وړ پرمختګ دی. "

د یادونې وړ ده چې طالبانو حکومت تر اوسه د هیڅ یوه هېواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی، خو د چین او روسیې په ګډون په یو شمېر سیمې هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه دوی ته سپارل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG