د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

د طالبانو تر واک لاندې زر ورځې؛ د بشري حقونو وضعیت څنګه و؟


د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره پر افغان ښځو او نجونو ګڼ بندیزونه ولګول شول - ارشیف
د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره پر افغان ښځو او نجونو ګڼ بندیزونه ولګول شول - ارشیف

د طالبانو حکومت له جوړولو څخه زر ورځې وشوې.

طالبانو له شاوخوا د شلو کلونو وروسته د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې په دویم ځل د افغانستان واک تر لاسه کړ.

خو د طالبانو واکمنۍ په دغو زرو ورځو کې د بشري حقونو او په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو او د افغانانو د ژوند وضعیت څنګه دی؟

په تېرو زرو ورځو کې طالبانو د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر حقونو او آزادیو ګڼ محدودیتونه لګولي دي.

د ۱۴۰۰ لمریز کال د سنبلې په ۲۷ مه د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره یوازې نارینه زده کوونکو او ښوونکو ته ښوونځیو ته د تلو اجازه ورکړه او له هغه وروسته په پوهنتونونو کې هم د هلکانو او نجونو ګډې زده کړې بندې شوې.

همدا شان د حجاب اجباري کول، د دولتي ادارو د ښځينه کارکوونکو په کور کېنول، د ښځو چارو وزارت منحلول، د ښځو د ورزش غیر ضروري ګڼل، د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د دروازو تړل او همدارنګه تفریحي ځایونو، پارکونو او عمومي حمامونو، له محرم پرته لرې واټن سفرونو ته د ښځو پر تلو او په ټولو نا دولتي ادارو او سینګارتونونو کې د ښځو پر کار بندیز له هغو بندیزونو څخه دي چې د طالبانو حکومت لخوا پر ښځو او نجونو لګول شوي دي.

د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو ورځو کې ښځو د خپلو حقونو د خوندیتوب لپاره لاریونونه وکړل، خو دا لاریونونه د طالبانو له خوا وځپل شول او د دوی له خوا هر ډول اعتراضونه او لاریونونه منع شول.

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون پخوانۍ رئیسې شهرزاد اکبر ازادي راډیو ته وویل: " لومړنى هغه څه چې پکې ژور بدلون رامنځته شو، د ښځو او نجونو د بشري حقونو وضعيت و، هغوى د زده کړې حق نه لري، منځني ښوونځي، لېسې او پوهنتونونه يې پر مخ وتړل شول، چې افغانستان يې د ښځو لپاره تر ټولو بد هېواد جوړ کړی."

په کابل او د افغانستان نورو ولایتونو کې بیا- بیا د طالبانو د بندیزونو خلاف د ښځو لاریونونه شوي
په کابل او د افغانستان نورو ولایتونو کې بیا- بیا د طالبانو د بندیزونو خلاف د ښځو لاریونونه شوي

د ښځو د حقونو یوه فعاله مریم معروف اروین د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ښځو د زرو ورځو ژوند په اړه داسې وایی:

" افغان ښځې او نجونې په څه کم تېرو درېیو کلونو کې د طالبانو په واکمنۍ او د افغانستان په نوم په یوه جغرافيه او په یوه دوزخ کې په خورا بد حالت کې ژوند کوي تر دې چې ان د شریعت د پلي کولو تر عنوان لاندې دوی د خپل بنسټیز، بشري او اسلامي حقونو څخه چې زده کړې او ښوونځي او پوهنتون ته تلل دي، بې برخې دي."

د نیمروز ولایت د حقوقو او سیاسي علومو رشتې فارغې ازیتا چې پخوا یې په یوې اداره کې کار کاوه او اوس وزګاره ده، ازادي راډیو ته وویل: " زر ورځې کیږي چې طالبان افغانستان ته راغلي. زه یوه تحصیل کړې مېرمن یم و او نه شم کولای کار وکړم. موږ ټولې افغان نجونې ډیرې ستونزې لرو، ان نه شو کولای ښوونځي او پارک ته ولاړې شو. "

د کابل ولایت اوسیدونکي بهار او نیایش چې له زده کړو بې برخې شوي وايي د طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې په کور کې زنداني شوې دي.

ګڼو نړیوالو سازمانونو او هېوادونو له طالبانو غوښتي چې پر ښځو او نجونو لګولي بندیزونه بیرته واخلي، خو دوی دا غوښتنې نه دي منلي
ګڼو نړیوالو سازمانونو او هېوادونو له طالبانو غوښتي چې پر ښځو او نجونو لګولي بندیزونه بیرته واخلي، خو دوی دا غوښتنې نه دي منلي

" زر ورځې کیږي چې موږ په کور کې قید شوې یوو، زموږ پر مخ ښوونځی تړل شوی. هره ورځ په موږ زر ورځې تېریږي، ځکه هغه ټولې هیلې او موخې مې چې درلودې په زړه کې مې پاتې دي."

" ډېر د ناهیلۍ احساس کوم. ځکه په خپل هېواد کې په خپل کور کې د یوه زنداني په شان یم. ان د تعلیم او تحصیل حق هم نه لرو او د خپل ژوند مهمې ورځې چې باید په زده کړو کې او د خپل او هېواد لپاره د یوې ښې راتلونکې په جوړولو کې تېرې کړو، په ناهیلۍ او خپګان تېروو."

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د خپلې واکمنۍ د ۱۰۰۰ ورځو او پر دوی د بشري حقونو د سرغړونو د تورونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه، خو تر دې وړاندې یې په وار وار ادعا کړې چې د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.

د طالبانو حکومت د دې تر څنګ د افغانستان د تېر جمهوري نظام د کارکوونکو او پوځیانو د بشري حقونو په نقضولو تورن دی.

په دې تورونو کې د وژنې، زنداني کولو، شکنجه کولو او په زوره د لا درکه کولو په سلګونو قضيې شاملې دي چې د بشري حقونو د بېلابېلو سازمانونو په تېره بيا د ملګرو ملتونو له خوا په وار وار راپور شوي دي.

خو طالب چارواکو تل دا ډول راپورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د خپل مشر د عمومي عفوې فرمان ته ژمن دي.

زر ورځې په داسې حال کې تېرېږي چې د بشري حقونو یو شمېر بنسټونه او د ښځو د حقونو فعالان په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د وضعیت په اړه د اندېښنې ترڅنګ په افغانستان کې د جنسیتي اپارتاید د په رسمیت پېژندلو غوښتنه کوي.

د طالبانو حکومت همداشان ګڼ شمېر مدني فعالان، ښځې، د پوهنتون استادان او خبریالان د خپل پر حکومت د نیوکو په ګډون په بېلابېلو پلمو نیولي او بندیان کړي دي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG