د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۹

ډیکر: امریکا په افغانستان کې د مرستو رسولو بهیر اغېزمنتیا څېړي


افغانستان ته د استول کېدونکو نقدي بشري مرستو یوه څنډه - ارشیف
افغانستان ته د استول کېدونکو نقدي بشري مرستو یوه څنډه - ارشیف

امریکايي چارواکي وايي له ملګرو ملتونو او مرستندویو ادارو سره په افغانستان کې د مرستو رسولو د بهیر اغېزمنتیا ارزوي.

دا خبره د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې کرن ډیکر په ایکس پاڼه باندې لیکلې ده.

د امریکا شارژدافیره زیاتوي، د مرستو د اغېزمنتیا د ارزونې اساسي هدف د روڼتیا رامنځته کول دي.

د اغلې ډکر په دې بیان کې د امریکا، کاناډا،ملګرو ملتونو،اروپايي ټولنې،برېټانیا،جاپان،ترکیې،قطر په شمول د شاوخوا هغو شاوخوا شلو هېوادونو یادونه شوې چې له افغانستان سره مرستې کوي څو دا هېواد له بشري بحرانه وژغوري.

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیره، کرن ډیکر
د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیره، کرن ډیکر

امریکا د دغو مرستندویانو په سر کې ده او د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې یې څه باندې دوه نیم میلیارد ډالره له اړمنو افغانانو سره مرستې کړي.

د ملګرو ملتونو د راپورونو په اساس، د ۲۰۲۱ کال له اګسټه چې طالبان واک ته رسېدلي، دغه سازمان له افغانانو سره د مرستو لپاره د مرستندویانو دوه میلیارده او ۹ سوه میلیونه ډالره افغانستان ته وړې ده.

امریکا په دې ډله کې دوه میلیارده او شپږ سوه میلون ډالره مرسته کړې او دا بهیر لا هم په دې ترتیب روان دی چې افغانستان ته هره اوونۍ د څلوېښتو میلیونو ډالرو نغدو پیسو بستې رسیږي.

د امریکا او نړیوالې ټولنې دا مرستې تر ډېره د ملګرو ملتونو او د هغوی د دویم لاس مرستندویو موسسو له لارې په مصرف رسیږي.

د امریکا د مرستو پر سر د څار ادارې مخکې څو واره په خپلو راپورونو کې د امریکا د مرستو د ځینو برخو د ضایع کېدو او یا له دې مرستو د طالبانو د برخمنېدو په اړه اندېښنه ښودلې.

امریکا او نور مرستندویان داسې وخت د مرستو اغېز او څرنګوالی څېړي چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي د لوږو او اړمنو افغانانو شمېر په زیاتېدو دی.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې له نږدې ۲۴ میلیونو اړمنو افغانانو ۱۵ میلیونه یې داسې دي چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره مرستو ته عاجله اړتیا لري.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام/ ډبلیو اف پي ویاند فیلیپ کراپ Philippe Kropf ازادي راډیو ته په یوه پیغام کې د مرستو د کمېدو د ناوړه اغېزو په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل:

" د مرستو بندېدو په ټول هېواد کې کورنۍ زیاتې وځپلې. په ځینو سیمو کې د دغو مرستو د کمېدو په نتیجه کې د خوارځواکو ماشومانو شمېر دوه چنده شو. په افغانستان کې غذايي مصوونیت خورا حساس دی او که مرستې نه وي ډېر ژر خراب حالت ته ګرځي. د شپږو راتلونکو میاشتو لپاره ډبلیو اف پي په افغانستان کې د خپلو ټولو پروګرامونو لپاره ۶۵۷ میلیونو امریکايي ډالرو ته اړتیا لري."

ډبیلو اف پي وايي چې تېر ۲۰۲۳ کال یې له لسو میلیونو لوږو افغانانو سره مرستې بندې کړې ځکه کافي بودیجه یې نه درلوده او دې کار د اړمنو کورنیو حالت ډېر خراب کړی.

طالبان او ورسره همغږي اغېزناکې څېرې له بشري مرستو په ځاني استفادې تورن دي، خو دوی دا ادعاوې رد کړي
طالبان او ورسره همغږي اغېزناکې څېرې له بشري مرستو په ځاني استفادې تورن دي، خو دوی دا ادعاوې رد کړي

په اکثرو سیمو کې خلک شکایت لري چې مرستې مستحقو کسانو ته نه رسیږي او محلي با نفوذه خلک او طالب چارواکي په مرستو کې لاسوهنې کوي.

طالبانو بیا ویلي چې د مرستو د رسولو لپاره اسانچاري کوي.

طالبان چې د نړۍ هېڅ هېواد یې په رسمیت نه پېژني؛ په افغانستان کې د سختدریځيو او د ښځو او بشري حقونو د محدودولو په خاطر د نړیوالې ټولنې له فشارونو سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG