د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۰

اوچا: ۲۴ میلیونه افغانان مرستو ته اړ دي؛ د خوړو نړیوال سازمان: ډېره کمه بودیجه ورته لرو


له ارشیفه د یو شمېر بېوزلو افغان مېرمنو تصویر
له ارشیفه د یو شمېر بېوزلو افغان مېرمنو تصویر

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، سږ کال په هېواد کې ۲۳،۷ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

اوچا په هغه پیغام کې چې پرون (د مارچ ۱۰مه) یې په ایکس، یا پخواني ټوېټر کې خپور کړ، ویلي چې په افغانستان کې ۵۲ سلنه اړمنې ښځې او نجونې دي.

دغې ادارې له نړۍ وغوښتل چې د افغانستان د ښځو او نجونو تر څنګ ودرېږي، ځکه په افغانستان کې تر ټولو زیات زیان ښځې ګوري.

اوچا همداراز زیاته کړه چې په ۲۰۲۳ کال کې یې په افغانستان کې له ۸ میلیونو نجونو او ۹،۲ میلیونو ښځو سره حیاتي مرستې کړې دي.

دا څرګندونې او د مرستې غوښتنه په داسې حال کې کېږي چې د خوړو نړیوال پروګرام له افغانستان سره د مالي مرستو د کمېدو خبرداری ورکړی دی.

د اسيا او ارام سمندر لپاره د ډبلیو اف پي مرستيال سمير وانمالي پر ایکس چينل، په خپره شوې ويډيو کې ويلي چې نړۍ باید افغانستان او د دغه هېواد وګړي هېر نه کړي.

د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د خپلو مالي سرچینو د جدي کمښت خبرداری ورکړی دی.
د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د خپلو مالي سرچینو د جدي کمښت خبرداری ورکړی دی.

هغه زیاته کړې:

"په ۲۰۲۴ کې به د ۲۰۲۳ په پرتله په مرستو کې لوی کمښت وي. د خوړو نړیوال پروګرام هڅه کوي چې په مناسب وخت کې ترټولو زیان منونکو خلکو ته مرستې ورسوي. په ورته وخت کې، موږ پوهیږو چې ښځې او نجونې ډېرې اړتیاوې لري. څه د بېړنیو اړتیاوو په څانګه کې او څه غیر اضطراري."

پر دې سربېره، طالبان چې له تېرو دوه نیمو کلونو راهیسې په افغانستان واک چلوي، د ښځو او نجونو پر کار او زده کړو یې سخت بندیزونه لګولي.

په دې بندیز کې هغه افغانې ښځې هم شاملې دي چې د ملګرو ملتونو له ادارو او کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو سره کار کوي.

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري
د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري

په دې وروستیو کې د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي چې په دغه هېواد کې د ښځو پر وړاندې د کار د محدودیتونو له امله هر کال د افغانستان اقتصاد ته تر یو میلیارد ډالرو ډېر زیان رسیږي.

د اميري په وينا، د ښځو او نجونو پر کار او زده کړو د طالبانو سختو بنديزونو ټول افغانان زيانمن کړي دي.

د دې محدودیتونو لرې کول تل د طالبانو له سرپرست حکومت څخه د نړۍ غوښتنه وه چې تر اوسه د افغانستان اوسنيو واکمنانو پرې عمل نه دی کړی او په دې توګه یې د نړیوالې ټولنې اندېښنې او نیوکې راپارولي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG