د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۳

د خوړو نړیوال سازمان: افغانستان کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوي


له ارشیفه د کابل د یوه پلورنځي تصویر
له ارشیفه د کابل د یوه پلورنځي تصویر

د خوړو نړیوال سازمان د ډسمبر د میاشتې د درېیمې اونۍ د اونیز بازار په راپور کې ویلي چې له اوړو پرته، په افغانستان کې د خوراکي توکو بیې د ۲۰۲۰ کال د مارچ د میاشتې د دویمې اونۍ په پرتله هغه مهال چې د کرونا ويروس لا نه و خپور شوى د پام وړ لوړې شوې دي.

دغه سازمان دا هم ویلي چې د ۲۰۲۱ کال د جون میاشتې په درېیمه اوونۍ کې د طالبانو تر بیا واکمنۍ وروسته د غنمو، اوړو او غوړيو پرته د خوراکي توکو بيې د پام وړ لوړې شوې دي.

ډبليو اف پى په دې راپور کې زیاته کړې چې د ژمي له پیل سره په دې اوونۍ کې ورځنۍ مزدورۍ ته لاس رسی د تېرې اوونۍ په پرتله ۸ سلنه کم شوی .

دا په داسې حال کې ده چې په سړو ولايتونو کې د يادې شمېرې د لوړېدو وړاندوېنه کېږي.

دغه سازمان وايي، تېره اوونۍ د ژمي له پيلېدو سره د سکرو، لرګيو او(( د ارې د بورو)) په ګډون د ژمي د اړتيا وړ توکو بيې يو څه لوړې شوې دي.

په همدې حال کې د بېلابېلو ولايتونو يو شمېر اوسېدونکي د خوراکي او سون توکو د بيو له لوړوالي شکايت کوي.

د کابل ښار اوسېدونکې ادیبې ازدي راډیو سره په خبرو کې وويل:

"د سون او خوراکي توکو د بيې لوړېدو زمونږ پر ژوند ډېر اغېز کړى دى ،ټول بې کاره هم دي، ګټه وټه هم نه لري. سږ کال مو و نه شو کولى چې لرګي واخلو، ماشومان او ناروغان لرم ،ډېره سخته ده د ډالرو د بيې په لوړېدو سره د خوراکي توکو بيه لوړه شوه او همغسې لوړه پاتې شوه اوس چې ډالر ټيټ شوي هم دي بيو کې بدلون نه دی راغلی."

زهره چې د پنجشېر ولايت ده او اوس په کابل کې ژوند کوي، بېکارۍ ته په پام د خوراکي او سون توکو د نرخونو له لوړ بيو شکايت کوي.

هغه وایي:

" بوره من په ٦٠٠ ده هر څه قيمته دي د ډېرې قېمتۍ له لاسه خو غوښه بېخي خوړلى نه شوو، سکاره هم من ٣٠٠ شوي د څېړۍ لرګي سکاره هم نه دي خرابه سکاره، هر څه قيمته دي، ماکروني هر څه قيمته دي، ماکروني من په ٧٠٠ راکوي."

خو د کابل ښار یو هټیوال نوید ادعا کوي چې د جمهوريت نظام په پرتله د خوراکي توکو بیې یو څه راټیټې شوې دي.

خلک د سون توکو د بیو له لوړوالي هم شکایت لري او وایي په دې ساړه ژمي کې یې اړتیا زیاته ده، خو وسه نشته
خلک د سون توکو د بیو له لوړوالي هم شکایت لري او وایي په دې ساړه ژمي کې یې اړتیا زیاته ده، خو وسه نشته

نوموړي ازادي راډيو ته وویل:

"د نن ورځې بيعې د جمهوريت د دورې په پر تله ډېر لږ تفاوت لري او بايد ووايم چې په دې ورورستیو کې د جمهوريت دورې په پرتله بيعې ارزانه شوې دي."

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو یو شمېر بنسټونو د بېکارۍ، فقر او سړې هوا له امله د افغانانو لپاره د راتلونکي سخت ژمي وړاندوېنه کړې وه.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د دفتر (اوچا) د وروستیو راپورونو له مخې، په افغانستان کې د ۲۹.۲ میلیونو خلکو په ګډٶڼ چې بشري مرستو ته اړتیا لري، له پاکستان او ایران څخه د سلګونو زرو افغان کډوالو شړل به په افغانستان کې مرستو ته د اړو کسانو شمېر نور هم زیات کړي.

اوچا زياتوي چې په ۲۰۲۴ کال کې له ۱۷،۳ میلیونو اړمنو افغانانو سره د مرستې لپاره ۳،۶ میلیارده ډالره مرستې ته اړتیا ده.

په وروستیو میاشتو کې مرستندویه بنسټونو په پرله پسې ډول په سږني ژمي کې اړمنو افغانانو ته د مرستو د رسولو لپاره د بودیجې د نشتوالي په اړه اندېښنه ښودلې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG