د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۰

د افغانیو ارزښت لوړیدل؛ کارپوهان: دا طبیعي بدلون نه دی، اقتصادي بې ثباتي ښيي او تاوان پېښوي


کابل کې د یوه لاسي صراف په لاس افغاني بانکنوټونه - ارشیف
کابل کې د یوه لاسي صراف په لاس افغاني بانکنوټونه - ارشیف

په تېره یوه اوونۍ کې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو بیه په کم‌ساري ډول راټيټه شوې ده.

د کابل په شهزاده سرای کې د صرافانو د ټولنې ویاند عبدالرحمن ځیرک ازادی راډیو ته وویل، پرون یو امریکایي ډالر په ۶۷،۵۰ افغانۍ بدلېده او په ولايتونو کې دا بيه تر دې هم ټيټه وه.

تېره اوونۍ یو ډالر په ۷۴ افغانۍ بدلېده.

نوموړی د افغانیو پر وړاندې د ډالر د ارزښت د راټیټېدو لامل له افغانستان سره اوونيزې نغدي مرستې او په بازارونو کې د افغاني بانک‌نوټونو نشتوالی ګڼي.

ښاغلی ځيرک وايي چې دا ډول بدلونونه د صرافانو او سوداګرو په زيان تماميږي.

زیرک زیاتوي:

"د ډالرو په بیو کې په چټکۍ سره زیاتوالی او راټیټېدل نه د صرافانو په ګټه دی او نه د عامو خلکو لپاره، که دا کمښت په تدریجي ډول ترسره شي او ورسره د خوراکي توکو بيې راټیټې شي، دا د خلکو او ولس په ګټه تماميږي."

د افغانستان بانک چې د طالبانو د حکومت ترکنترول لاندې فعاليت کوي وايي، دغه بانک د افغانستان پولي بازارونه څاري او د بهرنیو اسعارو پر وړاندې یې د افغانۍ ارزښت لوړ کړی دی.

د ياد شوي بانک ویاند حسیب‌الله نوري په یوه ویډیو کې چې پر ټولنیزو رسنیو هم خپره شوې ویلي چې دغه بانک د زړو بانک‌نوټونو د تبادلې بهیر پیل کړی دی.

د طالبانو له بیاځلي واکمنۍ وروسته د یو ډالر ارزښت تر سلو افغانیو رسېدلی و، خو په وروستیو میاشتو کې دغه ارزښت مخ په کمېدو دی.

د کابل یو شمېر ښاریان بیا وايي چې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت کمېدو یوازې د ځینو توکو پر بیو اغېز کړی دی.

د کابل اوسېدونکې خاطرې ازادي راډیو ته وویل:

"ما ځينې توکي وپېرل، د پخوا په پرتله د اوړو او غوړيو بيه راټيټه شوې ده. پخوا مو غوړي په ٥٥٠ اخيستل او اوس مو په٤٧٠ افغانۍ وپېرل."

د کابل ښار د تېلو د يوه ټانک مسوول وحيدالله احمدي وايي، چې په نړۍ کې د تېلو د بيو بدلون او د ډالر د ارزښت راټيټېدو په افغانستان کې هم د تېلو پر بيو اغېز کړى دى.

هغه د کابل په بازارونو کې د نفتي توکو د بیو د بدلون په اړه وویل:

" د يو لېتر ډېزل تېلو بيه له ٦٧ څخه ٦٢ افغانيو، د پټرولو بيه له ٧٦ افغانيو څخه ٧١ افغانيو او د ګازو بيه له ٦٠ څخه ٥٠ افغانيو ته راټيټه شوې ده."

کابل کې د شهزاده سرای د صرافۍ مرکز - ارشیف
کابل کې د شهزاده سرای د صرافۍ مرکز - ارشیف

د اقتصادي چارو پوه شاکر یعقوبي وايي، د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول د ډالرو په بیه کې ناڅاپي بدلون، چې راکړه، ورکړه ډېره پرې کېږي، د هېواد د اقتصاد په ګټه نه‌دی.

هغه ازادي راډيو ته وویل چې د ډالرو د ارزښت ټيټوالي د افغانۍ د پېرلو ځواک نه‌دی زیات کړی.

یعقوبي زیاتوي:

"د پولي سیاست له نظره، دا یو ریښتینی بدلون نه‌دی، بلکې یو مصنوعي انعطاف یا د پیسو بې ثباتي ده. ځکه چې د افغانیو د پېرلو ځواک نه‌دی لوړ شوی او دا به دوامداره نه وي، له افغانستان سره د نغدو پیسو مرسته، د ډالرو د ارزښت پر راټيتېدو او د افغانيو د ارزښت لوړېدلو باندې اغېز لري."

نوموړی زیاتوي، چې دغه ډول پولي بدلونونه د افغانستان پر صادراتو، چې راکړه ورکړه په ډالرو کېږي، منفي اغېز کوي.

دا په داسې حال کې ده چې، د طالبانو د بياځلي واکمنۍ په لومړیو میاشتو کې د افغانیو پر وړاندې د ډالر ارزښت ۱۲۰ افغانیو ته لوړ شوی و.

خو د بلومبرګ مجلې د راپور له‌مخې، چې د میزان په میاشت کې خپور شو، سږ کال د افغانستان اسعارو ۱۴ سلنه وده کړې، چې له کولمبیا او سریلانکا وروسته د نړۍ د اسعارو په لېست کې دریم ځای لري.

بلومبرګ زیاته کړې وه چې د میلیاردونو ډالرو بشري مرستو راتګ او له اسیايي ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګرۍ زیاتوالی هغه عمده لاملونه دي، چې افغانۍ یې له امله د ثبات له پلوه درېیم ځای لري.

خو د نړیوالو سازمانونو د راپورونو له‌مخې، افغانستان اوس‌‌مهال یو له ستر بشري ناورین سره مخ دی او ۲۹.۲ میلیونه وګړي یې بشري مرستو ته اړتیا لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG