خبرونه
افغانستان بانک: د افغاني بانک نوټونو نوي پینځه سویز او زرګون بازار ته باسو
د افغانستان بانک د افغانۍ د زرګون او پنځه سوګون د زړو بانکنوټونو پرځای بازار ته د نویو بانکنوټونو د وړاندې کولو د پیل خبر ورکوي.
د هېواد مرکزي بانک چې طالبان یې اداره کوي، په یوه بیان کې چې پرون یې پر اېکس شبکې خپور کړ وايي چې دا پروسه عملا په ټول هېواد کې روانه ده.
بیان زیاتوي چې پردې سربېره د زړو بانکنوټونو د نورو ډولونو راټولول او بازارونو ته د نویو بانکنوټونو د عرضې بهیر لاهم روان دی.
په بیان کې خلکو ته لارښوونه شوې چې په مرکز او ولایتونو کې دې د افغانستان بانک یا سوداګریزو بانکونو استازولیو ته مراجعه وکړي او تر ۱۰۰ افغانیو پورې نوي بانکنوټونه د زړو هغو په بدل کې ترلاسه کړي.
په بیان کې دا اندازه د لسګون او شلګون بانکنوټونو لپاره لس زره او د پنځوس ګون او سلګون لپاره ۴۰ زره افغانۍ ښودل شوې ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
اروپایي ټولنې له افغانانو سره ۱۰ ملیونه یورو مرسته وکړه
اروپایي ټولنې په افغانستان کې د ښځو د اقتصادي پياوړتیا د پروګرام لپاره د لس میلیونه یورو مرستې اعلان وکړ.
په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازې ویرونیکا بوکوویچ پوهار د پنجشنبې په ورځ وویل چې په دې لس میلیونه یورو مرستې به د ښځو لپاره کوچینۍ تصدۍ جوړې شي.
د اروپایي ټولنې په بیان کې راغلې دي چې دا مرستې به د ملګرو ملتو د پراختیایي ادارې( یو این ډي پي) له لورې ولګول شي. بیان زیاتوي چې له شریعت سره به سم افغان ښځو ته مالي خدمات چمتو شي او په تجارتي برخه کې به وروزل شي.
یو این ډي پي ویلي دي چې په افغانستان کې له دوه زره یو ویشتم کال راپه دې خوا چې طالبان بیا ځلي واکمان شوې دي، نړیوالې مرستې کمې شوې او پر ښځو محدودیتونه زیات شوې چې له امله یې په اقتصادي ډګر کې د دوی هلې ځلې له خنډونو سره مخامخ شوې دي.
د افغانستان د سترې محکمې پخوانی رییس وفات شو
د افغانستان د سترې محکمې پخوانی مشر عبدالسلام عظیمي ومړ.
عبدالسلام عظیمي چې د مصر په الازهر پوهنتون کې حقوق او اسلامي شریعت لوستی و، په کابل پوهنتون کې د شرعیاتو د پوهنځي استاد پاتې شوی. په تیر جمهوري نظام کې د اساسي قانون د تدوین د کمیسیون غړی و او د ولسمشر حامد کرزي حقوقي سلاکار. پوهاند عظیمي له دوه زره شپږم تر دوه زره څوارلسم کلونو پورې د افغانستان د سترې محکمې رییس و.
پوهاند عظیمي د پنجشنبې په ورځ د نوي کلونو په عمر په ترکیه کې وفات شو.
د ویسټ اینډیز کرکټ لوبډلې افغان ټیم ته ماتې ورکړه
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم له ویسټ اینډیز سره د درې شل اوروه لوبو وروستۍ یوه تیر ماښام د پنځلس منډو په توپیر بایلوده.
تر دې مخکې دوې لوبې افغانستان ګټلې وې. دا لوبې نړیوال جام ته د تیاریو لپاره په متحد عربي اماراتو کې ترسره شوې.
ټاکل شوې ده چې د شل اورونو د کرکټ نړیوال جام د هند او سریلانکا په ګډ کوربتوب د فبروري په اوومه پيل شي او نژدې یوه میاشت دوام وکړي.
په نړیوال جام کې افغانستان په ( ډي) ګروپ کې له جنوبي افریقا، نیوزیلنډ، کاناډا او متحده عربي اماراتو سره یوځای شوی دی.
زیلینسکي: امریکا کییف ته امنیتي تضمینونه ورکړي
د اوکراین ولسمشر وایي چې د اوکراین لپاره د امریکا د امنیتي تضمینونو په اړه یو سند بشپړ شوی خو له روسیې سره د سولې لپاره د مځکې پر سر اختلافات په خپل ځای دي.
ولادیمیر زیلینسکي د پنجشنبې په ورځ د سویس په داووس کې د نړیوالې اقتصادي غونډې پرمهال وویل چې د امنیتي تضمینونو سند د اوکراین د پارلمان او د متحد ایالتونو د کانګرس له لورې تصویبیدو ته چمتو شوی دی، خو ښاغلي زیلینسکي دا ونه ویل چې په امنیتي تضمینونو کې څه شامل دي.
روسیه چې د اوکراین د خاورې شاوخوا شل فیصده یې نیولې ده د سولې په بدل کې غواړي چې د اوکراین په ختیځ کې د دونباس سیمه روسیې ته وسپارل شي، خو کییف له دې سره سخت مخالفت کوي او وایي چې د روغې جوړې په بدل کې دې ته په هیڅ ډول چمتو نه دی چې د خپلې خاورې له یوې برخې تیر شي.
ټرمپ د "سولې پلاوی" اعلان کړ
د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د "سولې پلاوی" اعلان کړ.
د ولسمشر ټرمپ په مشری دغه پلاوی یا بورډ به پیل کې په غزه کې د سولې په ټینګښت تمرکز کوي.
ددغه ابتکار د لاس لیک مراسم د سویس په داووس ښار کې ترسره شول.
دنړۍ ګڼ مشران په داووس کې د ( WEF) یا د اقتصاد دنړیوالې ټولنې کلنۍ غونډه کې ګډون لپاره دغه ښار کې دي.
ټرمپ وویل : " کله چې دغه پلاوی په بشپړه توګه تشکیل شي ، مونږ کولای شو تقریبا هرکار چې وغواړو وکړو ، او دا کار به له ملګرو ملتونو سره په هماهنګۍ ترسره کړو."
هغه وویل ملګري ملتونه لوی امکانات لري چې تراوسه په بشپړه توګه ترې استفاده نه ده شوې.
ټرمپ د نړۍ لسګونو مشرانو ته بلنه ورکړه چې دغه پلاوي سره یوځای شي او وویل چې غواړي دغه پلاوی په غزه کې د اوربند د ټینګښت سربیره د نوروستونزو اواري ته هم پاملرنه وکړي.
د تکواندو روزونکې خدیجه احمد زاده له بند خوشې شوه
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت سترې محکمې بی بی سي ته تایید کړې چې دتکواندو ښځینه روزونکې خدیجه احمد زاده چې د امربالمعروف په امر هرات کې نیول شوې وه خوشې شوې ده.
خبر زیاتوي چې نوموړې دځايی محکمې د حکم په اساس په ۱۳ ورځو بند محکومه شوې وه او نن یې د بند موده پوره شوه.
خدیجه احمد زاده د مرغومي په شلمه دهرات د جبرئیل ښار څخه نیول شوې وه. امربالمعروف وزارت په دې وروستیو کې ویلي وو چې نوموړې نیول شوې او محکمې ته وړاندې شوې ده.
د وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر پرته له جزییاتو بی بی سي ته ویلي وو چې آغلې احمد زاده شرعي مقررات مات کړي.
ښاغلي خیبر ویلي وو چې څو کسه نور هم نیول شوي او محاکمې ته به وړاندې شي.
لسګونه افغان کډوال د پاکستان له توقیف خونو ازاد او خپل هیواد ته ستانه شوي
د طالبانو د حکومت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت نننۍ خبرپاڼه وايي روانه اونۍ د پاکستان له توقیف خونو ۱۲۳ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول.
خبرپاڼه کندهار کې د راستنیدونکو دچارو د ریاست د راپور په اساس وايي دغه کسان له یوې ورځې تر ۲ میاشتو بندیان وو او ددغه ریاست لخوا د مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته لیږل شوي دي.
د پناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو سترې کمشنرۍ UNHCR خپل تازه راپورکې چې وړمه ورځ یې خپور کړ وویل چې پاکستان کې د پولیسو له خوا د کډوالو د ځورولو، نیولو او ایستلو موارد زیات شوي دي.
د پناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو سترې کمشنرۍ د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې له پاکستان څخه څه باندې ۱۱ لکه کډوال افغانستان ته ستانه شوي، چې له دې ډلې تر ۱۵۴ زرو ډېر کسان افغانستان ته ډیپورټ یا اخراج یا شوي دي.
د افغانستان په ۳۰ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل
دافغانستان په دیرشو ولایتونو کې نن د واورو او بارانونو اټکل شوی دی.
د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوا پیژندنې ریاست وايي کابل، نورستان، کنړ، ننګرهار، لغمان ، کاپیسا، پنجشیر، پروان، بغلان، سمنگان، بلخ، کندوز، فاریاب، سرپل، جوزجان، بادغیس، فراه، غور، هلمند، کندهار، ارزگان، دایکندي، بامیان، زابل، غزني، میدان وردک، پکتیکا، پکتیا، خوست او لوگر ولایتونو کې د درنې واورې او بارانونو اټکل شوی دی.
د واورې کچه له ۱۰ تر ۶۵ سانتي مترو او دباران کچه له ۱۰ تر ۳۵ ملی میترو اټکل شوې ده.
بلخوا د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت ویلي چې د سالنګ لار د واورې او توپان له کبله دچهارشنبې له سهاره د هرډول باروړونکو او مسافر وړونکو وسایطو په مخ تړل شوې ده.
ایران وایي، په لاریونونو کې ۳۱۱۷ کسان وژل شوي خو د بشري حقونو ډلې د وژل شویو شمیر ډیر لوړښیي
ایران د چهارشنبې په ورځ په دې هیواد کې د وروستیو پراخو لاریونونو په ترڅ کې د وژل شویو او ټپیانو رسمي شمیرې خپرې کړې او ویې ویل چې ټولټال ۳۱۱۷ کسان وژل شوي دي.
د جرمني ډي پي اې خبري آژانس د راپورله مخې په هغه اعلامیه کې چې د ایران د ملي امنیت شورا له خوا خپره شوې،۲۴۲۷ بې ګناه خلک او د نظم او امنیت ساتونکي بلل شوي دي.
دې شورا د ایران زاړه دښمنان، اسرائیل او متحده ایالات تورن کړل چې د جنورۍ د ۸ او ۹ په شپو کې یې د هېواد په لویو برخو کې په قصدي ډول «ډېر ترهګریز اعمال» ترسره کړي دي. د دې ځواکمنې ادارې په وینا، دا د ۲۰۲۵ کال د جون د میاشتې د «تحمیلي جګړې» دوام و.
خو د بېلابېلو اټکلونو له مخې، د قربانیانو اصلي شمېر ښايي تر دې ډېر لوړ وي. په امریکا کې مېشت د بشري حقونو د فعالانو خبري بنسټ (HRANA) د اونۍ په پیل کې ویلي وو چې دوی ۴۵۱۹ مړینې تایید کړې او له ۹۰۰۰ څخه ډېرې نورې پېښې لا هم تر څېړنې لاندې دي.
د راپورله مخې په ایران کې د جنورۍ د میاشتې په ۸ او ۹، ګڼ شمېر خلک سړکونو ته راووتل څو د اسلامي جمهوریت د استبدادي مشرتابه پر ضد لاریونونه وکړي.
د ملګروملتونو امنیت شورا په کابل کې وروستۍ چاودنه په کلکه وغندله
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې په کابل کې د چینایانو په یوه رستورانټ کې وروستۍ خونړۍ چاودنه په کلکه وغندله.
دې شورا پرون چهارشنبې په یوه بیان کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې ترهګري په ټولو شکلونو او بڼو د افغانستان او همدارنګه د نړۍ د سولې او امنیت پر وړاندې له تر ټولو جدي ګواښونو څخه ده.
په دې چاودنه کې چې د تیرې دوشنبې په ورځ د کابل په شهرنو سیمه کې د چینایانو په یوه رستورانټ کې وشوه او مسولیت یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې واخیست، اوه تنه ووژل شول چې یو یې چینایی وګړی و. د دې پیښې په شاوخوا شلو ټپیانو کې هم د یوه بل چینایي وګړي د سخت ټپي کیدو ویل شوي و.
د ملګروملتونو امنیت شورا د دې اړتیا پر ټینګار سره چې "د دغو کرکجنو ترهګریزو اعمالو عاملین، تنظیموونکي، تمویل کوونکي او ملاتړ کوونکي باید مسؤل وګرځول شي او عدالت ته راکاږل شي" له "ټولو هېوادونو وغوښتل چې د نړیوالو قوانینو او د امنیت شورا د اړوندو پرېکړه لیکونو له مخې دې په دې برخه کې له ټولو اړوندو ادارو سره فعاله همکاري وکړي."
د طالبانو د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد زدراڼ وویل چې د دې چاودنې د څرنګوالي په اړه پلټنه پیل شوې ده.