د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۷

راپور: د ثبات له اړخه افغاني بانکنوټونه د نړۍ د درجه بندۍ په سر کې ځای لري


ارشیف: د افغانۍ پنځه سوه ګون
ارشیف: د افغانۍ پنځه سوه ګون

بلومبرګ د یو راپور په خپرولو سره ویلي، سره له دې چې په افغانستان کې د بې وزلۍ او بې کارۍ کچه ډېره لوړه شوې، خو په تېرو درېیو میاشتو کې د ثبات له اړخه افغاني بانکنوټونه د نړۍ د درجه بندۍ په سر کې ځای لري.

د بلومبرګ د راپور له مخې افغاني بانکنوټونه په نړيواله درجه بندۍ کې د ثبات د نړۍ د درجه بندۍ په سر کې ځاى لري.

بلومبرګ رسنۍ په یوه راپور کې لیکلي چې په تېرو درېیو میاشتو کې د افغانیو ارزښت ۹ سلنه لوړ شوی دی.

دا زیاتوالی د دې هېواد لپاره د بې وزلۍ او بشري ناورین د لوړې کچې له مخې غیر معمولي دی.

بلومبرګ زیاته کړې چې د میلیاردونو ډالرو بشري مرستو راتګ او د منځنۍ اسیا له ګاونډیو سره د سوداګرۍ زیاتوالی هغه عمده لاملونه دي چې د دغه هېواد پیسې په لومړي سر کې ځاى لري.

د بلومبرګ د راپور له مخې، طالبانو د خپلې واکمنۍ په دوو کلونو کې ځينې داسې محدودیتونه او بنديزونه رامنځته کړي چې له ډلې يې د پاکستاني روپیو او ډالرو په ګډون د بهرنیو اسعارو په نه کارولو بنديز له افغانستانه د ډالرو پر ويستلو مخنیوی او د انلاین سوداګرۍ غير قانوني اعلانول په ګوته کړي او همداراز خبرداری یې ورکړى چې له سرغړونکو سره به يې قانوني چلند وشي.

د بلومبرګ له‌خوا ټول شوي معلومات ښيي چې سږ کال افغاني بانکنوټونه ۱۴ سلنه مخته تللي او په نړیوال نوملړ کې له کولمبیا او سریلانکا وروسته درېیم ځای لري.

دا په داسې حال کې ده چې د نړیوال بانک د راپور له مخې افغانستان له بې وزلۍ او بې کارۍ سره مخ هېواد دی او نړیواله ټولنه د طالبانو له واکمنۍ وروسته دغه هېواد ته د بشري مرستو په توګه په اوونۍ کې ۴۰ میلیونه ډالره نغدي مرسته رسوي.

یو شمېر افغانان وايي، د عوایدو له کموالي او د کار له نشتوالي سره په بازارونو کې د اومه موادو بیې هم لوړې شوي دي.

ارشیف: د کابل منډوي یوه څنډه
ارشیف: د کابل منډوي یوه څنډه

د پروان ولايت اوسېدونکې نازدانه وايي چې خپله ناروغه ده او زامن يې هم کار نه شي کولى.

هغه وايي: "کار او روزګار نه شته، زامن مې سم کار نه شي کولى کله يې يوې خواته ځغلوي کله بلې خوا نيسي او غريبي له حده وتلې."

د کابل اوسېدونکی ارسلا یعقوبي وايي: "خوراکي توکي ګران شوي دي. که د ډالرو په نرخ کې کوم بدلون هم راشي، خو هټيوال بيا هم خوراکي توکي په لوړه بيه پلوري. کار نه شته او عايد کم شوي دي."

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي چې فقر او بې‌وزلۍ ته په کتو به د افغاني بانکنوټونو دغه ثبات ډېر دوام ونه کړي.

يو له هغو شاکر يعقوبى ازادۍ ته وويل: "که د پيسو ثبات پر افغانستان وڅېړو د پيسو ثبات پر افغانستان هېڅ تاثير نه لري دا ثبات د سوداګرو او پانګه‌والو لپاره ګټور دى چې کولى سي پيسې وکاروي په افغانستان کې د کاري ظرفيت لوړتيا اقتصادى پرمختګ او د سوداګرۍ د چارو لوړتيا کولى شي چې اغېز وکړي."

په ورته وخت کې د تېرې اګست میاشتې په لومړۍ نېټه د افغانیو پر وړاندې د ډالر ارزښت ۸۵ افغانۍ و او د همدې میاشتې په پای کې د یوه ډالر ارزښت ۷۳،۳۸ افغانۍ ته رسېدلی و.

د سپټمبر تر ۲۶مې نېټې پورې د افغانستان په بازارونو کې یو ډالر تر ۸۰ افغانیو په کمو بيو پېر او پلورل کېده.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت له واکمنۍ وروسته له افغانستان سره نړیوالې مرستې یوازې بشردوستانه مرستو تر حده محدودې شوې او د نارینه‌وو ترمنځ د بې‌کارۍ د زیاتوالي ترڅنګ په ډېرو دولتي او غیردولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز ولګېده چې د بې وزلۍ او بېکارۍ کچه ورسره نوره هم لوړه شوه.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا د معلوماتو له مخې، اوسمهال په افغانستان کې ۲۹،۲ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

بلومبرګ رسنۍ رسنيزو شرکتونو له ډلې د څو توکمونو رسنۍ ده چې مرکزي دفتر یې د متحده ایالاتو په نيويارک کې دی او دا رسنۍ څلور اصلي څانګې لري چې بلومبرګ پروفېشنل، بلومبرګ کارپوریټ، بلومبرګ صنعتي او بلومبرګ نیوز په‌کې شامل دي.

XS
SM
MD
LG