د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

د بهرنیو اسعار د مخنیوي هڅې؛ طالبانو د سویل لوېدیځ اوسېدونکو ته مهلت او خبرداری ورکړی


ارشیف: د یو شمېر بهرنیو اسعارو تصویر
ارشیف: د یو شمېر بهرنیو اسعارو تصویر

د طالبانو حکومت په کنټرول کې د افغانستان بانک د افغانیو د دودولو په خاطر د سویل لوېدیځ زون کندهار، هلمند، دایکندي، زابل او ارزګان ولایتونو اوسېدونکو ته دوه نیمې میاشتې وخت ورکړی چې په خپلو معاملاتو کې د بهرنیو اسعارو له کارولو ډډه وکړي.

د دغه بانک ویاند حسیب‌الله نوري په یوه ویډیويي پیغام کې چې د طالبانو حکومت په کنټرول کې د ملي تلوېزیون له خوا خپور شوی، د دغو ولایتونو اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی چې له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.

هغه ویلي: "د افغانستان بانک د سلواغې مياشتې په ۷مه نېټه په سویل لوېديځو ولايتونو کې د افغانۍ د دودولو پروسه پيل کړه. په دې زون کې د کندهار، هلمند، زابل، ارزګان او دايکندي ولايتونه شامل دي چې د دغو ولايتونو اوسېدونکو ته دوه نيمې مياشتې وخت ورکړل شوى چې خپلې معاملې په افغانیو وکړې او په سیمه‌ییزو اسعارو له معاملې کولو ډډه وکړي."

د افغانستان د صرافانو سراسري ټولنه دا اقدام د افغانیو د ارزښت لوړولو په برخه کې ګټور بولي.

د دې ټولنې وياند عبدالرحمن ځيرک ازادي راډيو ته وويل: "دا یو ګټور کار دی، افغانۍ او د هېواد ثبات ته ګټه رسوي او د افغانۍ د ارزښت په ثبات کې هم مرسته کوي."

ځیرک وویل چې دا مهال د افغانستان په ختیځ او جنوب کې له پاکستاني کلدارو او په لوېدیځ کې له ایراني تومانو څخه استفاده کېږي.

د سویل لوېديځ زون د ولايتونو ځینې اوسېدونکي په خپلو ولايتونو کې د افغانۍ د دودولو له اقدام څخه هرکلى کوي.

د کندهار ولایت یوه اوسېدونکي حاجي عبدالاحد ازادي راډیو ته وویل: "تر اوسه خو کلدارې چلېږي. اوس چې اسلامي امارت دا پرېکړه کړې موږ ټول د دې ملاتړ کوو او هڅه کوو چې په ګډه د کلدارو مخه ونیسو."

ارشیف: د کندهار د صرافانو یو انځور
ارشیف: د کندهار د صرافانو یو انځور

د هلمند ولایت اوسېدونکی داود دروېش بیا وايي، د طالبانو حکومت باید خلکو ته نور وخت هم ورکړي.

دروېش وویل: "خلک ميليونونه کلدارې لري او سوداګري پرې کوي. دوه نيمې مياشتې ډېرې کمې دي چې خلک خپلې پيسې په افغانۍ بدلې کړي، لږ تر لږه شپږ مياشتې وخت نيسي."

د زابل ولایت اوسېدونکی بسم الله بیا بله خبره کوي او وايي: "په تېرو دوو کلونو کې طالبانو دوه-درې ځلې هڅه وکړه چې د کلدار د کارولو مخه ونيسي، خو بيا هم هېڅ بدلون نه دى راغلى او د کلدار پېر او پلور روان دى."

که څه هم د افغانستان په بېلابېلو سرحدي ولایتونو کې د بهرنیو اسعارو د کارونې د مخنیوي لپاره د افغانستان پخواني جمهوري حکومت هم تدابیر نیولي وو، خو ډېره مثبته پایله یې نه درلوده.

خو دا چې د طالبانو حکومت به څه ډول د بهرنیو اسعارو د کارولو مخه ونیسي، تر اوسه څرګنده نه ده او د افغانستان بانک ویاند هم نه دي ویلي چې له سرغړونکو سره به څه ډول چلند وشي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG