د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۵

هاشور: د افغانیو د ارزښت لوړېدل له اقتصادي اړخه خلکو ته ګټه رسوي


د افغانستان بانک وایي د تقاضا زیاتوالي د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت زیات کړی دی.

د دغه بانک ویاند ایمل هاشور په ځينو سرحدي ولایتونو کې د بهرنیو اسعارو پر کارولو د بندیز وروستي بهیر ته په اشارې وایي چې دا کار د انفلاسیون یا پولي پاړسوب د مخنیوي لپاره یو ګټور اقدام دی.

د افغانستان بانک مسوولین وایي، هر څومره چې د افغانیو ونډه په ورځنۍ راکړه ورکړه کې زیاته شي نو هغومره یې ارزښت زیاتېږي.

د دغه بانک ویاند ایمل هاشور د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د افغانیو د ارزښت لوړېدل له اقتصادي اړخه هم خلکو ته ګټه رسوي.

هغه زیاته کړه:

"کله چیرته ملي پيسې و نه کارول شي او هغه متراکمه پاته وي، نو د هغې ارزښت په مارکیټ کې را لوېږي او له کومه ځایه چې موږ یو وارداتي هېواد یو نو بهرني توکي چې موږ اخلو نو هغه بیا زموږ وطنوالو ته قیمته پریوځي."

هاشور: د افغانستان بانک هر کال د عامه پوهاوي لپاره کمپاینونه تر سره کوي
هاشور: د افغانستان بانک هر کال د عامه پوهاوي لپاره کمپاینونه تر سره کوي

ښاغلی هاشور وایي مرکزي بانک هر کال د عامه پوهاوي لپاره کمپاینونه تر سره کوي تر څو خلک د افغانیو کارولو ته وهڅوي او سږ کال یې په پراخه پیمانه دا کمپاین پیل کړی دی.

د کابل ښار د صرافانو د ټولنې د معلوماتو له مخې د شنبې په ورځ یو ډالر په ۶۶ افغانۍ او ۳۰ پوله او زر کالداري په ۶۱۰ افغانیو تبادله کېدلې.

همدا دوه اسعاره چې د افغانستان په بازارونو کې ډېر چلند لري، شاوخوا دوه اوونۍ مخکې یو ډالر په نږدې ۶۹ افغانیو او زر پاکستانۍ کالدارې په نږدې ۶۵۰ افغانیو پلورل کېدله.

د دې تر څنګ، د افغانستان په لوېدیځ زون کې د افغانیو په پرتله ایراني تومان ډېر کارول کیږي.

په وروستیو څو ورځو کې عمدتاً له پاکستان سره په هم سرحده ولایتونو کې د بهرنیو اسعارو پر کارولو بندیز لګېدلی دی.

په کندهار کې د صرافانو د ټولنې مشر حاجي قندي آغا وایي په دغه ولایت کې د دغه بهیر له پیلېدو سره د کالدارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت د پام وړ لوړ شوی دی.

هغه زیاته کړه:

"په کندهار کې د افغانۍ ارزښت ان شاءالله په سلو کې اتیا فیصده لوړ شوی دی، بهرني اسعار ډېر کم شوي دي، خلک یې راوړي صرافیانو ته، صرافیان بیا دا پیسې پاکستان او ایران ته انتقالوي او له هغه ځایه بیا ډالر را وړي."

قندي اغا: په کندهار کې د افغانۍ ارزښت ان شاءالله په سلو کې اتیا فیصده لوړ شوی دی
قندي اغا: په کندهار کې د افغانۍ ارزښت ان شاءالله په سلو کې اتیا فیصده لوړ شوی دی

د پکتیا ولایتي مسوولین هم وایي چې په دغه ولایت کې هم د بهرنیو اسعارو خاصتاً کالدارو د کارولو پر وړاندي یو مدني فعالیت پیل شوی دی.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالله واحدیار وایي، که چیرته د بهرنیو اسعارو خاصتاً د ګاونډیو د پيسو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شي نو دا به د هېواد په بازارونو کې د توکو بیه ثابته و ساتي او وارداتي توکي به په ارزانه بیه خلکو ته پر یوځي.

راپور: محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG