د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۳

د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانیو د ارزښت د ټيټوالي لاملونه کوم دي؟


د افغانستان بانک د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانیو ارزښت را رټيټېدل یوشمېر کورني او بهرني لاملونه بولي.

په داسې حال کې چې په وروستیو کې د ډالرو په وړاندې افغانیو په بې ساري ډول خپل ارزښت کم کړی، د افغانستان بانک مسؤلین يې لاملونه د افغانستان کمزورې اقتصادي وده، د ډالرو قاچاق، د هېواد سیاسي بې ثباتي، د متحده ایالاتو اقتصادي پرمختګ او پر ګاونډي هېواد ایران د نړیوالو بندیزونه بولي.

د افغانستان بانک رئیس خلیل صدیق چې د دوشنبې په ورځ د ولسي جرګې له لوري په همدې اړه استجواب شوی و، وویل چې په اوس وخت کې د ډالرو په وړاندې یوازې افغانیو خپل ارزښت نه دی کم کړی، بلکې په وینا يې چې ډېر نور نړیوال اسعار هم له ورته ستونزې سره مخ دي.

خلیل صدیق
خلیل صدیق

دی وایي:

"کورني عوامل يې داخلي تولیدات، امنیت او یو شمېر نورې ټولنیزې ستونزې دي او له بده مرغه چې له ۱۳۹۴ لمریز کال راپه دېخوا هېڅ څه نه دي لامل شوي چې یوې افغانۍ ته حتی قوت ورکړي، له بده مرغه چې دې ټولو عواملو د افغانیو د کمزوري کولو په برخه کې کار وکړ."

ښاغلي صدیق هغه ادعاوې هم رد کړې چې ګوندي افغانستان اوس مهال د پیسو له بحران سره مخ دی.

نوموړي وویل چې افغانستان هېڅ کله د پیسو له بحران سره نه مخ کېږي، ځکه په وينا يې چې بحران هغه حالت ته وايي چې مرکزي بانک د پیسو له کمښت سره مخ شي.

د افغانستان بانک د مسؤلینو د معلوماتو له مخې چې که راتلونکې میاشت متحده ایالات په ایران نور بندیزونه هم ولګوي، نو د افغانیو د لا بې ارزښته کېدو خطر شته، ځکه د دوی په وینا، په ایران بندیزونه په افغانستان مستقیماً تاثیر لري.

خو ښاغلی صدیق ډاد ورکوي چې د افغانستان بانک د نرخونو د ثبات لپاره د ډالرو لیلام ترسره کوي او د وارداتي انفلاسیون مخه نیسي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې ډالر د افغانیو پر وړاندې له ۷۴ تر ۷۷ افغانیو پورې پورته شو، خو اوس ‌مهال له ۷۵ افغانیو سره بدلېږي.

د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د بیې لوړېدل کومه نوې خبره نه‎ ده، بلکې په وروستیو څو میاشتو کې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو ارزښت په بې ‌ساري توګه لوړ شوی او په ځانګړي ډول، د ملي یووالي د حکومت له جوړېدو وروسته په تدریجي ډول له ۵۵ افغانیو تر ۷۷ پورې پورته شوی دی.

په همدې حال کې د ولسي جرګې یو شمېر غړي هم د افغانیو د ارزښت کمېدو او د ډالرو قاچاق اندېښمن کړي دي او له حکومته غواړي چې باید د پولي ثبات د کنټرول لپاره یو سېستم رامنځته کړي، ترڅو په اوږد مهال کې د دغې ستونزې مخه ونیول شي.

په همدې حال کې د اقتصادي چارو یو شمېر افغان کارپوهان وايي چې د اقتصادي مسایلو ترڅنګ سیاسي موضوعاتو هم د افغانیو پر نرخ منفي اغېز کړی دی.

له ډلې يې عبدالله واحدیار ازادي راډيو ته وویل:

"د سیاسي اقتصاد له نظره يې یو مهم لامل دادی چې دلته سیاسي بې ثباتۍ د خلکو ازهان مغشوش کړي او خلک ډېرې زیاتې افغانۍ ځکه نه ساتي چې فکر کوي، هره لحظه يې د سرمايې د لوټېدو خطر موجود دی."

ښاغلی واحدیار وايي، د دې لپاره چې د افغانیو ټیټه بیه د خلکو په اقتصادې وضعه او ورځینو راکړو ورکړو ناوړه اغېز ونه ‎کړي، باید کورني تولیدات ډېر او واردات کم شي.

دی وايي، که دا ارزښت ونه ‌ساتل شي، د بې‌ وزلۍ د کچې لوړېدو او د پیسو پړسوب ته زمینه برابرېږي.

د افغانستان بانک مسؤلین بیا له عامو خلکو غوښتنه کوي چې خپل ملي اسعارو ته په ارزښت قایل شي او ټوله راکړه ورکړه په افغانیو وکړي.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG