د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ کب ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۵۰

افغانستان

د افغانستان بانک نن ۳۰ میلیونه ډالر لیلام کړل

د افغانستان بانک

د افغانستان بانک په بازارونو کې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د نرخونو ثابت ساتلو لپاره نن ۳۰ میلیونه ډالر لیلام کړل.

د افغانستان بانک ویاند شریف الله شګیوال نن ازادي راډیو ته وویل، چې له دغه لیلام نه یې هدف د ملي پروژو د پلي کېدو لپاره په بانکونو کې د افغانیو زیرمه کول او د بیو کنټرول دی.

ښاغلي شګیوال زیاته کړه، دا چې پراختیايي او مالیاتي پروګرامونه په ښه توګه پلي شي، نو حکومت له بازراونو یو اندازه افغانۍ راټولوي څو لنډ مهالي او اوږدمهالي پروګرامونه پرې بشپړ کړي.

د نوموړي په خبره، د افغانستان بانک بهرني اسعار هر وخت د اړتیا پر مهال لیلاموي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د بامیان تاریخي اثارو د خوندیتوب لپاره د جاپان مرسته

ارشیف، د بامیان بت.

د جاپان حکومت د بامیان د تاریخي اثارو د خوندیتوب لپاره ۳،۸ میلیونه ډالره مرسته کوي.

ملګرو ملتونو په بامیان کې ځیني تاریخي اثار په هغو نړیوالو فرهنګي ارزښتونو کې شامل کړي چې د له‌منځه تللو یا ویجاړېدو تر خطر لاندې دي.

د بامیان والي، محمد طاهر زهیر د ازادي راډیو خبریالې ته وویل چې د جاپان سفارت غواړي چې د بامیان تاریخي اثار له خطره ووځي.

د بامیان والي وویل چې په هغه ولایت کې د تاریخي اثارو د خوندیتوب لپاره زیاته بودجه په‌کار وه او د افغانستان حکومت‌یې د ورکولو توان نه‌درلود.

اوچا: ایران سره د افغانستان غربي ولایتونو تګ راتګ د اندېښنې وړ ده

د افغانستان حکومت د فبرورۍ په ۲۳مه په نیمروز او هرات کې له ایران سره پوله وتړله، خو د فبرورۍ په ۲۵مه‌یې تګ راتګ ته اجازه ورکړه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هماهنګۍ اداره "اوچا" وايي چې له ایران سره د غربي ولایتونو تګ راتګ په دې هېواد د کرونا وایروس د خپرېدو لپاره د اندېښنې وړ خبره ده.

د دې ادارې په خبرپاڼه کې چې پرون د فبرورۍ په ۲۶مه، خپره شوې لیکل شوي چې په افغانستان کې یوازې یوه مثبته پېښه ثبت شوې، خو ۱۰ وګړي تر دې شک لاندې دي چې کرونا وایروس لري.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې په افغانستان کې اوس‌مهال ۷۰۹ چپرکټونه په کرونا وایروس د اخته کسانو د قرنطین لپاره شته او د روغتیا نړیوال سازمان نږدې ۵ لکه خبرپاڼې خلکو ته د معلوماتو ورکولو لپاره چاپ کړې دي.

د افغانستان حکومت د فبرورۍ په ۲۳مه په نیمروز او هرات کې له ایران سره پوله وتړله، خو د فبرورۍ په ۲۵مه‌یې تګ راتګ ته اجازه ورکړه.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي چې په نیمروز او هرات کې به د عامې روغتیا وزارت ځانګړې ډلې هغه خلک چې ایران ته ځي او راځي معاینه کوي.

هرات کې یوه فابریکه په ورځ کې ۶۰ زره طبي ماسکونه جوړوي

د کرونا وایروس د یوې مثبتې پېښې تر ثبت وروسته د ماسکونو لپاره د خلکو تقاضا ډېره زیاته شوې ده.

د هرات د صنعتي ښارګوټي یوه فابرکه په ورځ کې ۶۰ زره طبي ماسکونه جوړوي.

د فابریکې یوه مسئول جاوېد شېرزاد پرون د فبرورۍ په ۲۶مه، ازادي راډیو ته وویل چې په هرات کې د کرونا وایروس د یوې مثبتې پېښې تر ثبت وروسته د ماسکونو لپاره د خلکو تقاضا ډېره زیاته شوې ده.

جاوېد شېرزاد وویل: "له کله راهیسې چې دلته وضعیت اضطراري شوی، د عامې روغتیا ریاست او نورو چارواکو په غوښتنه موږ د ماسکونو تولید پېل کړی دی. په ابتدا کې موږ غوښتل چې ماسکونه بهر ته د صادرولو لپاره جوړ کړو، خو اوس په کور تقاضا زیاته ده له دې امله موږ د خپلو وطنوالو د ضرورت د کمولو لپاره کار کوو."

په افغانستان کې د کرونا وایروس لومړۍ مثبته پېښه په هرات کې ثبت شوه.

کرونا وایروس انسان ته د والګي یا زکام په څېر مرض پیدا کوي او حتی د مرګ سبب کېدلاې شي.

خلکو ته ښايي چې لاسونه په صابون او اوبو پرېمینځي، خوله او پوزه په ماسک کې پټه کړي او له داسې کسانو چې والګی یا زکام لري، لیرې واوسي.

د افغانستان کرکټ بورډ پر محمد شهزاد لګېدلی بندیز لیرې کړ

د افغاستان کرکټ ملي لوبډلې غړی محمد شهزاد

د افغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې پر وتلي غړي، محمد شهزاد لګېدلی بندیز لیرې کړ.

د افغانستان کرکټ بورډ تېر دوبی اعلان وکړ چې محمد شهزاد د کرکټ بورډ له خبرتیا او اجازې پرته له افغانستانه بهر سفر او په لوبه کې ګډون کړی چې له اداري اصولو سرغړونه بلل کېږي او د یوه کال لپاره‌يې د کرکټ په سیالیو کې له ګډونه منع شوی دی.

خو دې ادارې پرون د فبرورۍ په ۲۶مه، پر ټویټر خبر ورکړ چې محمد شهزاد له بندیزونو خلاص شو.

د افغانستان د کرکټ بورډ پر وېب‌پاڼه لیکل شوي چې محمد شهزاد تر تقریباً اوو میاشتو بندیز وروسته ازاد دی او کولائ شي چې هر ډول کرکټ وکړي، خو د هغه پر قرارداد لګېدلی بندیز به پر ځای وي.

د محمد شهزاد پر قرارداد بندیز د روان کال په اګسټ کې پای ته رسېږي.

کرکټ بورډ لیکلي چې د ملي لوبډلې دې بټس من او وکېټر د عفوې غوښتنه کړې وه او ژمنه‌یې کړې چې بیا به تېروتنې نه‌تکراروي.

ماه‌جبین قزلباش مړه شوه

وتلې سندرغاړې ماه‌جبین قزلباش

د پښتو ژبې ډېره وتلې سندرغاړې ماه‌جبین قزلباش پرون د فبرورۍ په ۲۶مه، له نړۍ سترګې پټې کړې.

قزلباش پرون د پېښور په لېډي ريډنګ روغتون کې مړه شوې ده.

د راپورونو پر اساس، هغې د زړه ناروغي درلوده.

پر هغې د زړه حمله راغلې وه او په لېډۍ رېدنګ کې بستر وه.

ماه‌جبین قزلباش کلونه کلونه سندرې وبللې او په افغانستان کې هم ډېره پېژندل شوې ده.

په خېبر پښتونخوا کې د پاکستان راډيو مشر لایق‌زاده لایق پرون ماخوستن له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې هغه د پلار له‌خوا د ایران د مشهد او د مور له‌خوا پېښورۍ وه.

لایق‌زاده لایق وویل چې ماه‌جبین قزلباش په ۱۹۷۱ میلادي کال کې په پېښور راډيو کې له سندرو ویلو خپل هنري سفر پیل کړ.

د ماه‌جبین قزلباش درې زامن او یو لور پاتې دي.

لایق‌زاده لایق ازادي راډیو ته وویل چې ماه‌جبین قزلباش د ژوند په وروستیو وختونو کې له ډېر کمزوري اقتصاده کړېده او حتی د ژوند په وروستیو ورځو کې یې د ځان د درملنې وس هم نه‌درلود.

د هغې د مړینې پر خبر پر ټولنیزو رسنیو ډېرو خلکو تبصرې کړې دي.

د پاکستان د پارلمان پخواني غړي او سیاستوال، افراسیاب خټک پر ټویټر لیکلي چې د قزلباش خدمت به تل د خلکو په یاد پاتې وي او مرګ‌یې د پښتنو د موسیقۍ لپاره لوی زیان بولي.

اروپايي ټولنې یو ځل بیا له افغان حکومت د ملاتړ د دوام اعلان وکړ

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي رولاند کوبیا سره د لیدنې پر مهال.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي یو ځل بیا د افغانستان له حکومت څخه د ملاتړ او ورسره د همکارۍ د دوام په اړه ډاډ ورکړ.

د ارګ په یوې اعلامیه کې راغلي چې رولاند کوبیا نن تر غرمې دمخه په ګلخانې ماڼۍ کې له ولسمشر اشرف غني سره د لیدو پر مهال دا خبره کړې ده.

د اعلامیې له مخې ښاغلي کوبیا د افغانستان له ټولو سیاستوالو غوښتي چې د سولې پروسې د بریالي ترسره کېدو لپاره په ګډه کار وکړي.

ولسمشر غني په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازي ته ویلي چې د سولې پروسې د فرصتونو او احتمالي خطرونو په اړه‌یې له بېلابېلو لورو سره سلامشورې کړي او د دغو چارو د ښه مدیریت لپاره چمتووالی لري.

د افغانستان د سولي لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د استازي زلمي خلیل‌زاد او په قطر کې د طالبانو د سیاسي مشرانو ترمنځ تر ډېرو خبرو اترو وروسته ټاکل شوې ده د روانې فبرورۍ پر ۲۹مه د دواړو لورو ترمنځ توافق لاسلیک شي چې له مخې به‌یې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو ته زمینه برابره شي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د توافق تر لاسلیک دمخه د سولي لپاره د اعتماد فضا د رامنځته کېدو په هدف په افغانستان کې د یوې اوونۍ لپاره د تاتریخوالي د کمېدو پرېکړه شوې وه چې نن د دې اوونۍ د پیل پنځمه ورځ ده.

د افغانستان خلکو د دې پرېکړې تود هرکلی وکړ.

پکتیا کې د ۶ میلیارده افغانیو په ارزښت ګڼې پروژې پلې شوې

د پکتیا والي شمیم خان کټوازی خبري غونډه کې د خبرو پرمهال.

په پکتیا کې د ۶ میلیارده افغانیو په ارزښت ګڼې پروژې پلې شوې دي او راتلونکې کال لپاره هم شپږ مېلیارده افغانۍ ځانګړې شوې.

د پکتیا د ولایت مقام د غونډو په تالار کې والي شمیم خان کټوازي ولس ته د حساب ورکولو غونډه کې وویل چې په روان ۱۳۹۸ مالي کال کې یې د شپږ میلیارده افغانیو په ارزښت د مرکز په ګډون په ولسوالیو کې ګڼې پروژې پلې شوي دي.

هغه زیاته کړه: "په روان کال کې مو ۶ مېلیارده افغانۍ بودیجه مصرف کړې او د راتلونکې کال لپاره مو هم ۶ مېلیارده بودیجه پیدا کړې، زموږ هڅه داده چې دا تر لسو میلیارده افغانیو ورسوو، راتلونکي کال کې مو د ۱۶۳ ښوونځيو لپاره بودیجه پیدا کړې، چې په دې سره به زموږ سل سلنه ښوونځي ودانۍ ولري."

که څه هم د پکتیا والي تر یوه مېلیارد افغانیو د ګمرک د عوایدو د رسېدو او د ۱۶۳ ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړېدو تر څنګ د یو شمېر نورو پروژو د بشپړېدو او پیلېدو خبره وکړه، خو د پکتیا اوسېدونکي دا کافي نه بولي او وایي، تر اوسه هېڅ داسې لویه پروژه نه ده بشپړ شوې چې د خلکو په ژوند کې یې مثبت بدلون راوستی وي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې د پکتیا ولایت والي شمیم خان کټوازي یوې غونډې ته ویلي، چې د امنیتي ستونزو له امله د یو شمېر پروژو د نه تطبیق له امله نږدې دوه میلیارده افغانۍ بودیجه بېرته مرکز ته انتقال شوې ده.

امریکا په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر ۸۶۰۰ ته راکموي

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون د فبرورۍ په ۲۵مه، وویل چې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر به ۸۶۰۰ ته را کم کړي.

ټرمپ نن دا خبره په نوې ډیلي کې خبریالانو ته کړې ده.

هغه همدا راز ویلي چې په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره هڅې یې ستایل شوې دي.

ټرمپ نن ونه ویل چې څه وخت به د سرتېرو شمېر کموي.

د امریکا حکومت او وسله وال طالبان د تاوتریخوالي د کمولو پرېکړه عملي کوي او نن یې څلورمه ورځ ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلي چې که د تاوتریخوالي د کمولو پرېکړه ښه عملي شوه، د فبرورۍ په ۲۹مه به له طالبانو سره د سولې هوکړه لاسلیک کړي.

د سولې د هوکړې تر لاسلیک وروسته به بین الافغاني خبرې پېلېږي چې په هغه کې به د دایمي اروبند پر اعلان، د امریکايي سرتېرو د کمېدو او داسې نورو مهمو مسئلو په اړه پرېکړې کېږي.

ننګرهار کې د اوبو ۳۰ بندونه جوړېږي

د افغانستان په زياتو ولايتونو کې د سيندونو اوبه ګاونډيو هېوادونو ته بهېږي.

په پام کې ده چې په ننګرهار ولايت کې د اوبو ٣٠ کوچني بندونه جوړ شي.

چارواکي وايي، د اوبو د دغو بندونو د سروې او ډيزاين چارې بشپړې شوي دي.

د والي وياند عطا الله خوږياڼي پرون ازادۍ راډيو ته په دې اړه وويل: "په ننګرهار کې د ٣٠ ډيمونو يا وړو بندونو د سروې او ډيزاين چارې بشپړې شوې دي، د عملي کار د پيل لپاره يې قرار دادونه مرکز ته لېږل شوي، چې منظور شي، له دې سره به په دې ولايت کې د اوبو په برخه کې ډېره ستونزه حل شي."

د افغانستان په زياتو ولايتونو کې خلک شکايت لري، چې د سيندونو اوبه ګاونډيو هېوادونو ته بهېږي او دوى زياته ګټه نه شي ورڅخه اخيستلاى.

سټولټنبرګ: افغانستان کې باید د کړکېچ له رامنځه کولو ډډه وشي

د ناټو سازمان سرمنشي ینس سټولټنبرګ

د ناټو سازمان سرمنشي ینس سټولټنبرګ د افغانستان په اړه په یوه تازه بیان کې ویلي چې د ټاکنیزې پروسې په اړه هره اندېښنه باید د اساسي قانون او حقوقي مقرراتو په اساس ځواب شي.

د ناټو سازمان په اعلامیه کې بیګا د سټولټنبرګ په حواله راغلي چې دی د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون له خوا د دغه هېواد د تېر سېپټېمبر ولسمشرۍ ټاکنو د وروستۍ پایلې د اعلان په اړه خبر دی.

هغه افغانان ستایلي چې په ټاکنو کې یې برخه اخیستې او هم یې د افغان پوځيانو یادونه کړې چې په ټاکنو کې یې د خلکو امنیت نیولی و.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون محمد اشرف غني د ټاکنو ګټونکی اعلان کړ خو یو شمېر نورو کاندیدانو له هغه ډلې د ښاغلي غني اصلي سیال عبدالله عبدالله د ټاکنو پایلې رد کړې او ځان یې بریالی اعلان کړ.

د ناټو د سرمنشي په حواله په اعلامیه کې افغان سیاستوالو ته سپارښتنه شوې له داسې اقداماتو ډډه وکړي چې کړکېچ لا پسې زیاتوي او سیاسي ثبات تر پوښتنې لاندې راولي.

هغه ویلي اوس یې وخت دی چې مسووله سیاسي خواوې متحدې شي او د سولې په پروسې تمرکز وکړي.

د ناټو د اعلامیې په پای کې د سټولټنبرګ په حواله راغلي چې ناټو سازمان به د اوږدې مودې لپاره د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره مرستې او همکارۍ ته دوام ورکړي.

چارواکي: پکتیا کې ١٦٨ښونځیوو ته ودانۍ جوړېږي

ارشیف

د پکتيا ولايتي چارواکي وايي، د راروان لمريز کال تر پایه پورې به يو ښونځى هم بې ودانۍ نه وي.

د والي وياند عبدالله حسرت پرون ازادۍ راډيو ته وويل، په پام کې ده په ١٣٩٩لمريز کال کې په پکتيا کې د شاوخوا ٢٧ میلیونه امريکايي ډالرو په ارزښت په لسګونو ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شي.

هغه زیاته کړه: "د شاوخوا ٢٧ میليونه امريکايي ډالرو په لګښت ١٦٨ ښوونځيو ته ودانۍ جوړېږي، چې د ځينو چارې نيمايي ترسره شوي او پر يو شمېر نورو يې د هوا له نورمالېدو سره کار پيلېدونکى دى."

ښاغلى حسرت وايي، په دغو ١٦٨ ښوونځيو کې ١٠٣ ښوونځيو ته ودانۍ د کليو پراختيا وزارت د اقرا پروګرام، پاتې نورو ته يې ودانۍ د ښار جوړونې وزارت او نورو ادارو له خوا جوړېږي.

د پکتيا ولايتي چارواکي وايي په ١٣٩٨ل کال په دغه ولايت کې د ۶ میليارده افغانيو په ارزښت پرمختيايي بودجه لګول شوې ده.

خو د والي وياند وايي، د مچلغو بند په څېر د ځينو لويو پروژو کارونه د امنيتي ستونزو له کبله بشپړ شوي نه دي.

امریکا: د سولې په هوکړه کې د ټولو افغانانو غوښتنو ته پام کېږي

د امريکا د متحدو ايالاتونو د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو

د امريکا د متحدو ايالاتونو د بهرنيو چارو وزير وايي د سولې د هوکړې پر مهال به د افغانستان د ټولو اقشارو غوښتنې په پام کې نيول کېږي.

مايک پامپيو پرون سې شنبه په واشنګټن کې د افغانستان د سولې د هڅو په تړاو يوه خبري کنفرانس ته وويل: "موږ د يوه فرصت په درشل کې يو، چې ښايي بريالى نه وي، خو يو فرصت دى چې د اول وار لپاره افغانانو ته چانس ورکوي څو غږ يې واورېدل شي، ډاډمن يم چې د افغانستان د ټول سياسي قشر، ښځو، اقليتونه او د بېلابېلو قبيلو او فرقو غږونه او سياسي نظريات به اورېدل کېږي، زه ډاډه يم چې دا ټول اوازونه به د وروستي حل سبب شي، موږ او نور اړخونه به دې ته زمينه برابره کړو، چې دا مذاکرې د ټولو د غږونو اورېدل يقيني کړي او دا چې افغانان به حل لار مومي."

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې په افغانستان کې له تېرې شنبې تر راروانې شنبې د تاوتريخوالي کمولو اوونۍ ده.

امريکايي چارواکو ويلي، که د تاوتريخوالي کمولو اوونۍ بريالۍ وه، امريکا به له طالبانو سره راروانه شنبه د سولې هوکړه لاسليک کړي.

ارګ: لا هم د ولسمشر د لوړې مراسمو ترسره کېدو په اړه اختلاف شته

ولسمشر محمد اشرف غني

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي د افغانستان حکومت ورسره منلې چې د ولسمشر په توګه د محمد اشرف غني د لوړې مراسم به ځنډوي.

دغه وزارت پرون ناوخته په يوه اعلاميه کې د افغان حکومت مننه کړې، چې د دغو مراسمو پر ځنډ يې هوکړه کړې ده.

خو د جمهوري رياست يوې سرچينې د نوم نه ښوولو په شرط تېره شپه ازادۍ راډيو ته وويل د لوړې لپاره پر ټاکل شوې نېټې اختلاف شته.

سرچينې د لوړې مراسمو د ځنډېدو خبر تأييد يا رد نه کړ.

راپورونه وايي د لوړې دغه مراسم دوې اوونۍ ځنډول شوي دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د فبرورۍ پر اتلسمه ښاغلی غني د ولسمشرۍ په ټاکنو کې بریالی اعلان کړ.

حکومتي چارواکو ویلي وو، چې د ولسمشر د لوړې مراسم به د پنجشنبې په ورځ وشي.

چارواکي: د کونړ په دیوه ګل کې د داعش ۵ مهم غړي وژل شوي

د افغانستان په نقشه کې د کونړ موقعیت

په کونړ کې حکومتي چارواکي وايي، د څوکۍ ولسوالۍ په دیوه ګل کې د داعش پنځه تنه مهم کسان وژل شوي دي.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم ازادي راډیو ته وویل، د سې شنبې سهار ۱۰:۰۰ بجې افغان ځواکونو د څوکۍ ولسوالۍ دیوه ګل کې هوايي بریدونه کړي چې په‌کې د درېیو قوماندانانو په ګدون پنځه تنه داعشیان وژل شوي دي.

له تېرې څه مودې راهیسې د کونړ څوکۍ ولسوالۍ په دیوه ګل کې چې د چارواکو په وینا د داعش مهم مرکز دی پرې د نړیوالو ځواکونو له‌خوا د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه زیات شوي چې په‌کې لسګونه داعشیان وژل شوي دي.

پر کرونا وایروس اخته مشکوک کس د غور له روغتونه تښتېدلی

د افغانستان په نقشه کې د غور موقعیت

د غور د ولايتي روغتون ډاکتران وايي، پر کرونا وایروس اخته مشکوک کس له روغتونه تښتېدلی دی.

د غور د ولايتي روغتون سرطبیب فضل‌الحق فرجاد د دې خبر په تأیید سره وویل، د دې کس خپلوانو نن له غرمې وروسته له ډاکترانو سره تر لفظي شخړې وروسته هغه له ځانه سره تښتولی دی.

یاده دې وي چې له دې مخکې د فراه د عامې روغتیا رئیس ویلي و چې د ایران او افغانستان سرحد ته نږدې فراه کې د کرونا وایروس دوه مشکوکې پېښې ثبت شوې دي.

عبدالجبار شایق نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل: "د فراه دوه تنه اوسېدونکي چې د ایران او افغانستان په سرحدي سیمه کې پر دکاندارۍ بوخت دي، زکام او تبه لري چې د سیمې روغتیايي ټیم له لوري تر جدي څارنې لاندې نیول شوي دي."

ښاغلي شایق زیاته کړه، تر اوسه تثبیت شوې نه‌ده چې دغه کسان پر کرونا وایروس اخته دي کنه، خو هغه وویل د دې وایروس د مخنیوي لپاره جدي تدابیر نیول شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG