د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۰

یو ان ‌ډي ‌‌پي: له هرو لسو افغانانو څخه ۷ تنه یې خپلې ورځنۍ اړتیاوې نه شي تامینولی


کابل کې یو ګرځنده ډوډۍ پلورونکی - ارشیف
کابل کې یو ګرځنده ډوډۍ پلورونکی - ارشیف

د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام وايي، له هرو ۱۰ افغانانو ۷ یې نه‌شي کولای خپلې ورځنۍ اړتیاوې لکه: خوراک، روغتیايي اسانتیاوې، کار روزګار او نورې پوره کړي.

"یو ان ‌ډي ‌‌پي" دا خبره په هغه راپور کې کړې چې له ۲۰۲۱ تر ۲۰۲۲ کال یې د افغانستان اقتصاد، ټولنیز او کورني تغییر په اړه خپور کړی دی.

دې ادارې زیاته کړې، تر اوسه هم د افغانستان اقتصادي وضعیت ښه شوی نه‌دی او د بې‌روزګارۍ او فقر کچه ډېره پورته ده.

په دې راپور کې وړاندې په ټولو برخو کې د ښځینه کارکوونکو په کمي هم اندېښنه ښودل شوې او زیاتوي ، دا شمېره داسې مهال چې په ۲۰۲۲ کال کې ۱۱ سلنه وه؛ په ۲۰۲۳ کال کې نیمه کمه شوې یعنې ۶ سلنې ته رسېدلې ده.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په ښځو محدودیتونه او د بانکي سیسټم له‌منځه تلل، د اندېښنې تر ټولو مهم ټکي بللي چې له قوله یې نړیوالې همکارۍ ته اړتیا لري.

د دې ادارې په راپور کې له دې ستونزو سره په یوې ټول شموله مبارزې ټینګار شوی او د دې یادونه هم شوې چې د ښځو اقتصادي مشارکت باید د افغانستان د ناورین د پای ته رسولو په هره هڅه کې لومړیتوب ولري او د اغېزمنو د اړتیاوو پوره کولو او تل‌پاتې ملاتړ په برخه کې نجونو او ښځو ته لومړیتوب په پام کې ونیول شي.

کابل کې د وچې ډوډۍ وېش - ارشیف
کابل کې د وچې ډوډۍ وېش - ارشیف

بل‌خوا د فاریاب ولایت یوه اوسېدونکې چې وړاندې یې په یوه دولتي اداره کې د صفا کارې په توګه دنده مخ‌ته وړه او نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته وویل، له ډېرو ستونزو سره مخ ده.

هغه زیاتوي:

"بچیان مې د اغوستو او پښو کولو لپاره څه نه‌لري، ناروغه دي. خپله هم ناروغه یم. د درملنې پیسې نه‌لرو. په کور کې بخارۍ نه‌لرو، یوه صندلۍ لرو، د ګرمولو لپاره یې له ګاونډیو لږ څه راوړو، ګنې همداسې سړه وي. د خوړو لپاره څه نه‌لرو. مېړه مې عصبي تکلیف لري، کار نه‌شي کولای. "

د کابل اوسېدونکی عبدل چې بې‌روزګاره دی ازادي راډیو ته وايي، په دې ورځو کې نه‌شي کولای د خپلې کورنۍ لګښتونه پوره کړي.

عبدل وايي:

"یوه کراچۍ مې په قرض ونیوله، د څښاک توکي مې په کې پلورل، خو اجازه به یې نه راکوله. مجبور شوم چې کار بند کړم. اوس بې روزګاره یم. څو ځل هوټلونو ته ولاړم، کار یې را نه کړ. له یوې خوا پوروړی یم او بل خوا مې اقتصاد ډېر خراب دی. ډېرې شپې وږي یوو. "

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام نږدې لس ورځې وړاندې هم یوه راپور کې لیکلي و، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته؛ ۸۵ سلنه افغانان د ورځې له یوه ډالر په کم عاید ژوند مخ‌ته وړي.

دې ادارې ویلي وو، خراب اقتصادي وضعیت د ښځو په ژوند تر ټولو ډېر اغېز کړی او تر څنګ یې؛ په اقتصادي برخه کې یې افغانستان ته یو میلیارډ ډالر زیان اړولی دی.

د ویلو ده چې طالبانو ته واک ته له رسېدو وروسته، له ۲۰۲۱ د اګسټ راهیسې تر اوسه د نجونو او ښځو په زده‌کړو، کار، سفر او بېلابېلو نورو چارو بندیزونه او محدودیتونه لګولي.

د افغانانو د اقتصاد خرابېدو په اړه راپورونه داسې مهال خپرېږي چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر وايي، په ۲۰۲۴ کال کې ۲۳،۷ میلیونه افغانان د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG