د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۶

د روسیې تازه ګام؛ طالبان د تروریستي ډلو لپاره خپل نوملړ نه باسي


طالبان
طالبان

د روسیې دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو له خپل جمهور رییس، ولادمیرپوتین غوښتي طالبان د ترهګرو ډلو له لیسته وباسي.

د دوشنبې په ورځ مې ۲۷مې له تاس خبري اژانس سره په مرکه کې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیرکابلوف ویلي چې مسکو به په دې اقدام سره د دې جوګه شي چې پرېکړه وکړي چې ایا غواړي د طالبانو حکومت په رسمیت وپيژني؟

ضمیر کابلوف د روسیې له دولتي اژانس تاس سره په مرکه کې ویلي چې طالبان واک ته له رسېدو وروسته د رسمیت پيژندلو په لور ډېر مخته راغلي خو لا ځينې خنډونه شته چې له حل وروسته به یې د روسیې مشرتابه یوه پرېکړه وکړي. هغه په دې مورد نور جزییات ورنه کړل.

تر دې مخکې رویټرز اژانس هم راپور ورکړی و چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف طالبان د افغانستان " واقعي ځواک" بللی دی.

رویټرز لیکلي، لاوروف دوشنبه دا هم ویلي چې مسکو ممکن طالبان د هغو سازمانونو له لسته لرې کړي چې د روسیې بندیزونه پرې لګیدلي دي.

ضمیر کابلوف هم تاس اژانس ته تایید کړې چې د روسیې بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو له ولسمشر پوتین غوښتي څو د ترهګرو ډلو له لیسته طالبان وباسي.

د کابلوف په حواله زیاته شوې چې: " له طالبانو د دغه بندیز له لرې کولو پرته به دا لږ څه وختي وي چې د رسمیت پيژندنې خبره مطرح شي. خو په دې مورد کار روان دی او ټول ملاحظات د روسې مشرتابه ته راپور شوي. د یوې پرېکړې په تمه یو."

کابلوف تر دې مخکې هم شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې ویلي وو چې طالبان که څه هم زموږ لومړي درجه دوستان نه دي خو د روسیې دښمنان هم نه دي.

تاس اژانس د مې په ۱۶مه د کابلوف په حواله دا هم ویلي وو چې لا د مسکو او طالبانو تر منځ مشخص سیاسي محدودیتونه موجود دي.

روسیه له هغو هېوادونو ده چې په کابل کې یې سفارت پرانیستی دی او په مسکو کې یې د طالبانو استازی ډپلوماټ منلی څو د افغانستان د سفارت چارې مخته یوسي.

طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته ورسېدل خو لا هېڅ هېواد د بشري مساییلو عمدتاً د ښځو او نجونو په وړاندې د زیاتيدونکو محدودیتونو او د ترهګرۍ اړوند اندېښنو په خاطر د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیرکابلوف
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیرکابلوف

د افغانستان - روسیې او سیمه ییزو مسلو شنونکي شېرحسن حسن د دې پوښتنې په ځواب کې چې د طالبانو اړوند د مسکو تازه دریځ په څه معنی دی ازادي راډیو ته وویل:

" د روسیې د بهرنیو چارو وزارت او د عدلیې وزارت ولسمشر ښاغلي پوتین ته د یوه رپوټ په ترڅ کې وړاندیز کړی دی چې طالبان دې د ترهګرو له هغه لیسته څخه وایستل شي چې په ۲۰۰۳ کال د روسې دولت دغه لیست ته شامل کړي وو. البته دا هغه تلاش دی چې نه یواځې روسیه بلکې د سیمې هېوادونه هم او لوی قدرتونه لکه: روسیه، چین او امریکا غواړي چې د طالبانو د یو ډول خپلولو یا له دوی سره د نږدې اړیکو د تامینولو لپاره یو ډول اقدامات وکړي او دغه نږدې اړیکې تامین کړي."

روسیې په ۲۰۰۳ کال کې هغه وخت طالبان د ترهګر سازمان په توګه ونوماوه چې وسله والو یې پر امریکا او متحدینو یې مرګوني بریدونه کول. کرار کرار روسیې داسې یو دریځ غوره کړ چې ان د افغانستان د پخواني جمهوري نظام په وخت کې یې هم طالب استازي مسکو ته وربلل او څو واره یې د افغانستان اړوند غونډو کوربه توب وکړ.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته روسیې څو واره له افغانستانه د منځنۍ اسیا هېوادونو او بلاخره روسیې ته د ترهګرو ډلو له هغې جملې داعش او د منځنۍ اسیا د وسله والو ګروپونو د خطرونو د خورېدو په اړه اندېښنې وښودې. روسیې د منځنۍ اسیا له هېوادونو په تېره بیا د افغانستان له ګاونډیانو ازبکستان او تاجکستان سره څو واره د افغانستان پولې ته نږدې ګډ پوځي تمرینونه هم کړي وو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG